په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت يوغرونړېد – اجمــل خټك وكوچید دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجـــمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نیټه د ۸۵ كلونوپه عمــــرپه كوزه پښتونخـــواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كیښود( اناالله وانااليه راجعون) ارواښـــاداجمل خټک له اوس څخه پنځــــه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمـــبرپه اکوړه خټـــک کې وزېږېد. له ماشــومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهـــال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسیدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غــــړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپیښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غـورځنګ غړيتــوب ته ولاړ دادهغه سيــاسي ښکلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعـــاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپـل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تیرې کړلې. که څـــه هــم چې نومــوړي دپیښورپوهنـتـــون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټــري اخيستې،خوهغـــه په پښـــتوادب کې دځــانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه اوپښــــتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمخ تلونکي شـــاعرنوم هم خپل کړ ارواښاددپښتنودازادۍ لپــاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپــايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعــــراوليكنوكې دپښتنودحــق خبره كوله هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتــــــګارانوپه غـــورځنګ کې خپــــل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحــــدصوبې دمهمــــوسياستوالوله ډلې څخه و،اودټـــول پاکستان په ســـــياست کې يې مهمه ونډه درلوده اجمــــل خټـــک دپـښتوژبې يوتکـــړه ليکوال،شاعــــراوسياسي څیره وه . نوموړی دپښــتونخواملي عـــوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غــــــړی هم پاتې شوی دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتـــونخواګڼ شمیــرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول داجمـــل خټك ګڼ شمیر آثارخــپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبــه هم ليــــــکلي دي چې لـــومړنى کتاب يې دغيــرت چيغه نوميده،دارواښــادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغـــان ننګ، کچــــکول، سرې غنچې، دژوندخـاطرې اوځينې نوردي ارواښاد دخـپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپــــــل هغه اثرچې ترخـــه وختـــونه اوخـــواږه يادونه نومیــــده كاركاوه چې دخپـــل ژوندهغه شیبې يې پكې انځـــورولې كومې چې ولې افغــــانســـتان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ. |