فرانکفورت ته نژدې دجرمني دماين اشف دښارګوټي په مرکزي تالار( ماين تال هله ) کې د٢٠١٠ م کال دسپتامبرپه ١٩مه نيټه دميشتومهاجرينو دورځې په اړونديوه ادبي اوکلتوري غونډه وشوه چې په نوموړي غونډه کې د مـاين اشف په ښارګوټي کـــې د ميشتو بيلا بيلو نژادونو ليکوالانو ، شاعرانو او فرهنګيانو ته د نوموړي ښار د ښاروال له خوا بلنه ورکړ شوې وه .د هر هيواداستازوپه خپل وارسره دخپل پلرني هيواد دکلتورپه پيژندنه او معرفت کې برخه والو ته توضیحات ور کړل.همدارنګه نوموړې غونډې ته ښاغلي سميع الدين افغاني هم د يو افغان شاعر او ليکوال په توګه د ښاروال له خوا وربلل شوی وو ٠ په دی غونده کې دافغاني صيب شعری مجموعې، د افغاني سندرغاړو په خوږ آوازونو کې د هغه شعرونه،دبعضې اشعاروانګلیسي اوألماني ژباړنې، افغاني لباسونه اوکلتوري توکې په نمایش ایښودل شوي وو.ښاغلي افغاني دغونډې برخه والوته خپل يو څو شعرونه واورول چې البته په جرمنۍ ژبه ژباړل کيدل . همدا رنګه د ښاغلي افغاني يوڅوشعرونه چې دهيواد دخوږ ژبوسندرغاړوله خوا ويل شوي دي برخه والو ته دسينما په پرده هم وښودل شول چې له عمله يې د نوموړي ښارد ښاروال له خواښاغلي سميع الدين افغاني ته هغه تحفه او ډالۍ چې ورته برابره شوې وه د مراسموپه ترڅ کې ورکړل شوه. پورتنۍ غونډه چې د غرمې پر دوو بجو پيل شوې وه د مـــاښام په شپږو بجو پای ته ورسيده
تورتمــــونو کــــې مـــوشپې دي |
په وطــن مـوجـــــوړمـــــاتم دی |
چي ظلمـــونــوکـې موشــپې دي |
دا د کـــوم ظــالـــــم لـــه لاســـه |
 |
دوزخ لمبــــې تــــري خـــــیژي |
ګران وطـــن راته ســـوراورشو |
قیــامتــونــــوکې مــوشـــپې دي |
بل محشـــرته حاجــت نه شــــته |
چي ظلمـــونــوکـې موشــپې دي |
دا د کــــوم ظــالــــم لـــه لاســـه |
 |
ښـــکلي ښـــکلي خـــاطـرې دي |
د کابـــــل هــره کــــوڅــه مــــو |
ګـړنګــــونــو کې مـو شـــپې دي |
اوس یې وران اوویجــــاړګـورم |
چي ظلمـــونـــوکـې موشــپې دي |
دا د کـــــوم ظــالــــم لـــه لاســـه |
 |
څـوک بې پلاره څوک بې موره |
زوړ اوځــوان موشهیـــدان شول |
زیارتـــونو کې مـــو شــــپې دي |
دچا کــورجــــوړ قبرســــتان شو |
چي ظلمـــونــــوکې موشــپې دي |
دا د کـــــوم ظــالــــم لـــه لاســـه |
 |
څوک په کوزاوڅــــوک په بردي |
افغــــانان ټــــول تاراومـــارشول |
مــــاتمــونــوکـــې یې شـــپې دي |
په وطـــن کـــې چې اوســــــیږي |
چي ظلمـــونـــوکـې موشــپې دي |
دا د کـــــوم ظــالــــم لـــه لاســـه |
 |
د کافــــــــــــرو کاني وشــــــوې |
داســـــــــــلام پـه تــــــمه تـــــمه |
په چــــرتــونــو کې موشــپې دي |
هـیـــڅ تمـــــیزکـولای نه شــــــو |
چي ظلمـــونـــوکـې موشــپې دي |
دا د کـــوم ظــــالــــم لـــه لاســـه |
 |
مــوږپـه چیغــــو چـیغـــــو ژاړو |
دنیــــا ټـولــــه راتــه خــــانـــدي |
سیاســــتونو کــــې مو شـــپې دي |
څه سپــــین ســـــترګې دنیاګۍ ده |
چي ظلمـــونـــوکـې موشــپې دي |
دا د کــــوم ظـــالــــم لـــه لاســـه |
 |
که د خــــــــدای مهــــربانـــي وه |
افـغـــاني وطـــن به جـــــوړ شي |
امیـــــدونو کې مـــــو شـــپې دي |
د پـــردو لاس بـــه لنـــــــډیـــږي |
چي ظلمـــونـــوکـې موشــپې دي |
دا د کـــوم ظــــالــــم لـــه لاســـه |
چې سرمې جګ کړه زه په جیل کې ومه |
ما دوړې پــادشـــــــــاهــي خــوب لیــدو |
د افغــانــانــوپــه سرخیـــل کـې ومــــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینځ کې |
په خپــــل ولـــس باندې زهــــیر ومه زه |
خوب کــې دخپــــل وطن امــــیرومه زه |
پکې ښــــایســته ښـایســـته د بڼ ګلـــونه |
وه هـــرطـرف تـه ټول اباد کــــورونه |
زه د قــــومـــونو په هـرخــیل کې ومه |
ښه راشـــه درشـــه اواخــلاص مې لیدو |
د افغــانــانــوپــه سرخیـــل کـې ومــــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینځ کې |
د ولســــونـــــو اتــــحــــاد وه زمــــا |
وطــــن ښایســـته ښــــکلی ابــاد وه زما |
ښــه په ښــایستــه وادیـــوموړوه وطـــن |
د رنګینــــه باغونـــو جـــوړ وه وطن |
د بې وسي ژونـــدون په ســــیل کې ومه |
چې سرمې جګ کړه دنیــــا بل شـانې وه |
د افغــانــانــوپــه سـرخیـــل کـې ومـــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینـځ کې |
د نـا امیدژونــدون تدبــــیرته ناست وه |
څوک دخواږه خواخوږي ویرته ناست وه |
د نـاروا ښــکاري چـمــــــونـه وه بــد |
عجـب روزګارعجــیب خیالـــــونه وه بد |
دلامذهب ښــــکاري په ښـــکیل کې ومه |
ټول وه پـردي پـردي پردي ښـــــکاریدل |
د افغــانــانــوپــه سرخیـــل کـې ومــــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینـځ کې |
ډکــې وی د شهـــیدانـــو تـــــرې تپــې |
د جـوړ وطــن نه ادیـــری جـــوړې وې |
زړونه ویشــــــتلي پرې داغــونه وه ټول |
ورانې جادې وران تعمـــــیرونه وه ټـول |
د تدریجي مــــرګي په ټیــــل کــې ومــه |
د خــوږ ژونــــدون اخـرنی شیبــــې وې |
د افغــانــانــوپــه سرخیـــل کـې ومــــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینځ کې |
د مــــرګ او ژوبلــې اتفـــاق جــــوړ وه |
د ځــــان ځــانیــو نه نفـاق جــــوړ وه |
د کــــور او کلـــي مســـافـــر هرطــرف |
خلک وه خــــواره او مهاجــــرهرطرف |
د مرګني طـوفــــان پــه ټیــــل کې ومه |
خــوږ افغــاني وطن مـــو وران کـړخپله |
د افغــانــانــوپــه سرخیـــل کـې ومــــــه |
زه دجــیلونـــو اوکــمپـــونــو مینځ کې |