دنارنج ګل دوېب پاڼې دمطالبوخوندیز

انجينرعبدالکبير«کاکړ»

لنـــــــډۍ

داسې اولسي او ملي بڼ چې په هغه کې په زرګونو زرګونو مختلفو باغوانانو د خپلو خاصو ثليقو له مخې رنګارنګه ګلان لکه مرسل ، ګلاب ، نرګس ، پتوني ، انتري ، فرشي ، ملکې شب ، فلاکس ، نوري شبو ، زيړګل ، جريبن ، رامبيل ، چامبيل او نور ئې کينولي اوکرلي دي چې هريوئې خاصه ښکلا ، رنګ او بوی لري، خلک ورڅخه خوند اخلي ، د هر رنګ او بوی څخه په خپله اندازه لذت وړي او ورڅخه متآثره کيږی.ددی اولسي اوملي باغ ګلان همدازمونږه لنډۍ دي چې هرشاعرپه خپله خوښه اوثليقه پښتون قام ته بې له کومې توقع اوامتيازڅخه دسوغات په توګه بښلي اوهديه کړي دي .لنډۍ د پښتو د اولسي ادب او فولکلور اساس او تهداب تشکيلوي او داسې فولکلوريک ، ساده ، روان او نامتوازنه شعر دی چې د قيمتي ډبرو کان ته پاتې کيږي . داسې کان چې د سروزرو ، لاجوردو اونوروډيرو قيمتي منرالونوڅخه ډک دی چې په اميلونو، غاړه کيو، پیزوانونو، د ګوتو په غميو، په تومانچو، ټوپکو او توورو کې ، ځان په خاصو رنګونو، مفهومونو، ځلاوو او ښکلاووکې راښئې لکه عشقي ، حماسي ، اجتماعي ، اصلاحي ، انتقادي اونور دا د ګران هيواد د اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانواونورو دنده ده چې دا کانونه ولټوي ، پيدائې کړي ، وه ئې څيړي ، تفحص او اکتشاف ئې کړي او بيائې د اولس د ګټې اخستنې لپاره استخراج کړي ترڅو چې خپل رسالت ئې داوسني اوراتلونکي نسل لپاره سرته رسولې وي. ترکومه ځايه چې معلومه ده لنډۍ له دووبندونو(دوه ويشت سيلابونو)څخه جوړه ده چې لومړۍ بند ئې نه(۹)سيلابه او دوهم بند ئې ديارلس(۱۳)سيلابه لري. دهيوادپه بيلوبيلوبرخوکې لنډۍ د مصری ، ټپې، ټکۍ اونورونومونو هم يادوي چې بيل بيل تعريفونه ورکول کيږي لکه: لنډۍ ـ لنډۍ د يوه وړوکي لنډ مار نوم دی چې سترګې ئې د رڼا سره حساسيت لري نو ځکه د شپې له مخې راوځي او ډير زهرجن دی،زهر ئې په ښکار باندې داسې اثر کوي چې نور د خلاصيدو توان او مجال ئې نه وي.نو لنډۍ هم په همدې دوو لنډو بندونو کې ډير لوی مفهوم او مضمون زايوي چې اغيز ئې خورا زيات دۍ ، دهمدې تآثير له مخې ئې لنډۍ بولي. مصره ـ مصره د يوې تيرې توورې نوم دۍ چې په مصر کې جوړيدله او د پخوا وختو په جګړو کې خورا مؤثره وسله وه چې پښتنو ورڅخه زياته استفاده کوله ، د تآثير له مخې لنډۍ ته مصره هم وائې. ټپه ـ ټپه د ټپ(ذخم) څخه اخستل شوې ده ،څنګه چې ټپ په انسان اثر کوي همداسې لنډۍ هم په اوريدونکي اغيز کوي نو ځکه لنډۍ ته ټپه هم ويل کيږي. د لنډۍ شروع ، شمير او شاعر معلوم ندۍ مګر په ټول اولس پورې مربوط شعر دی . د پښتو ګرامر ليکوال ليکي چې : ((ټول په دی په يوه خوله دي چې د پښتو لنډۍ،سروکي،... د ويدي سندرو پيل دی خو څوک په هغې پسې ندي ګرځيدلي.)) ويل کيږي چې لنډۍ د ويدي سندرو سره پيل شوي دي چې لږ تر لږه څلورنيم يا پنځه زره کلونو ته ئې عمر رسيږي .

