دغيرت چيغي خپلي آزانګې خپرې کړې
ننګيالی بڅرکی :
اجمل خټک : دوخت نامتو شا عـر ، سيا ست پوه اودمبارزې دميدان ازمايل سوی نا متو شخصيت، اوس زموږ په منځ کي نه سته ، خودهغه يادونه اوکړنلاره موږ ته ديوه لارښود په حيث را پاته سوه . هغه دوخت چيغه او چته کړه ! دهغه دغيرت چيغه دومره اغيزه ناکه وه؛ چي داستعمار اواستثمارګرانوپروجوديې مرګونې تبه را وستل ،هغه خپله چيغه په کال ١٩٥٨م داپريل پر ٦پورته کړې وه. هغه وايي:
که ظالم مي ژبه غـــــوڅه کړه تيــره شوه
توره څومره چي تېــره سوه لاخـــوږه شوه
اوس که نروې نوغوږونه دي خپل پرېکړه
چي زما نغــمــه سړه نه شوله ســـره شوه
مرحوم اجمل خټک ، دوخت هغه انسان وو ، چي سياست يې دهنر اوادب سره هم غاړي کړ ، اودمظلو انسان په خاطر يې انساني غو ښتني دقلم په ژبه ، دخپل ږغ په امواجواو ولولو کي دولس و غوږوته ورورسولې ، هغه لوی انسان وو، هغه دقربانی يولوي درياب وو،دهغه د ژوند لويه برخه په زندانونو ، دکورنه په فرار اود هيواد څخه ،په ستړي ژوند کي تيره سوه .دهغه سره دهيواد دآزادۍ ، دپښتون قوم دپيوستون لوړ خيالات موجود وه . هغه دظالم او مظلوم ، دحاکم او محکوم دښکيلاک او زبيښاک په ښواو بدو ډيرښه پوهيده .اوځان يې دهمدغه انډول دپاره قرباني ګاڼه .او په دې لاره کي يې دهغه چاه ملګري خوښه کړې وه، کوم چي دملګرتيا وياړ په کيدای شي . هغه په خپله يوه څلوريځه کي داسي وا يي:
ملګرو ! تش په لو ګيــــدواونه شوه
ځی چي لمبه شوداخپل ځان وسوځو
د نـــوي ګل د خصـــما نې دپـــا ره
دازوړخــــوړلی ګلســـتان وســـوځو
مرحوم اجمل خټک دپنځلسوکالو په شاه وخوا کي هغه دافغانستان په خاوره کي په غربت او مسافرۍ کي ژوند درلود، خو! هغه لوړ ايمان او عزم درلود او تر پا يه يې ددښمن په مقابل کي خپل همت وساته ، هغه په څووم پښ کي وخو شحال خان ته رسيده ؛ خو دخو شحال خان ادبي هجره يې ګرمه او توده وساتل ، دهغه احساس ژوندی ؤ.اوهغه دخدائي خدمتګارانو دجنبش غړی وو. هغه دخان عبالغفارخان مبارزه په ډيره ميړانه پرمخ بوتلل.او په ور ستيو کي دهغه دلاري مشعل او دنشنل عوامي پا رټی دلارښونکو دجملې څخه وو.هغه په خپل ژوند کي ډير علمي او ادبي اثار او کتابونه وليکل چي ١٣کتابونه اواثار يې نامتو اثار ګڼل کيږي.چي ددې اثارو دجملې څخه دوخت چيغه يوه هغه نامي ناره او چيغه ده چي آزانګې به يې لائيتنهايي خپرې وي .دغيرت چيغه يو بيکر اثر دی ،چي دنيکه مرغه موږ ته را پاته دي .چي نوموړی اثر مرحوم اجمل خټک په اکوړه کي په ١٩٥٨م کي ليکلی دی. که څه هم نوموړی کتاب په يوه مجموعه کي بشپړه سوی دی ، خو دوخت دبدو شرا يطو پر بنسټ دنوموړي کتاب يوه برخه ؛ چي ددښمن په لاس تباه سوي ده تر اوسه لابې درکه ده ، او بله برخه يې هم دوخت دبدو شرا يطوپر بنسټ دهغه کورنۍ په يوه او بل ځای کي ددښمن دتلاښۍ په وجه ديوه ځايه وبل ځای ته دبيري پر بنسټ وړې او تر اوسه لابې درکه ده ، خو زه اميد لرم چي هغه بر خه چي دکورنۍ دخوا څخه خوندي سوې ده ممکن په اينده وخت کي دعلاقه مندانودپاره خپره او ميدان ته را ووزي .هغه په خپل هنري سبک کي دخوشحال خان خټک دغيرت لاره تعقيب کړيده. اودهغه دلاري ډير يو ښه پلوی ؤ. مرحوم اجمل خټک ؛ په افغانستان کي هم ده روښنګرۍ او سياست په ډګر کي خپل رول تثبت کړی وو. هغه دخلق او پرچم دجلاسوؤ ګوندونوپر راهبرۍ پوره اغيزي درلودلې او دپرچميانو او خلقيانو په وحدت او پيوستون کې بشپړه رول درلود. ځکه هغه په هر وخت کي دافغانانو او دافغانانو په سيا سي کړنلارو کي ديووالي پلوی وو. هغه په خپل شعري انداز داسي وايي:
