نن دکـــونړ له لوړو غـــــرونـــــونه فــــریاد راخیــــژي
لــه اباسیــــــنه کـــــوکي خیــــژي دچــــایاد راخیـــــژي
دتـــاتــــرې اوښـــــکې راڅـــــاڅـــي نن خیبـــــر ژاړي
نن د خټــــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

نن اکــوړه کی خلــک ټـــــول دي نــــن شمــــــلې ژاړي
ځلمیـــــان ژړیــــږي پیغــــلې ژاړي لــــــوپټــــې ژاړي
نن له پامیـــره تر سپیـــــن غره یو لــــوږئ پــــورته دئ
نن په بـــولـــــدک او پیښـــــــور کـــــې پښتـــــنئ ژاړي
نن ګل غُنډۍ کی غـــــاټول مـــــړاوي دي خپـه خپـه دي
نن هنـــدوکش کی ماتم جـــوړدئ ستــــرګې سرې ژاړي
نن دپښـــــتو آدب مـــورچــــــل ژاړي سنــــــــګر ژاړي
نن د خټـــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

نن دپښــــــتو انقـــــــلابي نطــــم یتــــــــیم پــاتی شــــــو
دآزادۍ ســـــالار تــــری ځي دده غلیــــــم پـــــاتی شـــو
دغیــــرت چغــــه او دژوند کیســـــه نیمـــــګړی شـــوله
بس خـــــالي نوم یی بی قــــدرانو ته سلیــــــم پاتی شـــو
نن یی دیره نن یی حجـــــره کی شــــاعـــران نه شته دئ
د آزادۍ ملـــــي ســــرود ورځیـــــني نیـــــم پاتی شـــــو
هغــــه پاګل ملـــــنګ خټــــــک تـــــــه پیښـــــور ژاړي
نن د خټـــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

څـــــوک به پوره کړي دبابـا دغـــــه نیمــــــګړئ ارمان
څوک به راویښ کړي دا ویده په خـوب کی ستړئ افغان
څوک به باتور کچــــکول په غاړه دوخت چغـه جوړشي
څــوک به ګلــــونه تکلـــــونه ګل پرهـــر کــــړي بیـــان
څـــوک به بیـــا سرې غنچې راجمع، افغــان ننګ ولیکي
څـــوک به حالت دمـــزدورانو او بزګر کـــــړي عیــــان
څـــوک به ددې وطـــــن په غم شپـــــه تر سهــــر ژاړي
نن د خټـــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

هغـــه له زوکــــړې نه تر مــــــرګه درڼــا پســــې تلــــو
ځـــان ته یی هیــــڅ شئ پـــه کار نه ؤ مــا او تا پسې تلو
هغـــه زنځیــــر دغـــــلامۍ غــــــاړه کـــــې نه منــــــلو
هغــــه دوخت داستعــــــمار جیـــــل له سبا پســــــې تـلو
هغـــه دپلار دویشـــل شوي کــــــور یووالئ غــــوښتــه
هغــه په نـره او ښــــکاره دخپــــــل بـــابــــا پسې تلـــــو
دخپلــــــواکۍ په مینــــه مست ټـــــول ســـراســـر ژاړي
نن د خټـــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

هغـــه دسولې روغـــې جـــوړې او جـــــرګو مشعــــل ؤ
هغـــه اجمـــــل دخوشـــــالو او مـــــــرکــــو اجمـــــل ؤ
هغــــه دســـــوات وزیرستـــــان دجګـــــړو ضـد ولاړ ؤ
په ملکـــنډ او لــــوی خیـــــبر کی برخـــلاف د چـــــل ؤ
هغـــــه دلوی افغـــــان په کــــور کی جګـــړه نه غوښتله
هغــه ترژونده خیــــرغــوښــــتونکئ تل دســــولې مل ؤ
ځکـــه یــی نــن وجــــــنازی تــــه فـــــــن هنــــر ژاړي
نن د خټــــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بــــر ژاړي

نن اروپــا او امـــــریکا کـــــــی دوعـــاګانی وشـــــــوې
غیابي لمـــــونځـــونه جنـــــــازې او ژړاګانې وشــــــوې
ټولو وعــــدې وکړې چی لاره بـــــه یی مخکــی بیـــاوو
په ویـــــاړ اوفخـــــر یی لیکنـــــې امــــلا ګانی وشـــوی
نن مســــــاپرو هـــــم بــــابـــا ته ځــــان حـــاضرګڼــــلو
ډیر له اخـــلاصه په هــــر کــــورکی حلـواګانی وشــوی
خــــــوار خدمتــــګار یي په ناروی کی رو ګـودر ژاړي
نن د خټـــــک بـابــا پــه غـــــم کــې لــــر او بـــر ژاړي
|