دشین خالۍ ناول دچاپه راووت!!
دشين خالۍ ناول چې د هيواد دتکړه شاعــر او ليکوال ښاغلي سميــع الدين افغاني نوی اثر دی د چاپه راووت ٠د افغاني صيب پـــدې اثرد هيــواد وتــلی شاعــر ، ليکوال او ادبـــي څيړونکي ښـــاغلي شهــسوار ســــنګروال يـوه څيړنيزه ســــريزه ليکلې اوهمـدارنګه د «خپلې خبرې »تـــر ســرليک لاندې د افغـــاني صيب خپلې لنډې خـــبرې او پــه همدې ډول ښاغلي نجم الدين سعيدي «دشين خــــالۍ کيسه د انځــوريزې شاعــــرۍ يوه ژونــدۍ بيلـــګه» تر ســـرليک هم خپــــل نظر څــــرګند کړي دي٠ دا اثر په ښکلې د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې له خوا په ښکلې بڼه د چاپه راووت ٠ موږ افغاني صيب ته د هغه دنوی اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوي خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠
په درنښت
د حق دلارې کلتوري ټولنه
اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه

|