دخوشحال دخاوري پورته يو نغمه شـوم
بل مـــثال په ابا سيــــن او تا تــره شـوم
سره!پوه شوې؟دغيرت چيغه سوراوروم
چي تا څومره را نغړدلم سره لمبـه شوم
هغه په رښتياهم دخپل وخت يو با احساسه اودځوانۍ په دود انقلابي شاعر ګڼل کيده ، هغه په سيا ست او دمبار زې په لاره کي دمظلوم انسان په طبقاتي ژونداونا خوالو با ندي ډير ښه پوهيده او په دې لاره کي هغه فعاله او دمظلوم انسان ملګری وو . لکه څنګه چي هغه په خپل شعري انداز سره په يوه څلوريځه کي دا سي وا يي:
غټان ، غټان نېکان ، نېکان پيدا دي
دوی خـــو له ځـــايه جنتيان پيدا دي
ځی ! هغــه خـــوارو له جنت او ګټو
څوک چي دمـــوره دوزخيان پيدا دي
هغه دمظلوم انسان په خاطر او هغو ته دجنت دګټلو په خاطر پرځان دغه ژوند تريخ کړی اودوخت دقدرتمندانو سره لاس په ګريوان وو. دمرحوم اجمل خټک نوموی شعر يو مشهوره او نامتو شعر دی، چي په خپل وخت کي دهريوه ځوان له خوا زمزمه کيده او سيا سي مبارزينو به دسټيج پرسرباندي په خاصو ولولو سره ويلی.ښاغلی مرحوم جعفرخان اڅکزی ، چي خپله هم دپښتونستان دآزادۍ دلاري يو وتلی سيا ست پوه ګڼل کيږي هغه داجمل خټک په باب داسي ليکي : اجمل خټک يو سياسي او با تجريبه سيا ست پوه دی ، دهغه شعر په خپل ځان کي يو علمي غټ کتاب او اثر ګنلای سم .دهغه په شعرکي دومره توان او طاقت نغښتی دی ، چي په هيڅ توپ او ټوپک کي هم نشته . مرحوم اجمل خټک دلته په وخپل يو شعر کي بيا داسي ليکي:
منـم چي داد ټـولـــواکانــودنيا
دخپلواکۍ کونګوسې بدي ګڼي
منـــم چي داد څـــوغټـــانوډلې
دادآزادۍ ولــــولې بــــدي ګڼي
په دې کي هيڅ شک نه سته چي داجمل خان خټک هر وينا دولس ږغ ګڼل کيږي.اوهغه په خپله وينا کي فقط دټولني آرمانونه خلکو ته رسوي . هغه وخپل خدای ته هم منا جات کوي اودخپل ولس ښه غواړي .او په خپل يو منا جات کي داسي خپل خواست وړاندي کوي:
لويه خدايه! لــويه خـدايه !
داتيارې په موږ رڼاکـــړې
ستا له ميني مـــواګاه کړې
ورورولي راکښي پيداکړې
په سينو کښي چي موزهـر
دکيـــنواوتـــربګنـــــــودي
په ذهنـــو کې مــــوجــالې
دوهمــــونـــودتيــــرو دي
ورته علــــم پـــوه را کړې
دازنګونه ټـول صفاکـــړې
لــويه خدايه ! لويه خـدايه!
داتيارې په موږ رڼاکـــړې
هغه په دغه ډول خپل احساس بيا هم دخپل يوه پاړکي په ژبه داسي وايي :
چي نشه داستبداد لري پــه سـرکښي
ماته يودی که مغــل دی که افغــــان
چي ځما دکور اغزي ته کاږه ګوري
و يمه ا و ر شه د هغـه په ګلســـتا ن
په دې کي هيڅ يو افغان او پښتون شک نه لري ، چي مر حوم اجمل خټک په عام ډول دسيمي يو تکړه پوه او عالم ،سياست مدار او اديب وو. خو په ځانکړې توګه دپښتو ژبي يووتلی او دخپل وخت تاک شاعر او ليکوال هم وو. هغه په څو ژبو ليکني او خپروني ، ويناوي يا خبري کولای سو لکه :اردو ژبه ، انګليسي ژبه ،فارسي ژبه اوپښتوخو دهغه مورنۍ ژبه وه . دمر حوم اجمل خان خټک مړينه دټولو پښتنو دپاره يوه لويه ضايعه بولم ، خو داسي شخصيتونه بيا يوازي په يوه قوم او ملت پوري نه تړم ځکه دهغوی خيالات نړيوال وه .او هغوی دانسان او انسانيت دپاره ژوند کاوه په دې لاره کي يې زحمتونه ګالل . نن چي هغه زموږ سره نه سته زه دځان او داحمدشاه بابا دعلمي اوادبي ټولني په استاذيتوب دمرحوم اجمل خټک کورنۍ او دهغه پلويانو ته دزړه صبر غواړم او مرحوم اجمل خټک ته دخدای له درباره جنتونه غواړم (انا لله وانا اليه را جعون ).
دآحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني مشر
ننګيالی بڅرکی |