يارمې د ګلولوکوي ګوتې ريبينه

سپوږميه ســــــروهه راخيـــــږه

دا هغه زړه لنډۍ ده چې عمر ئې زرګونو کلونو ته رسيږي . ښاغلي حبيب الله رفيع د يوه بهرني څيړونکي (جون زانولسونيو)له خولې د پورتنۍ لنډۍ په هکله وائې چې: ((دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريائېان به د شپې له خوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې سپوږمۍ(د څوارلسمې شپې سپوږمۍ)راوخيژي او دوی د سوما بوټۍ لو کړي ، ځکه که دا په لمر کې لو شوی وای شيره ئې خرابيدله ، نو دوی به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست اوټول به راټول وو بيا به ئې ددې بوټي لو کاوه او له هغه به ئې شيره ايستله او له هغه به ئې مشروب جوړول چې دوی ته ډير مقدس وو او له هغې به ئې استفاده کوله.دا لنډۍ یا له څوارلسم(د څوارلسمې شپې) وړاندی ويل شوی يا په داسې ځای کې ويل شوی چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخيژي يا هرڅه چې دي د مينې له خوا دا لنډۍ ورته ويل شوی ده.)) نوموړۍ دوام ورکوي چې :

ته به د ناز ښيری کوې رښتيا به شينه

مازديګــــرۍ دی ښيــــــری مکــــــړه

دا دلمر پالنې د وخت لنډۍ ده ، کله به چې لمر لويده نو په دې وخت کې به لمرپالونکو عبادت کاوه دوی باور درلود چې په دې وخت کې هره دوعا قبليږي.نو په همدی اساس ګوري چې مينه(معشوقه) ښيرې کوي او هلته مازديګر دی نو وائې چې : مازديګرۍ دی ښيرې مکړه ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه . دا دواړه زړې لنډۍ دي مګر يقيناً کلمې ئې بدلې شوي دي ځکه د هغه وخت دکلمو په استعمالولو سره اوس څوک پوهيدای نشي نو د وخت په بدليدو سره کلمات هم اوسني حالت ته رارسيدلي دي . مګر يواځې فکر او مطلب ئې تردې دمه راليږديدلي دي . ) په لنډه توګه ويلۍ شو چې د لنډيوشاعر معلوم ندې مګر د شاعرانو د زړونو نه راوتي دی او د خلکو د پراخو پرګنو په زړونو ئې چنګ وهلۍ دی ديوې سينې نه بلې سينې ته او له يوه نسل نه بل نسل ته ئې انتقال کړيدی ، لنډۍ ژوندۍ دي او د تل لپاره به ژوندۍ پاتې شي ځکه دا داولس شعر دی او په اولس پوری اړه لري اوهمدا اولس ئې ترڅو چې دا نړۍ نړۍ ده د تل لپاره ژوندۍ ساتي .  لکه چې معلومه ده دلنډۍ اساسي موضوع انسان او د هغه چارپيريال دی او هرڅه چې په انسان پوری اړه لري د ټولو خصوصياتو سره ئې په ساده ، روان ، ښايسته او ظريفانه بڼه بيانوي ، په همدی اساس د حقيقتونو او خيالونو د مينې او محبت د عشق اووفا د ديدنونو اووصلت د حماسو،ننګ،غيرت، ميړانې،زړه ورتيا او ځان تيريدنې همدارنګه د بې غيرتۍ ، پيغور، موزيتوب ،غم ، غماز ، هجران د سختيو او محروميتونو د هيلو او نا هيليو د وفا او بې وفائې د باور او بې باوريو د توبو او تشبهاتو ، لنډه داچې د ژوندانه له ټولو برخو څخه بحث کوي او هغه څه چې د انسان په محيط او ماحول کې قرار لري اوراڅرګنديږي ، هغه هم ورڅخه پټ نه پاتې کيږي لکه غرونه ، سيندونه ، سيلابونه ، باغونه ، ګل ، بلبل ، سپوږمۍ ، باد ، باران ، تندر ، ستوري او آسمان او په خاصه توګه ګودر ، مازديګر ، چنارونه او نور. په لنډيو کې ښځو ته ځانګړۍ او مهم ځای ورکړل شوی دی او همدائې وجه ده چې د ښځو په وجود کې زولفې ، اوربل ، باڼه ، وروځې ، مړاوې او تورې سترګې ، شونډې ، اننګي ، زنه ، غاړه ، قد ، موسکا ، په ناز کتل او تلل ، خالونه ، ټيک ، پيزوان ، چارګل ... زيات ستايل کيږي او له بلې خوا نارينه چې د سکې بل مخ دی ، هم په خاصو الفاظو ستايل او رټل کيږي . که نارينه پښتونولي او افغاني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري او عمل پرې وکړي نو هغه ستايل کيږي لکه :

په تارد زولفو به کفـــــن ورته ګنــډمه
جانان مې ســـــــرپه وطــــن کيښــود
خوشحــاله پاڅه چې مغول راغلي دينه
نن په خيبــــــرد زلمــــــوجنــــګ دی
وطــــن رڼا شـــودښمنان په ماتې ځينه
د  اکبـــــرخان غـــــــازي په  تــــوره
د احمــــدشاه په شان به لږلږ پيداشينه
دا هـــره مـــــــوربه ځامـــــن راوړي
ځوانان د ننګ تورې وهي سرورکوينه
د  تــــــــوريالي اکبـــــــرله برمــــــه
که ژيړايوب په دنيا وه کونډې به شونه
د  هنـــدوستـــــــان پيـــــــرنګۍ  ژاړي

او چا چې پښتونولۍ ته شا کړيده هغه رټل شوي او رټل کيږي لکه د جنګ څخه تيښته،موزيتوب ...

ما د بې ننــــــګو ياري کړه وشـــرميدمه
عالمــــــــه رايشۍ  مــــــــخ راتورکـړۍ
په پرونۍ ورکړې خــــــــوله پښيمانه شو
جانان له جنــــــګه په  شـــــــــا راغــــۍ
په نس ئې موړکړه ترسهــارکوي خوبونه
موزي په مينــــه څـــــــــه پــوهيـــــــږي
چې ننــګ ناموس د موراوپلاربربادوينه
خـــدايه بې ننــــــګه اولاد ورک کــــړې

په لنډيو کې کوچيان ، ايلبند او ګودر (د ديدنونو قرارګاه) زيات او په حقه ستايل شوي دي لکه :

زه به منګۍ په لپــــو ورو ورو ډکومه
د مازديګـــــر ګـــــــــودر ته رايشــــه
ليـــلا د يارلپـــاره برګـــــودرته ځينه
اوبه د کـــــــوز ګـــــودرخـــوږې دی
په ګودرجوړشي د منګيـــــوقطارونه
چې مازديګرشي زړه مې ښـــــه شي
چې توراوربل مې دايلبند شمال وهينه
موری کوچيـــــانوکې مې ورکـــــړه

کله ناکله لنډۍ د غم غلطۍ او يا د خوش تبۍ لپاره هم ويل شوي او ويل کيږي چې د ښه کيفيت څخه بهره منې دي لکه لاندنۍ لنډۍ

آزار ګټليــــــه اوس رخصت نه درکــــوينه
ما چـــې  ويل  نوکــــــــــري  مکــــــــــړه
ساړه ساړه اوسيلي کــــړي بادئې راوړينه
دغـــــه  سپـــــــيره  چيــــــــرې  ولاړ دی
د علي آباد پـــــه مريضــــــانو وا وښتمـــه
ما  ويل چې ښـــــــه ښځــــــه به وکــــــړم
چې يو ډاکټــر شي بل رئیس د کانال شينــه
رب دې د دوه ځــــامنو مـــــــــورکـــــــړه
د موزي غټ غټ کناټی پرتــــوګ شکوينه
ما به مــــوزي ته پرتـــــوګ جـــــــوړکــړ
چې نورئې شونډې ښـکلوي ته ئې غوږونه
سپيـــــره  پمــــــن ئې  تــه غټ ســـــــرۍ
چې په څپيـــړه ئې وهــم دوړې ترې ځينه
دا  مــــــــوزيګـــــــۍ د اوړو  ګـــــــــوډۍ
دا رټ کاته ئې لــه غـــوائې زده کړي دينه
د مـــــوزي ستـــــــــرګې د ليـــــــــوه  دي
بيګا دې مور له دروازې شـــــــړلۍ يمــــه
نور به دې نــــوم په خـــــــــــوله وانخــــلم
شوتلو پنــــــــډ و ته دې زه نيـــــولۍ يمـــه
د  پتـــــا ســــــو ياران  دې نـــــــــــور دي
د ظالم لورد جفت او تاق رفتـــــار کــــوينه
تګ ئې پــــه پيغـــــــــلو کـــې معلــــوم دی
په پيته پزه د چـــــارګل خنــــــــــدا راځينه
چارګل پــــــه پزه ښـــــه ښـــــــــــکاريږي
د پنــــــډوری لــــوری څشتــــــه دی کونه
چــــــې  اوچــــــــکان ســـــــــاتلۍ  نشــې

سره له دی چې دلنډيوعمرمعلوم ندی مګردځينولنډيوڅخه دلنډۍ عصراوزمان (نه دقيق تاريخ) چې په محيط او ماحول کې د خاصو پيښو او تغيراتو سره تړاو لري معلوميدای شي لکه :

زه مې جانان هليـــــکوپتر کې ګـــــرځومه
په ځمـــــــکه ډيــــرغمـــــــازان ډيــــردي
په راکټـــــــونو ئې په زړه کې وويشتمـــــه
لکـــــه  چـــورلکــــــه راکـــــــږه  شـــــوه
ځوانان زمــــونږ مينــــه پر تا باندې کوينه
په مـــــرګي  وران شــــــې کمپيـــــــــوټره
خـــدايږو لاليه بې ننــــــګۍ ته دې ســاتينه
که  په ميـــــوند کـــې شهيـــــد  نشـــــــوې
د شيرينو شـــــــرط به په ســــرباندې ګټمه
د مـــــؤمن خــان چيـــــغه شــــــــوه پورته
نامــــــــرده نکړي پښتـــــانه داسې کارونه
چې رامــــداد خـــــان  دې وويشـــــــــــتلو
چې بووره مورئې هرسهار زيارت کوينه
مؤمن په جګــــه غــــــــونډۍ کيـــــــږدۍ

سره له دی چې دلنډيوعمرمعلوم ندی مګردځينولنډيوڅخه دلنډۍ عصراوزمان (نه دقيق تاريخ) چې په محيط او ماحول کې د خاصو پيښو او تغيراتو سره تړاو لري معلوميدای شي لکه :

د يار لپاره درمسال جــاړوکومه

يار مې هنــــدو زه مسلمــــان يم

په دی لنډۍ کې ټول تضادونه لکه قومي ، ژبني ، سمتي ، طبقاتي او حتّا مذهبي او ديني اختلافات په نظر کې ندي نيول شوی . دلته مينه قدسيت لري او صرفاً مينه . انسان او د هغه مينه ورته ارزښت لري او بس . مين (عاشق ) چې مسلمان هم دی د خپلې پاکې مينې په احترام او دهندوې معشوقې لپاره درمسال ( د هندوانو د عبادت ځای ) ته ځي او د هغې درضايت او خوښۍ لپاره درمسال پاکوي او ديدن ئې کوي . يا دا لنډۍ چې وائې :

ماته د کلي ماشـــــومان دوعا کــوينه

خدای به دې زولفې په لاس راکــړي

په دې لنډۍ کې شاعر ( مين ) د ځوانانو او لويانو نه مرسته نه غواړي ، دۍ د ماشومانو په دوعا ځکه خپل ځان ته تسليت ورکوي او د مطلب د ترلاسه کولو لپاره هيله من دی چې ماشومان ، بې ګناه او معصوم قشر د بشريت تشکيلوي ، د ماشومانو سره ديني ، مذهبي ، نژادي ، قومي ، ژبني او نور تبعيضونه وجود نلري ، دوی لا د توربور ، ظالم ، زبيښاک ، شيطانت ، غلا ، زنا او نورو ناوړو کلماتو سره نا آشنا دي . نو په دې اساس د شاعر لپاره د ماشومانو معصوم والۍ او بې ګناهي او ددوی دوعا د الله په دربار کې د منظوريدو تر ټولو ستره اُميدواري تشکيلوي او په دې باور دي چې د ماشومانو د دوعا په نتيجه کې به خدای پاک ، عاشق خپلې آرزو ته حتماً رسوي. لنډۍ په زياته اندازه د ښځو له خوا يا د هغوی په نماينګۍ د نارينه وو له خوا ويل شوي دي او اکثراً د ښځو او پيغلو جينکو له خوا د خوښيو په مراسمو کې د داريا د وهلو سره يوځای ويل کيږي چې د خوښۍ محفلونو ته نور هم رنګ او ښکلا ورکوي او کله کله خبره د لنډيو سوال او ځواب ته ورسيږي چې ټکۍ جنګي ورته وائې لکه :

ګولۍ يوه مرغــــــان ئې دوه ويشتلي ديـنه
ددې ټکۍ معنـــــــا(معنئ) مې راکـــــــړه
جلۍ يوه  ياران ئې  دوه  نيـــــــــولي  دينه
ددې  ټکــــــــــــۍ  معنـــــا دې  واخلــــــه
کور مې د سيند په غاړه دی له تندې مرمه
ددې مصـــــرې جــــــواب مــــې راکـــــه
څوک چې مين شي هميشـــه له تندې مرينه
ددی مصـــــری ځــــــــــــــواب دی دادی

همدارنګه لنډۍ د ځوانانو له خوا د شپې د سپوږمۍ په رڼاکې او يا د غنم لو ، شولو لو او د نورو کارونو په وخت کې په لوړ آواز ويل کيږي او خوند ترې اخلي . سازيان ئې د موسيقۍ سره يوځای د سروکو سره او يا د داستانونو په منځ کې او يا په ځانګړې توګه او کله کله هم د سندرې د شروع لپاره وائې ( د مقام په توګه ).ددی ټولو ښکلاوو سره سره چې لنډۍ ئې لري ، ځينې لنډۍ شته (محدود شمير ) چې زما په آند ، يو څه نيمګړې معلوميږي ، هغه داچې شاعر کله ناکله د لنډۍ د دوهم بند د سيلابونو د تکميل لپاره ( مينه ) د مين د تآنيس کلمه په ناسمه او غير ضروري توګه کاروي لکه :

چې د آشـنا د غــــــاړې هار شمــــه مينه
خاونــــده لــــــرې مــــې واده  کـــــړې
زما د غيـــږې جـــانان ټګ وخوت مينه
بيــــــا به په  چــــــا اعتبـــــــارنکـــــړم
مورته بانه کړمـــه چې بريښ کوي مينه
پښتۍ مې مـــــاتې شــــــــوی يارۍ کــې
يائې زما کړې يائې خـاورې کړې مينه
په چهل ګــــزيا نـــــو دې وه  خــــــدايه

په پورتنيو لنډيو کې ددوهم بند په پای کې د (مينه ) کلمې راوړل ناسم معلوميږي . د سيمې وتلي ، پياوړي او کم نظيره شاعر محترم اکادميسن سليمان لايق د لنډيو په اړوند څه ښه ويلي دي : ((لنډۍ شعر دی شعر هنر دی او هنر د ايډيولوژۍ يو شکل دی )) (( لنډۍ د پښتنو پرګنو د ادبياتو په تاريخ کې هغه ياغي شعر دی چې پرله پسې ئې حقيقت ستايلۍ دی او هيڅ کله د هيڅ راز حدودو او قيودو اطاعت نه کوي ، يواځې حقيقت ستائې ، عشق او مينه ستائې او د ټولو په سرکې ښځه ستائې او د هغې په باره کې د مسلط نارينه د زور زياتي او ستمګرۍ داستانونه رسوا کوي او له يوې پيړۍ نه ئې بلې پيړۍ ته ليږدوي .)) (د لنډيو هغه خالصه برخه چې خالصه عشقي عواطف بيانوي او د انسان د غريزې پر ډيرو ژورو جرړو تکيه لري ، تر نورو لنډيو زيات پايښت کوي او ښائې د انسان د هستۍ ترپايه لار ووهي . ) .

