
درنو او قدرمنو هیو اد والو!
لوی اختر مو مبارک شه!
د لوی اختر د بختورو ورځو د رارسیدو له امله تاسی تـــه او د نـــړی مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وایم. ټولو ته څرګنده ده چې افغان، مسلمان ، ربړیدلی ملت او ولس په دی دریو لسیزو کې دهر ملت نه زیاته قرباني ورکړې او د پردیوددسیسو اوشومـــو پلا نونوښکار ګرځیدلی دی.
ګرانو هیوادوالو!
ددی سترو ،عبرت او الهام دورځو په برکت د لوی څښتن الله تعالی له درباره هیله کوو تر څوزمونږ په وطن کې سوله، آرامـی او خوښی راشی ترڅو پـــه خپل آزاد ، مستقل، آباد اوسوکاله افغانستان کې د خیر او سعادت په فضاء کې د نړی د نورو پرمخ تللو هیوادو په شان په آمن، رفا او ور ورولی کې ژوند وکړو. يوځل بیا تاسو معززو وطنوالو او ستاسو درنو کورنیو ته د خیر، فلاح ، ښه صحت او عافیت دعاء کوم. لوی اختر مو مبارک ، هره ورځ مو اختر اوشپه مو برات شه۰
آمین یا رب العالمین
سميع الدين افغانی

|