![]()
افغانستان او محمددين زاخېل د دار پر سر
”د مسيح رنځونه“ نومي فلم باندي كره كتنه

ليكوال : هژبر شينوارى
ژباړه او لنډيز : علم ګل سحر
په دې وروستيو كي د حضرت عيسى u يادوني يو ځل بيا د خلكو له ذهنونو څخه د پېړي، پېړيو د هېروني دوړي او ګرځونه يوې خوا ته كړل او د اووم هنر جادويي پردو ته يې نوى ژوند او نوې رڼا ورپه برخه كړه . هو! ”د مسيح رنځونه“ په نوم له عظمته ډك او بحث پاروونكى فلم د ”مرګوني وسلې“، ”باشهامته زړه“ او ”وطنپال“ د مشهورو فلمونو د كارګردان او لوبغاړي ”مل ګيبسون“ په كارګرداني د نړۍ په زياترو سينماګانو كي نندارې ته وړاندي شو .
دغه استثنايي او په زړه پوري فلم ځينو په مينه، اوښكو، ځينو په قهر او غوسې او يو شمېر نورو د كنجكاوۍ له مخي وليد. ځينو دغه فلم استثنايي او له عظمته ډك، يو شمېر نورو مبالغه امېزه او ځينو ساديستي او ستړى كوونكى وباله . فلم په امريكا او اروپا كي له بې شانه هركلي سره مخ شو. په اسلامي هېوادونو، په تېره بيا مصر، سوريې او لبنان كي يې د خرڅولو ريكارډ مات كړ. په سعودي عربستان كي چي رسمي او قانوني سينما نشته، مينه والو د دغه فلم غيرقانوني او ويډويي نسخې وليدلې . يهودي ټولنو د دغه فلم كارګردان په يهودي ضد تمايلاتو متهم كړ او په اسرائيلو او بيت المقدس كې يې د ”مسيح رنځونه“ نومي فلم بنديز ولګاوه . دې ټكو د عربي هېوادونو پاملرنه نوره هم راجلب كړه او د دې سبب وګرځېدله چې دا فلم له سانسوره پرته او بېله دې چي ان يوه صحنه يې ليري شي، په دې هېوادونو كي نندارې ته وړاندي شو . د ”مسيح رنځونه“ فلم د حضرت عيسى u د ژوند د وروستيو شېبو په باره كي جوړ شوى دى. فلم له هغې شپې پيل كېږي چي عيسى u او ياران يې په يو ځنګل كي لنډهاله استوګنه لري . د حضرت عيسى u زړه د ده د يوه دوست، چي شا ته يې ولاړ دى، له خنجر څخه د يوې پېښي شاهدي وركوي. هغه دى چي د يهودا په لارښوونه سرتېري رارسېږي، دى په ځنځير تړي او يهودي روحانيونو ته يې ورولي. هغوى هم ده ته سپكي سپورې وايي، تحقيروي يې او د مرګ حكم يې وركوي . دا چي بيت المقدس د روم مستعمره وه، هغوى د رومي والي له خوا، د اعدام د حكم تائيد ته اړتيا لري. سره له دې چي د والي زړه نه و چي حضرت عيسى u دي اعدام شي. خو د يهودي روحانيونو د ټينګار له امله د اعدام حكم تائيدوي. د رومي ساديستانو سرتېري د اغزيو يو تاج د حضرت عيسى ع پر سر ږدي او لكه د صليبي ګناهګارانو غوندي يې پر اوږو ورږدي، چي په خپله يې د وژلو ځاى ته ورسوي . دغه فلم د عصري ټكنالوژۍ او د هاليووډ د سينمايي صنعت له ټولو تخنيكي امكاناتو څخه په استفادې سره جوړ شوى دى. مل ګيبسون له ټولو امكاناتو څخه ګټه اخيستې او دا فلم يې داسي جوړ كړى دى، چي هر ليدونكى يې د عيسى u د رنځونو په سختو شېبو ګډ كړى دى. داسي چي كله، كله پر پوست د متروكو ګوزارونه او كله هم د صليب د رالوېدلو دروندوالى احساسوي. له نورو نندارچيانو سره يو ځاى په حيرانۍ او اوښكو سره په هغه سخته لاره كي ځان ګډ احساسوي، چي عيسى u يې په سختۍ سره تېروي او د انسان د بې عدالتۍ، بې رحمۍ او ځانغوښتني په مقابل كي خپل لاس موټى كوي او له غوسې او ناتوانۍ څخه خپل غاښونه چيچي . خو زما او ستا برخلاف حضرت عيسى u په صيلب پوري مېخ شويو لاسونو او پښو په ستړو او خوبولو سترګو كله هغو سرتېرو ته چي دى ځوروي او بيا هغو يهودي روحانيونو ته چي په ده ملنډي وهي او بيا اسمان ته ګوري او له درد څخه په ډك اواز وايي: ”خدايه! ته دوى وبخښې، دوى نه پوهېږي “. هلته ده چي د انساني اروا عظمت او لوړتيا وينې، چي خداى Y ګومارلې ده، چي د لاروركي او په بيديا كي د سرګردانه رمې لپاره شپون وي او هغوى ته د سولي، ارامۍ او له انسان سره ديني پيغام راوړي، چي ان خپل دښمنان هم پرې ګران وي . په فلم كي د رنګونو انتخاب، سيورى، رڼايي او افكټونه (غږونه) په دقيق ډول ځاى پر ځاى شوي دي. د فلم د موسيقۍ متن دومره ښكلى انتخاب شوى، چي نندارچي د فلم تر پايه يوازي نه پرېږدي او اورېدونكى د شېبو تېرېدل هېروي . موسيقي د فلم له روال سره بشپړ توازن لري، يوازي په هغو شېبو كي موسيقي درېږي، چي حضرت عيسى u په وهلو او ټكولو د پوښتنو لپاره يهودي روحانيونو ته راولي. په لاره كي نجار ويني چي په خپل كار بوخت دى او هغه ورځ وريادېږي، چي خپله يې نجاري كوله او مور يې اوبه ورته راوړلې. دغه صحنه له يوې دقيقې زيات دوام كوي. په ټول فلم كي دغه يوازي هغه شېبه ده چي كولاى شو، د عيسى ع پر شونډو موسكا ووينو. د دغو شېبو له عاطفې ډكه موسيقي ډېره په زړه پوري او د ليدونكي اعصابو ته ارامتيا وربخښي. د موسيقۍ ميلوډي د پيل له شېبې څخه هر افغان ليدونكي او ټولو هغو ته چي د ”اټك پل“ دې خوا ته ژوند كوي، ډېره اشنا ده. د سكروټي غوندي په حافظه كي ځلېږي او يو له يوه پوهېږي، چي دغه سندره د افغانستان له هنر روزونكي خاوري څخه اورې . هو! هغه ميلوډي، چي د فلم له شلمي تر يوويشتمي دقيقې پوري اورېدل كېږي، د افغاني موسيقۍ له خزانې څخه انتخاب شوې او په ماهرانه ډول د موزيك په متن كي ځاى پر ځاى شوې ده. هغه مشهوره سندره :
په ورو ورو كښـــــېږده قــــــدمـــــونه اشـنا
شرنګ د پايزېب دى عالمـونه خبروينه اشنا
ده، چي د افغانستان په خوږو او سولي په كلونو كي د افغان بې جوړې او طلايي ګوتو لرونكي هنرمند، محمددين زاخېل له خوا كمپوز او تنظيم شوې ده. د دغي سندري شعر هم ښايي د ارواښاد محمددين زاخېل وي، چي په ۱۳۵۳هـ ل كال كي د افغانستان خوږ ژبي هنرمندي، مېرمني قمرګلي د افغانستان راډيو په سټوډيوګانو كي ثبت كړ . مرحوم زاخېل شاعر او بې جوړې كمپوز جوړوونكى و، چي د افغانستان زيات شمېر هنرمندانو ته يې تر اووه سوه زياتي سندري كمپوز كړي دي. له دې جملې څخه كولاى شو، د دغو په زړه پورو سندرو يادونه وكړو :
”دا زموږ زېبا وطن“، ”پر لويو غرو باندي راتاو شول توپانونه“، ”څنګه مينه زما و ستا وه ...“
البته په نورو ليكنو كي به د دغه لوى هنرمند د ژوند په باب نوري خبري هم ولرو. خو اوس خبره د دغه ستر هنرمند له اثر څخه په دې فلم كي د ماهرانه استفادې په باب ده، چي د ده د كورنۍ او ټول افغان ملت فرهنګي او مانوي ميراث دى . له بده مرغه چي جګړې زموږ ټولي مادي او مانوي شتمنۍ راڅخه يووړې، د افغانستان د تاريخ دښمنانو له ډول، ډول طريقو څخه په استفادې سره زموږ تاريخي ميراثونه، لكه ملي موزيم او د هډې فارم موزيم چور كړل. د بودا مجسمې يې وراني كړې او غيرقانوني كيندني يې لا اوس هم په ”اى خانم، طلا تپه، مرنجان غونډۍ، بلخ، ميرزكه، لوګر او نورو سلګونو ځايونو كي دوام لري. ان قبرونه، سپېڅلي ځايونه او ډبرليكونه هم د دوى له چور څخه خوندي نه دي پاته شوي. لكه څنګه چي زموږ د مړو هډوكي په نړيوالو بازارنو كي خرڅ شول او په دې ورځو كي د كابل په ګډون، د افغانستان په زياترو ښارونو كي د دولتي لوړ رتبه كسانو د كورونو په څو قدمۍ كي شخصي زندانونه جوړ كړي دي . د مل ګيبسون دغه حركت هم زيات د حيرانۍ وړ نه دى. كه موږ د خپل كلتور، سياست او نورو په باب خپل نظر او چلند بدل نه كړو او د يوه واحد وجود په ډول سره يو ځاى نه شو، باور دى چي تر دې سخت او بدتر حالت مو مخي ته دى، ايا هغه وخت به له موږ پرته بل څوك ملامت وي؟ تر دوو كلونو دمخه داسي څرګندېدله چي د افغانستان پر دردېدلي ملت به دغه ظلم او وحشت دوام ولري. خو هغه وخت چي د بودا د مجسمو د چاودني څپو، د نړيوالي پانګوالى مركز ولړزاوه او د پانګي دوه بتونه ونړېدل، له دې سره، سره چي افغانستان نور نوي ټپونه او دردونه هم وليدل، داسي تصور كېده چي وروسته له دې د افغان ملت ګټي او د نړيوال ځواك د سرغنه، ياني امريكا ګټي د تلي په يوه پله كي دي. د افغانستان د خلكو له ګټو او حقوقو څخه د دفاع او ډيموكراسۍ چيغي، ناري دلته او هلته غوږونو ته ورسېدې، چي تر اوسه پوري دوام لري. دغه چيغي په امريكا كي تر بل هر ځاى زياتي دي. تر بل هر وخت د امريكا د سياسي، اقتصادي او كلتوري كړيو پاملرنه افغانستان ته زياته شوې ده. د افغانستان له خلكو سره د مرستي چيغي، ارقام او احصائيه غوږونه كڼوي او سړى حيرانوي، هيله ده چي دغه چيغي، نارې د ”مسيح رنځونه“ د فلم كارګردان، ښاغلى ”مل ګيبسون“ او د فلم د كمپوزيټور، ښاغلي ”جان ډبني“ د چلند په څېر نه وي. كه نه هغه څه چي په دا دومره ګډوډيو كي راپاته دي، په دغو چيغو، نارو: هاى ډيموكراسي، واى ډيموكراسي... كي د دغو خړو اوبو په منځ كي راڅخه چور او ورك شي . نه، بايد داسي نه شي. بايد پرې يې نه ږدو. دا سمه ده چي په افغانستان كي د هنرمندانو له حقوقو او اثارو څخه د دفاع منظم سيسټم نشته، خو اوس هم د دولت په كچه او د خلكو په منځ كي په داخل او بهر كي داسي كسان شته، چي له خپل هېواد سره رښتينې مينه لري. باور دى چي دوى به پرې نه ږدي، چي د افغانستان له دغه تلپاتي هنرمند، محترم دين محمد زاخېل څخه دغه هنري غلا بې له حقوقي څېړني او تحقيق څخه پاته شي او د Icon Production شركت، چي دغه فلم يې وړاندي كړى، مل ګيبسون، چي فلم يې جوړ كړى او جان ډبني، چي ګويا د فلم د موزيك متن يې ليكلى دى، ”د مسيح رنځونه“ له فلم څخه په راغلو افسانوي عايداتو په عيش او عشرت كي ژوند وكړي. خو د مرحوم زاخېل د كورنۍ پاته كسان دي د خوارۍ او غريبۍ ژوند ولري او د افغانستان خلك دي د خپل هنرمند د اثر له مانوي امتياز څخه بې برخي وي . تر هغه ځايه چي ما د محمددين زاخېل له مشر زوى، اېمل زاخېل او د هغه مېرمني، قمرګلي سره خبري كړي دي، دوى په دې هنري غلا خبر دي او د خپلو رښتينو حقوقو د دفاع لپاره يې رسمي وكيل هم استخدام كړى دى. خو زما په اند لازمه ده چي د افغانستان دوستان او افغان اديبان، چي هر ځاى وي، په خپلو مادي او مانوي مرستو سره د محترم زاخېل له كورنۍ سره مرستي وكړي او د خپل اعتراض غږ اوچت كړي، چي نړيوالو ته دا ثابته كړو چي افغانان نه يوازي د مبارزې په مورچل كي د پرديو پر خلاف سره يو دي، بلكي د دې توان هم لري چي له خپلو كلتوري برياوو څخه دفاع وكړي .
Top/به سر صفحه