په دې ليکنه کې د لاندی منابعو څخه استفاده شوی ده:
پښتو لنډۍ کتاب ، چې د نيو کابل کتاب پلورنځي له خوا چاپ ته رسيدلۍ دی
د پښتو ګرامر ، مؤلف : ش . کابلۍ ـ پيښورۍ . او د هيواد ويبسايټ .

ليکنه په لاندنيو لنډيو سره پای ته رسوم :

حمـــــــاســـــي

چې د وطــــن په مينـــه ســـل ځله مړ شمه
خــــــاونده ســــل ځلـــــه ژونــد راکــــړې
چې مو شيـــــدې د پښتنــــې رودلي دينــــه
توری به نکــــــړو نــــو به څـــــه کـــــړو
د بابا ملک دی په ســــرو وينوئې ساتـــونه
تورې پــه خــــــرپ  وهۍ ځــــوانـــا نــــو
که بری نه وي ځـــوانان تل په تورو مرينه
تــــوری  وهــــــه بـــری  بــــه  مــــــومې
تاريخ به ســـتا په ننګ ناموس فخــــرکوينه
په وطــــــن ننـــګ  وکـــــړه  شهــــــيد شه
زه به خپل شال ستا په زيارت وغــــوړومه
ته په سنـــــګر کې ځــــــان شهيـــــد کـــړه
ترشـــا دی ناوې(پيغله) پښتنــــه ولاړه يمه
ته پــــه مــــخ  ځـــــه مه  ايســـــــــاريــږه
چې جنازه دی د آسمان پرښتې(ملکې) وړينه
ځــــان دوطــــن جنګ کې شهـــــيد کـــــړه
لکه د ښځــو به ټيـــــکرۍ در په سر کړمه
که نامــــردي دی جنـــــګ کــــې وکـــــړه
ښايستــــه ځلمي له مرګه څنـګ نکړي مينه
پر مــــورچل نيــــغ ورځــــــه ټيټ نشــــې
پښتنې نجـــــونې ئې په وينـــو ږدي خالونه
پښتـــون د جنـــــګ په  ډګـــــرمـــړشــــــو
د جنـــګ ميدان کې غليـــم لاره ورکـــوينه
چې د پښتــــــون د تــــوری شـــــرنګ شي
تر خــــپل سر تير دي بې ننــګي نه قبلوينه
د  پښتنــــــــــــو ځلمـــــــــي  زړه  ور دي
غزاله ځي پر خپل وطــــن سر ورکــــوينه
ځلمــــــي  ولاړ تــــــــــوری ترمـــــلا دي
چې پرهــــــارونه دی ګنډم خــوله درکومه
توکــــړی توکـــــړی پــــه وينــــــو رايشې
رايشه په ســــرو شونډو ئې زه در پاکــومه
پـــــه وينـــــــو رنګ تــــــــوره دی راوړه
زه (اوس) به دا خپله غاړه هسـکه ګرځومه
جـــانانه ښــــه شـــــوه چې ټپـــي شــــــوی
ځکه همــــزولو کې سـرلوړی ناستــــه يمه
اشنــــا مې جنــــــګ کې تـــــــوره وکــــړه
مورئې نارې کړې سره ډولۍ درامداد ځينه
رامــــداد ئې ســـــور پــــه وينــــــو راوړه
ورپسې ګــــــــوره لوی واړه ژړا کـــــوينه
رامــــــــداد پـښـتـــــون پـه پښتـــــــو لاړو

مينـــــــــه

زه دی له خــولې نه په خندا خوشحاله شـــــومه

چې خــــوله دی راکـــــړه په خنــــــدا شــــــوی

د چــــــا د وړاندی ستــــــــرګې نـــه در اړومـه

خاطــــر دی ډيـــــر رابـــانـــــدی ګــــــران دی

څوک چې خبـــــرې د جـــــانان راته کــــوينــه

تر قنــــــــد خــــــوږی رابانـــــــدی لګــــــــــي

دی سپينې خـــــولې ته دی پيــــــريانو ونيـــومه

تنـــکۍ  ځــــــــــوانۍ  دی  ليــــــونۍ  کــــــړم

ځـــــکه دی مور ته دودستـــــــه سلام کـــــومه

د  پتـــــــــــاسې په شــــــــان  خــــــــوه ږه  ئې

زړه چې ميـــــــن شي هميشــــــــه لمبې کــوينه

چــــــراغ چــــــې بل شـــي آخــــــر مــــــړشي

د زنې خــــــــاله نوکـــــــــري به دی کـــــــومه

خــــــــا لـــــونه  واړه  شنــــــــه  خا لـــــــــونه

که د جــــــــامو سره درياب تــــــــه ودانګمــــه

د  مينـــــــــې اور بـــــــه  مـــــې  مـــړ نشـــي

رايشه چې درکـــــړم د سورکو شونډ و سـرونه

د  محبــــــت  پــــــــه  رنـــــــځ  رنځـــــــــوره

خلک توتيــــــانو ته شـــــــکری ورکـــــــوينـــه

په خـــــــــوله کـــــې  ژبــــه  راتــــه راکـــــړه

د کفــــارت روژې بــــه دواړه ونيســـــــــــونه

په سپينــــــه خـــــوله کــــــــــړه روژه مــــــاته

موری را وکـــــړه اوس د صبـــــر تاويزونــــه

مــــــاته په بريتـــــــــو کـــــــې مـــــوسکۍ شو

خـــــــدايه سخي جلــــۍ ته ورکـــــــړی جنتونه

خــــــوله مې غوښتـــــــه ژبـــــه ئې راکـــــــړه

مينې د يار وعـــــده خلاف د جهــــــان کــــړمه

چې قســــــم وخــــــورم بيـــــــائې مات کـــــړم

درکړی خـــــــدای ده مينه زه درباندی کـــــړمه

تردی خيـــــــالي ځـــــــــوانۍ دی ځــــارشـــــم

يو خـــــــو ښه ايسې بل ئې پيـــغلې خوښــــوينه

پګــــــــړۍ  کــــــــــږه  تـــــــړه  جـــــا نـــا نه

په تش ديدن مـــې کلـــــه زړه طاقت کـــــــوينه

چې سپينـــــــه خـــــوله  ورســــــــره نــــه وي

شپه د جمعــــــې وه په ايمـــــــان وويريدمـــــه

چې دواړه لاســـــــه مې تـــرې تــــــاوکــــــړل

يا سپينه خــــــوله يا د بـوړي ټوپک غـــــــږونه

پـــــه  دنــيـــــــا  دوه  شيـــــــــه  مــــــــــزه کا

لکه ســــــورګل چې د سهــــار شمــــــال وهينه

خبـــــــرې کـــــړې شــــــونـډې دی ريـــــږدي

څوک به مين وي څوک به ورک له ملکــه وينه

دا نيمــــــــه  شپـــــــه ده  ټپــــــــې خــــــوند کا

چې هر سبا توروي ستــــــرګې ږدي خالـــــونه

دا نـــــــازولې  لـــــــــــــــورد چـــــــــــــــــا ده

د کليـــــــمې ســــــــره دی سمــــــــه يادومـــــه

زه  چـــــې  سهــــــارلـــه خــــــوبــه  پاســـــــم

خــــــولګۍ مې واخــــله په بانـه راغلــــــې يمه

له خــــــوبه ويښ شــــــه ځـــوانيمـــــــرګ شې

چې په سپين مخ مې اوښـکې ځي خوله درکومه

ســــــوال دی په کـــــوم زيارت قبــــــول شــــو

لکه د زرو ګـــــونګرو شـــــــور به دی کـــونه

دا  پخــــــــــوانۍ  مينـــــــــه  دی  نشتـــــــــــه

لکه ښـــــــامار به تاويـدی په ديــــــــوالـــــــونه

دا پخـــــــــوانـۍ مينـــــــه دی څــــــــه شــــــوه

په تا ميـــن زړګـــــۍ توبې نه قبــــــــــلوينــــــه

په  خــــــولـه  تــــــوبې تـــــــوبې  وبـــاســــــم

خلقــــــه زما په حـــــق کې پورته کړۍ لاسونه

د تــــــوبې شپـــــه ده  ســــــــــوال  قبــــــليږي

زه ورته ناست د زړه قطـــــــری پری پخـــومه

حســــــــــن دې  اور راتـــــــــــه  بليــــــــــږي

چې نه ئې دود شتــــــه نه ئې تاو چــاله ورځينه

خـــــــــدايه  پـــــــه  داسـې لمــــــبو وســـــــوم

زه دی ديدن تــــه پــــه سهـــار راغلـــــۍ يمـــه

مازديګــــرلمـــــــونځ دی قبــــــول مـه شـــــــه

سترګــــــو ليدلۍ جـــــــانان کلــه هـــيروينــــــه

کــــه زړه تـــــه ســــــل تسلـــــي ورکــــــــــړم

په ځــــــــان منمــــــه د ناکســــــــــو تهمتــــونه

جــــانانه  ســتـــــــا  خـــــــاطــــــر لــپــــــــاره

په ميــــنه مينـــــــه دې کاته مين دی کـــــړمـــه

مينــــــه  لــــه  مـيـنــې  پيــــــــدا کيـــــــــــږي

کلــــــــه راځــــــه کله به زه درځــــــــم مينــــه

مينـــــــه  په  تلــــــــو راتلـــــو زيـــاتيــــــــږي

زه مې خپــــــل يار په شــــــاهزاده نه بدلــــومه

کــــــه  ليــــونـــــۍ دی زمـــــــــــــا  يـــــاردی

په کتاب پروت ئې يادوی شينــــــکي خـــــالونه

طالبــــــــــه خــــــــدای کـــه خــــومـــــــلا شې

چې ګلابي مــــــخ دې په سترګــــــو ووينمـــــه

باد دې پلــــــــــو له  مخـــــــــــه  يــــوســــــــه

يائې رنګ زيړ وي يائې شــــونډې وچې وينـــه

زه په عـــــــاشـــــــق سـړي پــــــوهيـــــــــــږم

چې په سپين مخ مې اوښکې ځي خوله درکومه

ســـــوال دی په کـــــــوم زيارت قبــــــول شـــو

که شينکۍ خــــال مې د چړو په څوکــو ځينه

مَـيـنـــــــه  يـــــم  منــــــــــکـره  نـــــــه يـــــــم   

بيا مې د بنګــــــو پياله مـــــه بولـــــه مينه

که تـــه مې روغ ليــــــــــــــــــــونۍ نکـــــــړی

په دې دله مـــــالت کې زه په ګـــــوته شـــــومه

ستــــــــــرګې  بـه  هـــــــــرچـــــا  تــــــورولې

د ليـــــلا سری شونډی پيزوان خــــــوړلي دينه

زمـــــــا پــرې هسې نـــــــوم بدنـــــــام شـــــــو

زمائې خــــــــوښ دي دا شکيــــــدلي ګريوانونه

د ليــــــونو ســـــــره  خـــــــوشحـــــــال  يــــــم

د ناز ميــــــرمن دی سپور په شونډو ګرځــوينه

پيـــــــــزوانه  څـــــــومــــــره  بختــــــــور ئـې

د خپـــــل جانان ســـــره په لو خــــــوشحاله يمه

تخــــــت د شـــــــاهـــي مــــې پکار نـــــــه دی

ژبه مې پــريږده چـــې ګيــــلې درته کـــوينـــــه

خـــــوله دی پـــه خـــــــــوله کې راته کيـــــــده

بوی دی راځي ګل دی په ستـــــــرګو نه وينمـه

پر مــــــا دی ځــــــان د انځــــــــــر ګل کــــــړ

نصيب د چــــــا ئې اوبــــــه زه درخيـــــــژومه

پـــاس  پـــه  کمــــــــــــــــــره  ولاړه  ګلــــــــه

ما په خـــــورو زولفـــو واهه مــــرور شـــــونه

اشـــــنا  په  ټــــــوکـــــــو نه  پــــوهيــــــــــږي

له مانه غـــــواړي د سورکو شــــــونډو سرونه

زړه مې مـــــــاشـــــــوم شــــــو راتــــــه ژاړي

جانان مې مه رســــــــوا کوه مالــــــه راځينــــه

سپــــــوږمۍ ســــــلام بـه درتــــــــه وکــــــــړم

نور په عاجــــزو خلکو مه کـــــــوه ظلمــــــونه

د کبـــــــر جــــــــام بــــه دې نســـــکـور شـــي

چې دې خــــــــوړمه خبر کـــــــړۍ به دې ومه

د تـــــــورو غــــــــرو  لـــــــويه  ښـــــــامــاره

په هغـــــه ګل چې نازيـدې د بل چــــــا شونــــه

زړګيــــــه  صبــــــر وظيفـــــــــــه  کـــــــــړه

اور دې چې هرڅـــــه پټوم لـــــوګۍ دې ځينـــه

زمـــــــــا  د زړه  نــــا پـــــا يــــــه  غــمـــــــه

ما بـــــه دا خپــــــل نصيب وړيا ورکــــړي ونه

کـــــــه نـصيـبــــــــونـــه خــــــــرڅيـــــــــدلای

زه د هجـــــــران په تروږمــــــو کې ناسته يمه

ته بـــــه د کـــــــــوم وطــــــــــن څـــــــراغ ئې

ميـــــاشتې دې تيرې شوې کلــــونه دې شميرمه

د هنــــــــدوستـــــان پـــــه ميـــــــــرو  ورکــــه

زه د دنيــــــا نه ارمانجـــــــن راغلــــۍ يمــــــه

په تــــــــور لحــــــــد کې بـــــه نارې کــــــــړم

بنديخـــــــانه ده پکې شپـــــــې سبا کــــــــــومه

د  اشـنـــــــــا  مـيـنـــــــــه  زولانــــــــــــه  ده

د مـــــلا متو مرستې هيــــــڅ څــــوک نه کوينه

څـــــوک چې عـاشـــــــــق شي مـــــــلامت شي

يا ډير غــــــريب شي يا د يار له غمـــــــه ځينه

څــــوک په رضــــــا لــــــه ملکـــــه نه ځــــــي

ځای د راستــــــۍ دی چې منـــــــکر نشې مينـه

سبــــــا مـې ستـــــــــا پـــــه  تـــــــومت  وژني

بې پته يار که شـــــاهزاده وي ورک دې شينـــه

پـــــه پت کــــې تـــــور مســـــلــۍ ښــــــــه دی

سپينې سپوږمۍ ته ســـــلام کړه ســلام به کړمه

زمـــــا او ستـــــا ترمنـــــــځ شــــــو غـــــرونه

ګـــــــودر

چې کشره خور ئې بدرګه ورســره ځينه
په  ګــــــودر څـــه  ټکـــــــه  لــــويدلـې
په خنـــــــدا درشم په ژړا درنه راځمـــه
د مـــــازديګــــر ګــــــــودره وران شـې
په ګودر جوړ شي د منګيــــو قطـــارونه
چې مازديګـــــرشي زړه مې ښــــه شـي
ما ويل په تــورو اوبــــو اور ولګيــــدنه
په ګودرســــــورســــــالو ښــــکاره شـو
په تاکې کيــــــــږي د مینـــــو ديدنـــونـه
خـــــدای  دې آبــــــاد  لــــــره ګــــودره
ګودره ځکــه دې صفت هــــرځای کومه
هر مازديګـــــردې لــــوی اختـــــــردی

تشــــبــه

نه پرې پوهيــــــږم چې بورا که پتنګ شمه
مـــــخ دې ګلاب ستـــــــــرګې دې شمــــې
لکه نرګس چې شين ئې تارسپين ئې ګلـونه
صورت دې سپيـــــن کميـــس دې شين دی
څو آسمان ځمکې ته راځي قــيامت به وينه
جـــــانانـــــــه لاړې  آسمــــــاني شــــــوې
خزانه تا پــه باغ کې څـــــه موندلي دينــــه
چې بلبــــلان  پــــرې  خفـــــــه  کيــــــږي
زړه چې مين شي هميشـــــه لمبې کــــوينه
څــــــراغ چې بل شــــي آخـــــــر مـــړشي
کله غــــــوټۍ شي کلـــــه وسپـــــړي ګلونه
تر دا ســـــورکو شــــونډو دې ځــــــار شم
پکې پراته دي د خـــــــواږه جانان غمــونه
زړه  مــــــې د مينــــــې  خـــــزانــــــه  ده
لکه للمې غنـــــم چې غــــــواړي بارانــونه
زړه مې داستــــــا خبــــــــرې غـــــــواړي
لکه د ژمي دود چې تـــورکــــړي ديوالونه
زړه مې داستــــا خبـــــروتـــــــــورکــــــړ
دا دواړه څڼې منګـــــــري خوړل کـــــوينه
د سر ويښتــــــه دې ښــــــامـــــــــاران دي
زولفې چې مــــــاتې شي لا وسپــړي ګلونه
چې څـــــانګه ماته شـــــــي ګل وچ شـــــي
دا نـرۍ وروځې دی جنــــــډې ولاړې دينه
خـــال دې فقيـــــــر مــــــخ دې زيارت دی
خنــــــدا دی سين دی عالمــــــونه غرقوينه
خال خــــــو دی شين غــــــاړه دی سپينـــه
داسره شـــــونډان دی پټــــاکۍ اور لګوينه
خــــــوله دی ټــــوپک خنــــــدا دی ټک ده
نه ئې ويستۍ شــــم نه ئې درد زغملې شمه
د زړه په ســــــرمې اغـــــــزۍ مات شــــو
ګلاب شرميـــــــږي مخ په پاڼـــو پټـــــوينه
په  باغ  کې  مــــه  ګـــــــرځه  جـــــــانانه
لکـه يتيــــــم مې تر ســــــبا ژړلي دينــــــه
په نيمـــــه شپـــــه مې خـــــــوب ته راغلې
چې تاته تـــــور کشميــــالي ډير سلام کونه
په باغ کې ســــــرې غــــــوټۍ تــه وايـــــه

بيلتـــــــــون

خدايه په درکې به دې څـه کم شـــــوي ونه

اشنــــــــائې وای  جــــــدائې  مـــــــه  وای

ځکه هروخت ګـريوان شکــــيدلۍ ګرځومه

بيلتــــــون د خلــــــکو  د  خنـــــدا کــــــړم

لار کې پيــرې د بيلتــــــانه ولاړې دينــــه

خبـــــر مې  يـار تــــه  نــــه  رسيــــــــږي

په ژړا ژاړم په ســر خـــــاورې بادومـــــه

د  بـيـلــتـــــا نـه  ظالــــــــم  د لاســـــــــــه

د يار مې کـــــــډې په زيړي مازيګــرځينه

د  بـيـلــتـــــا نـه  ظالــــــــم  د لاســـــــــــه

پر مائې وکـــــړه نا اشنـــا اشنا ظلمــــــونه

دبيلتـــــــانه کـــــوردې رب وران کـــــړي

چې يو اشنــــــا د بل اشنـــــا نه بيـــــــلوينه

د هغــــــــه چا دې کـــــور خـــــــراب شي

چې ورانوې د عــــــاشقانو جوړکــــورونه

بيلتـــــــونه مـــــخ دې مـولا تـــــورکـــــړه

د مُلک بادشاه وم د زيارت ملنګ دې کړمه

بيلتــــــونه خوارشې زه دې خـــــــوار کړم

چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هيره شمه

بيلتــــــــونه غبـــــــرګ ځــامــن دې ومره

يار دې جــــــدا کړ نوردې څـــه پروا لرمه

بيلتـــــون ته وايه لاس دې خـــــــلاص دی

انجينرعبدالکبير«کاکړ»
۲۴ / ۱۲ / ۲۰۰۹

Top/به سر صفحه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved