دنارنج ګل دوېب پاڼې دمطالبوخوندیز

ســــتر خـــادم دافــغــانســـتان و

ســـــــــــــــتر خــــــــــــادم دافــغــانســـــــــــــــــــتان و
دپښــــتوپه سپــــين جبــــين ځـــلانده ســتوری داسمان و
دافغـــــان دشينــكي باغ بلبـــل له هـرچا خــــوش الهان و
دســـــرود د مُلك بادشــــــاه وډېر كمـين اوقـــــــدردان و
هسي پټ و پــه ايــرو كـــې لـكه لعـــــل دبدخشـــــــان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

تـــرانې به یې دلـــــويې  پښــــتــــــونخــــــــواته را بللې
په خــوب تللــې ككــــرۍ بـه یې لـــه واره پــــاڅــــــولې
قافيــــلې به یې تـــــورتم كـې په رمـــزونوپــــوهـــــولې
ماتې هيلــــې یې پـه مـــــاتـــو كـــوګلـــو كـــې هڅـــولې
په ظاهـــرلكه ملنـګ وخــــو له ټــــولــــو ښـه څاروان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

په هيـــــكل دمـــوسيقي كې یې لاچي لــــونګ قطـــاردي
ټـول طـــــرزونه  اوراګــــونه یې په لــــوړهنراعيـاردي
له خـــــوږژبوشـــاعـرانوېې راټول ښــــكلى اشــــعاردي
واړه لعـــــل دي واړه دور واړه زمـــــــوږه افتــــخاردي
دپښــــــتودښـــــكلې ناوې په رنګـين رخسارپيـــــزوان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

ستا دسـترګــوبلا واخلــــم بيادستــــرګې ولې ســـرې دي
څه په خــــونداوســـــوزېې ويلې پكې نغښتې ولــولې دي
ويل را ووري ملغــــــــــلرې كه داوښــكوفــــــوارې دي
كله ګل كله غــــونچه شي په رخـســـاركــې دلمبــــې دي
هركلام دهرشــــاعـــــریې ادا كــــړی په ښـــه شــــان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

لـه هغـــې ورځـــې چې دامظلـــــوم نـــړۍ  ته و راغلی
دخــــوښي مــــخ یې يوځــلې په ژونــــدون نه وليــــدلـی
هــم دلــــــراوهـــــم دبــــرلــــه ويــره ډېــــرؤكــــړېدلی
دګـــــردون لــه بې رحميـــــــووترپـــــوزې رسیــــــدلی
خـوبيـــا هم  په عظـم ټيـــنګ اوســـترخادم  دافغانستان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

كله كله بـــه غمـــونـــــوپـسي واخيســـــت ميكــــــدي ته
نوریې څـــوك نه و پنــــاه به یې  وروړه رنداو پيـالې ته
دساقي ترڅنګ  خـــوشحال ونه ورته دشیــــخ كـوڅې ته
ويل اسمان یې راټيټ كړئ  په ځان مه ورځئ ګوښې ته
له رښتــينوســــــره مـل  لــه  ريا کارو ســــره  وران  و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

بل به هم بياكومه مور راوړى چې داسې خوش اوازوي؟
چې دده غــــوندې سنګين وي او دده په شان  پیشتازوي؟
چې همدومــــــره په سينه كې یې دمينې ســـوزاوسازوي
چې پــه خپــــل ولس ميــــــن اوپه هنـــــركې يكه تازوي
حمــــــاسې یې زېــــږولې ممــــــثل د پـــــاك وجــدان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

د ادم رباب خامــــوش شـــو درخـــونه راځــي بامـــــوته
پتنګان لمبـوايره كړل اوس به څــــوك راځــي ډېـــــووته
ســـــاقي لپــې لپــې ژاړي  ډكـــو ډكـــــو پيـــــــمانـــوته
په ماتــــم پسې مــــاتم دی نجـــات  وركــړې پښتــــنوته
دا په كـومه لـومــــه بند شــــوو دا دكــــوم  صياد پلان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

وخت به تیروي چې دخپلوستـــورو قـــدرپښـــــتانه كړي
بيا به څـــوك ورته  داښـــــكلي  نازولي راســـتانه كړي؟
خلګ وختل اسمـــــان ته  دوی خــــوبـونه لا درانه كړي
د تورتم په تـورزندان كې خپــــل ځــــانونه زولانه كړي
دافرياد اوافســـوس ډير پخــــوالا كړی خــــوشال خان و
درېغه درېغه مـرګي وېوړزموږ روح  وزمــــوږځــان و

خــدايه كله به پښـــتون دتمـدون په خــوا روان كــــــړې
چه دبل له نخروخلاص شي دا ويجاړكـوریې ودان كړې

بيایې شـــرنګ د تـــورې پورته ترډهلي اواصفهان كړې
غليمان یې
نیست نابوداوشــرمينده په ټـــــول جهان كړې

سرپاڼې ته /Top/به سر صفحه


Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved