مونږخپل پور،اودوۍ نورغواړي؟
« دامریکایي دایمي اډو په باره کې د نظر ټکي »
داکترسیدشیراقا«حرکت»
 |
جان کنیدې ، د امریکي هوښیاراو دموکرات جمهور رئیس په خپل وخت کې ویلې وو ، که کارل مارکس نور هیڅ نه وې لیکلي او همدا یو شعار چې « دنړۍ کارګرانو سره یو شۍ »یي لیکلې وې ،کفایت یي کاوه چې سرمایداري نظام ړنګ شي .حتا د کنیدې غوندې یو شخص د شوروي اتحاد ،کمونیزم ، نړیوال سوسیالیستي نظام ،نړیوال کار ګري او ملي ازادي بخښونکي غورځنګونه خو لا په ځای پرېږده ،ددغه کوچنۍ جملې څخه دومره په ویره او ډار کې وو . امریکي ددې خبرې خیال او تصور هم نه شو کولې هغه نظام چې دژوند په مختلفو ساحو کې یي ورځ په ورځ نوي بریالیتوبونه تر لاسه کول ، یوه ورځ ، او هغه هم دافغان با شهامته اولس د فداکارۍ له برکته داسې خوار او ذلیل وویني ؛ هغوۍ هیڅکله ددې خبرې تصور هم نه شو کولې چې کله به هم ګوندې سړه جګړه په داسې اسانۍ وګټلې شي او هر کال یي د کمونیزم پر ضد او د دریم نړیوال جنګ د تیاري په په لار کې په بلیو نونو ډالر مصرفول ؛هغوۍ تل دا خوبونه لیدل ، نن دې او که سبا کارګري غورځنګ به د دوۍ لاس او پښې تړي او د تل لپاره دتاریخ کندې ته سپاري ؛هیڅ قوم او اولس ، چې دوۍ یي په عزت ، شرف ،ناموس ،مال ،دولت او ټولو نورو ارزشونوباندې چور ،چپاول ، لوټماري او غارت جوړ کړې وو ، کله هم له یاده نه شو ایستلې او هر یوه دخپل فرصت لار ې څارلي او دوۍ به یي په خوب کې بوګنول ؛ دا ددوۍ په خیال کې هم نه شوه راتلای چې دوۍ به کله هم یکه تاز دمیدان او دفلک څرخ به د دوۍ په محور څرخي او دوۍ به یو ځل بیا پخوانۍ نادودې دنړۍ په اولسونو دسوپر او ګلوبال ګلوبالیزم نظام په کچه له سره پیل کوي ؛. . . ځکه امپریالیزم په هر رنګ او لباس کې چې وو په تاریخي لحاظ مردوده او تاریخ ځپلې پدیده اوباید خپل ځای یي ټولنیز عادل منصف نظام ته پرییښې واې .
هو ! د دوۍ، ټول دغه تشویشونه او ناشوني خیالات ،ارزوګانې او تصورات د افغان غیور اولس په ځاني ،مالي اود ټول هست وبود په قربانولو سره شوني او ممکن وګرځېدل .
کله چې پخواني شوروي اتحاد د افغانستان په حریم خاینانه یرغل وکړ ،په ابتداکې امریکې،حتا د معمولي دیپلوماتیکي اعتراض څخه هم ډډه وکړه او په شف شف سره یي هڅه کوله حقایق ، نه پوهیږم چې پټ وساتي او که افاده کړي . خو کله چې دکابل ښاریان د حوت په دریمه بربنډ ټټرونه دشوروي ټانکونو دمرمیو ته مخامخ ودرېدل ،کله چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې دشوروي عسکرو په داغ سنګرونو ،افغانان د پتنګانو په څیر وروختل ، کله چې د شوروي عسکرو د جنازو قطارونو شوروي پولي یو په بل پسې قطع کولې ، کله چې شوروي نظام په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره دافغانانو له خوا له ماتې سره مخامخ شول ، . . . او داهر څه چې امریکایانو د شورویانو له ویرې د تورو عینکو تر شا څارل ، نو هله له سوړو څخه راووتل او بیا هم د همدغه شورویانو له ویرې یي د غل غدو په څیر پټ او پنا غلچکۍ تش په نامه مرستې دبل چا تر شا پیل کړې ، او هغه وخت چې سنګرونه لکه بلا تشبیه ددوزخ دکاڼو غوندې سره شول ،افغانان د دوۍ لپاره سرمشق د مباهاتو جوړ شول او فخر یي پرې کاوه . خو کله چې شورویان پر شا او څوړ غوږونه او مات ګوډ په خپله پوله تیرېدل ،کمونیزم مات شو ،نړیوال سوسیالیستي نظام ړنګ شو ،نړیوال کارګري او ملي ازادي بخښونکي غورځنګونه بې سرنوشته او تالا تر غۍ پاتې شول ،شرقي اروپایي ، منځني اسیایي او شمالي جمهوریتونه د شوروي له اسارت څخه ازاد او د وارسا تړون ړنګ شو . نو هغه وخت دوۍ ډاده زړونه په ډیره عجله د کور په لور شول، او نور یي نه غوښتل چې په اصطلاح د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي ! ددې په عوض چې په دې وخت کې د ناتو تړون هم ړنګ شوې او خپلې امپریالیستي ستراتيژۍ ته یي خیرخواهانه د بشري خیر ښېګڼو په لور تغیر ورکړي وې او له خپل خدای څخه په شکر ګذارۍسره چې دافغانانو له برکته په ټولو ارمانونو برلاسي شول . د خدایي عدالت او انصاف په مثل انساني عدل او انصاف دیوه عادل حاکم په حیث تبلیغ ،ترویج او په ټوله نړۍکې یي د ټول بشریت لپاره سراسري عام قانون وګرځوي . برخلاف دوۍ خپله زړه ستراتېژۍ له دفاعي موقف څخه په تعرضي واړوله اوپه تعرضي سوق الجیشونو کې یي ځای په ځای ،ناتو یي لمن یي په هر لوري حتاالا مکان نوره هم وغز وله او خپلو نوي اوزړو ناتو یي انډیوالانو ته یي له څیلمه په کمپیوټري ذروي وسلو تر غاښونو پورې د سنبالیدو امرونه صادرکړل . د نیویارک دتجارتي مر کز دحادثې په برابرولو سره یي د تروریزم او القاعدې پر ضد د نړۍ د تباهۍ نوې تعرضي ستراتيژي غوره او یو ځل بیا په اصطلاح د افغانانو په غم غمجن شول ، او که حق وویل شي د افغانستان بالا حصار او دپامیر لوړو څوکو ته رسېدل چې یي پخواني ارمان او له بلې خوا دا ډیره ښه موقع وه چې د خپلو ټولو کړو ګناهونو په تهمت او ګناه افغانان او په خاصه توګه پښتانه ونیسي ،ځکه چې د پښتنو سره په دغه منطقه کې انګریزانوزړې دښمنۍ لرلې او یواځينې سرسخت رقیب اوغلیم یي ګڼل کیده .خو په حقیقت کې د دوۍ غیر انساني او ناروا کر کیلې، کرکڼو او مارکونډیو ، په خپلو ملکونوکې تېغ وهلې وو او په خپله خاوره کې یي ځمکه د پښو لاندې سره تبۍ جوړه شوې وه ، خپلو خلکو یي د کړو ګناهونو په ګناه دوۍمحاکمه کول غوښتل او دوۍ له خپلو خلکو څخه په تیښته په غلچکي ډول د۲۰۰۱ م کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نیټه ،چې همدا ګړۍ د پاکستان په منځګړيتوب د طالبانو سره ،چې د همدوی په کومک یي ۹۵ ٪ خاوره په لاس کې وه ،په ژوره سیاله معامله کې ښکیل وو او مقابل لوري چې ځان لپاره یي د تاجکستان په کولاب کې خیالي پاچاهي جوړه کړې وه په پټ جوړ جاړي ،معامله او تباني سره په توره شپه د افغانستان د مرکزي ،شرقي ،جنوب شرقي ،جنوبي او جنوب غربي سیمو په مشهورو او دخلکو دګڼې ګوڼي څخه دډکو ښارونو لکه کابل ،جلال اباد ،قندهار ، پکتیا او نورو شاوخوا ، اکثره پښتون میشتو سیمو باندې د کروز راکټونو اوB 52 څخه د ۲۰۰۰ کیلو ګرامه بمونو بمباري وشوه ، ډیرې سیمي ورانې ویجاړې او ډیر بې ګناه انسانان ،ښځې ،کوچنیان ،زاړه او ځوانان په کې مړه شول . برهان الدین رباني ،عبدالله عبدالله ،محمد قسیم هفیم او دشمالي ټلوالې نورو مسئولینو چې ځانونه یي له پورته څخه تر ښکته پورې بالاستحقاق د ټول ملک مسئول متصدیان هم ګڼل ، د ساتالایت تلفونونواو ټو لو ډلئیزو رسنیو له لارې یي یو په بل پسې په نوبت او بې نوبته ځانونه معرفي کول او دخپلو متولیانو څخه یي په مهیلانه عذر و زارۍ سره غوښتل چې ددغه سیمې ټول ښارونه ، کلي او بانډې له یوې مخې داسې بمبارد کړي چې انسان خو لا څه چې حیوان هم په کې ژوندې پاتې نه شي او دغه« بېچاره ګان » د تل لپاره د هغوۍ له « ستم » څخه وژغورل شي . حال داچې په تیرو وختونو کې دقاطع اکثریت په حیث پښتنو تل د خپل اکثریت له تناسب څخه پورته مسئولیتونه په خپله غاړه اخیستي ، خو دامتیازاتو او د نعماتو د تقسیم په وخت کې دډېرې شکسته نفسۍپه موقف کې پاتې شویدي . په تیرو کابينو کې که قومي جوړښت او تناسب ته نظر واچول شي ، سره ددې چې پښتانه په مجموع کې د نفوسو قاطع اکثری جوړوي ،هيڅکله پښتنو وزیرانو په کابینه کې اکثریت نه جوړاوه .
د اکتوبر د میاشټې په ۱۲ نیټه امریکایي الوتکو په کابل،قندهار،جلال اباد ،پکتیا،هرات او نورو مناطقو باندې راکټي او هوایي حملې وکړې . د اکتوبر په ۲۰ نیټه امریکایانو او انګریزانو د طالبانو د جبهې په لمړیو خطونو هوایي بریدونه وکړل اوډیر تاوانونه یي واړول . داکتوبر په ۲۲ نیټه ولدیمیر پوتین ،امام علي رحمانوف او برهان الدین رباني د تاجیکستان په پلازمېنه ، دوشنبه کي ملاقات وکړ . پوتین وویل ،چې په افغانستان کې راتلونکې حکومت باید درباني په شاوخوا جوړ شي ( او دا ځکه چې د ۱۹۹۱م کال د نوومبر په ۱۱ نیټه ،کله چې رباني د مجاهدینو په مشرۍ مسکو ته تللې وو ، ددې په عوض چې د مجاهدینو او افغان اولس د حقه حقوقو نماینده ګي او ملاتړ وکړي ،برخلاف د روسانو د ناروا یرغل په دفاع کې درېدلي وو) دا عجیبه خبره ده ،کله چې امریکا او روسیه سره نه پخلاکیدونکي دښمنان هم وو د رباني او دغه ډول کسانو څخه یي ل ملا تړ کاوه او نن هم ددغه تیپ کسانو څخه کلک ملاتړ او دفاع کوي . دایران دولت دا خبره تائید کړې وه او پرویز مشرف دپاکستان نظامې مشر زیاته کړې وه چې میانه روه طالبان دې هم په کې شریک کړل شي . د امریکایي قواوو په دغه عملیاتو کې په زرګونوبې ګناه انسانان چې قاطع اکثریت یي پښتانه وو ، مړه اود همدغه قواوواو امریکایي نماینده ګانو په حضور کې ،هغه طالبان چې مزار شریف ته د سولې د خبرو لپاره تللي وو اوهغه کسان چې وروسته یي ځانونه شمالي ټلوالې ته په کندوز کې ته تسلیم کړي وو ، دملا محمد عمر په قول ۸۰۰۰ کسان یي دشمالي ټلوالې له خوا ووژل شول . دا مریکا عملیات دومره سریع او برق آسا وو ، د طالبانو لښکرو چې نژدې ټول افغانستان یي نیولې وو او هیچا یي د شکست تصور هم نه شو کولې ،په کمترین فرصت کې تري تم او یا دافغانستان له سرحدونو څخه ووتل .
امــــریکایان له همغه لومړۍ ورځې څخه ،افغانستان ته د خپل دایمي حضور په خاطر راغلي وو ، له همغه لومړۍ ورځې څخه د دایمي اډو د ځایونو د انتخاب په لټه کې وو او له همغه ورځې څخه یي ددې کار لپاره لازم او کافي شرایط برابر کړي دي او نن چې یي نیغ په نیغه په یوجانبه ډول د دایمي اډو غوښتنه کوله ، یواځې داصیلو افغانانو د قاطع دریز او عکس العملونو په وجه یي،دټال چال په توګه بل ضرب الااجل ته دا ناوړه پېښه ځنډولې ده .
د پښتو متل دې چې : « خېښي په خوښۍ او سودا په رضا » ، ما ځکه دا پېښه ناوړه وبلله چې امریکایا ن څه په ښه نیت زمونږ په کورنه دي راننوتي او نه یي په دې تېرو لسو کلونو کې څه د منلو وړکومه چاره هم سرته نه ده رسولې ، او نه یي حتا د نمونې په توګه یوه ماته ګوډه سمه کړې او نه یي په کلي کور کې چاته آبرو ، پت ،عزت او حتا مال په امن او بې غرضه پرییښې دې . امریکا له افغانانو او بلکه له هیچا سره په خوښۍ د خېښۍ کومه سابقه نه لري او په خاصه توګه مونږ خو یي هیڅکله نه خېښان وو او نه به شو ،اودا ځکه چې امریکي د افغانانو د دوستۍ سره هېڅ وخت علاقه نه ده سا تلې او نه افغانستان او امریکاپرته له سیاسي ملحوظاتو دراشه درشې او دمشترکې خواخوږۍ له مخې د کومې سوداسابقه لري . د امریکي قدیمي دوست جنرال حمید ګل لیکي «د امریکې په قاموس کې د دایمي دوستۍ په نامه څه نه شته . د امریکي سیاست په خپل مصلحت ولاړ دى » . امریکا او نور نړیوال « ترقي پسنده » او « متمدنه » هیوادونه مدعي دي چې ګوندې افغانستان ته د یوه دموکراتیک نظام دجوړولو ،دایمي سولې او امنیت دتأمین ،د دولتي او حکومتي مؤسسو او ارګانونو د تأسیسولو ، بیا ابادونې ، دموکراسۍ ،د بشر دحقوقود رواجولو او ډیرونوروبشر دوستانه او خیرخواهانه کارونو د سرته رسولو په خاطر راغلي دي ،خو له نیکه یا بده مرغه د دوۍ واقعي نیتونه او پټې خبرې مخکې له مخکې هغه وخت بربنډې شوې ، کله چې د کروز راکټونو او۵۲ــ B الوتکو قطارونه چې له دوۍ څخه را دمخه شوي وو او دافغانستان د پولې په پرېکولو سره يي په پټو سترګو سمه اوغر یو شان رحمانه بمبارۍکاوه . دوۍ لکه دبې عمله ملایانو ، وایي یوڅه او کوي بل څه . دوۍ خپل دغه بېګانه پرسته افغان ګوډاګیان په هر بد نوم چې د بې همتۍ ،د بشر د حقوقو ناقض ، جنګي جاني ، وطنفروشۍ ،فساد ،قاچاقبر ،رشوت ،او بل هر ټیټ نوم چې ددغه ډول القابو په قاموس کې پیداکیږي نوموي ، خو په افغانستان کې ټولې چارې ، پرته له دوۍ په بل چاسرته هم نه رسوي . دوۍ که هره ګناه او بېشرمه کار هم کوي ، اول خو یي څوک له خپل مقام څخه نه شي لیرې کولې او که بیا هم د کوم کوچني خطر احتمال ورته پیداکیږي ، خارجي متولي نیغ په نیغه میدان ته راووځې او وایي ،معاش زه ورکوم ، زما همداسې کس په کار دې او که بیا هم خبره تر پارلمانه ورسیده ، نوکرزي صاحب خو کم سر پرست وزیران او مشاورین نه دي مقررکړي ، د ډاکټر رنګین داد فر سپانتا او یا د ښارجوړولو پخواني وزیر پښتون صاحب چې وزارت یي له منځه ولاړ ،دې اوس هم وزیر او بلکه نن د ټول افغانستان د ښارونو ،کلیو بانډو او حتا د شړو دښتو او بې صاحبه ځمکو عمومي وزیر ګڼل کیږي . زمونږ پوښتنه د خپلو خارجي « دوستانو » څخه داده چې په کوم ملک کې دداسي کسانو په واسطه دیوه هیواد بیا ابادونه سرته رسېدلې ؟ یا داسې کسان د دموکراسۍ ،سولې او امنیت دتأمین عامل ګرځېدلي شي؟ که داډول کسان په وطن کې نظام جوړ او حقوق او قوانین پلي کړي اول باید په خپلو لاسونو او پښو کې اتکړۍ او زولنې واچوي او که دوۍ پخپله دا کار ونه کړي ، بل یي باید وکړي .
اکثریت په دموکراسۍکې عمده اصل کڼل کیږي .د۲۰۰۱ م کال داکتوبر په ۷ نیټه کله چې امریکایانو په افغانستان خاینانه حمله وکړه ، له لومړۍ ورځې څخه خبره معلومه او هغه د امریکي د ګټو په خاطر ، په افغانستان کې دامريکایي قواوو حضور تأمینول او ټینګول وو ، نو د تورې تېره مخ باید د پښتنو، چې په ملک کې اکثریت جوړو ي، په خوا وي او تر دا نن ورځ پورې همدغه وضعه دوام لري .افغانستان يواځېنې هیواد نه دې چې د پښتنو داکثریت په څنګ کې د نورو ورونو قومونو اقلیتونه هم موجود دي . د اکثریت او اقلیتونو مسئله په نړۍ کې څرنګه چې د ټولو هیوادونو په کچه ،عمومیت لري ،نو د ټولو قومونو د سولئیز ګډ ژوند په خاطر بین المللي او ملي منل شوي قوانین وجود لري چې دملګرو ملتونو په منشورونو کې تسجیل دي . په دې معنا چې د ورونو قومونو تر منځ حقوق د قومونو د فیصدي په تناسب او د ټولو افرادو تر منځ د ټولو حقوق مساوي ګڼل شوي دي . زه نه پوهیږم ، ددې په عوض چې زمونږ بهرني « دوستان » ددغه قوانینو دعملي کولو په خاطر جدي پاملرنه وکړي ،برخلاف پخپله ددغه حقوقو او قوانینو ماتوونکي او ناقضین ګڼل کیږي .د ټولو قوانینو ،اصولو ،نورماتیفونو او منل شوو ارزشونو په خلاف ،غواړي په افغانستان کي خپل حاکمیت ټینګ او په یوطرفه ډول بلا قیدوشرطه دخپلو ګټو په خاطر د خپلې خوښې نظام جوړ کړي .
د بن په کنفرانس کې دغه خبره پوره رښتینولۍ ته ورسیده او د ټول افغان اولس په نمایندګۍ ، دوۍ د پنجشیر د شریفو خلکو د نماینده په حیث یواځې څو کسه فراریان ، دقبرس بې نومه ډلګۍ او دپخواني پادشاه محمد ظاهر شاه نمایندګان چې په دغه وخت کې د هیڅ ډول ټولنیز اوسیاسي هویت ، شخصیت او موقف څخه برخورداره نه وو ، راټول او په داسې مغلقه او ډیره کړکېچنه وضعه کې یي دافغانستان د نوي دولت ،حکومت ،قضاء او نور وټولو اداري واحدونو، مؤسساتو مسئولیتونه هغوۍ ته وسپارل.
د ۲۰۰۱ م کال دنوومبر په ۱۴ برهان الدین رباني د جمهور رئیس ،عبد الله عبد الله د باندنیو چارو وزیر ، محمد یونس قانوني د کورنیو چارو وزیر ، محمد قسیم فهیم د دفاع وزیر او ډیر نور لوړ پوړو چارواکو له یوې اولسوالۍ او بلکه له یوه کوچني محل څخه د دولت په خورا لوړو او اوچتو مقامونو کي خپل ځانونه مقرراعلان کړل . سره ددې چې لسګونه زره پښتانه په تړلو کاتینرونو کې تیرباران ، ساه خپه او بې رحمانه ووژل شول اوسره ددې چې پښتانه د ټول نفوس قاطع اکثریت جوړوي ،له هر ډول حقوقو څخه محروم وساتل شول . دا ډول چارې د دموکراسۍ سره هيڅ سمون نه لري او په داسې شرایطو کې نه امنیت ، نه دموکراسي ،نه عدالت او نه نظام پایداره پاتې کیدلې شي . دا ډول روشونه د نظام د جوړېدوپه مفهوم نه ، بلکه نظام ړنګوي او هر مغرض په خپلو ټولو ناروا ګټو په اسانۍ خېټه اچولې شي .
کاري وړتیا او تجربه ،پوهه ،تحصیل،تخصص ،تقوا،وطنپرستي او فداکاري هغه اوصاف او خصوصیات دي چې ځیني د کلونو او ځیني نور د قرنونو او تاریخي دورو په اوږدو کې د یوي ټولني او اولس په مورال ، کلتور، اخلاقواو نوروارزشونو ، دود او دستور بد لیږي اوهمدغه ارزشونه په حقیقت کې د همغه اولس تاریخ جوړوي اود ټولنې هر با احساسه انسان دخپل ضمیر او وجدان له لارې د همدغه ارزشونو اوخپل تاریخ سره تړلې اویواځې د همدغه ارزشونود ارزشي طاقت په مټ یو اولس پایي او ژوندۍ پاتې کېدلې شي . له کومې ورځې څخه چې زمونږ امریکایي او اروپایي « دوستان » بې پاسپورته زمونږ هیواد ته راننوتي دي ،ددغه ارزشونو سره جوړ نه راځي او له بیخه یي ړنګول غواړي .
زمونږ بهرني « دوستانو » په افغانستان کې د خپلو چارو د سمون او پرمختګ په خاطر له خپلو ملکونو څخه هغه افغانان چې د مهاجرت او یا د پخواني تحصیل له دورو څخه یي خپله وفاداري هغوۍ ته ثابته کړې اوسي ، د هغوۍ لپاره د اعتبار او اعتماد وړ ګڼل کیږي او یواځې په دغه اوصافو سره کسان ، په اوسنیو شرایطو کې ،د یوو کار د شا یسته ګۍ لازمي او کافي نورمونه پوره کولې اود دغه چاڼ د سختګیره شرایطو څخه تېرېدلې شي. ددوۍ د روزنې پروګرام هم له درې هفتو او درې میاشتوزیات وخت نه نیسي ، چې لکه دجورسه فصل کرل او رېبل یي همزمان وي . د دوۍ اوسنې په کار ولاړ ټیم باید په اصطلاح انترناسیونالستان او یوډول په راز او رمز پوه خلک وي . وطن ، سیالي او شریکي ، ترېخې ، توربورولي او تربګني ، قهر غصه ، خپل ، دوست او دښمن باید ونه لري او ونه پېژني . یواځې پېسي و پېژني او په مړه وجدان یي دهر کس او نا کس له لمنې څخه راټولي کړي .زمونږ « دوستان » دا هرڅه ویني او دشاباسې په دودپه شا ډب ورکوي . همدا سبب دې چې د فساد ،اختلاس،رشوت ،قاچاق ، غلا ، چور ،چپاول ،کُشت وخون او نورو دې ډول کارونو کې له هرچا دمخه دي . دا خبرې ټول نړیوال کوي او زمونږ « دوستان » چې ددغه چارو مستقیم مسئولیت په غاړه لري هم که په ظاهر له دغه کارونو څخه سر ټکوي ،خو په واقعیت کې ، که دوۍ ورسره شریک نه اوسي ، که دزمري زړه هم چاته ورکړې ددې کار جرئت به ونه کړي . د دوۍ په خپلو ملکونو کې دیو« سنت » باقيدارۍ د تحصیل لپاره ، پنځه ډالر مصرفوي ، خو په هیڅ صورت یي چاته نه پریږدي . دوۍ خپل دغه وفاداره خدمت ګذاران په هیڅ صورت له لاسه نه ورکوي او دخپلو ګټو په خاطر ترې بې قییدو شرطه په پتو سترګو دفاع کوي .
لنډه داچې ، نه دغه نابکاره ډلګۍ او نه زمونږ خارجي « دوستانو » دستاینې وړدي ،چې څوک دې پرې ونازیږي او خپلې خولۍ ګانې پورته پورته وغورځوي . دوۍ دواړه خواوې له خپلو کړو شرمنده او چاته د سترګو د پورته کولو جرئت نه لري او آن تر دې حده رسیدلي چې یو بل سره ملامته او یو په بل باندې سره تورونه ولګوي . زه نه پوهیږم چې دا ځيني خدایي خدمتګاران د دوۍ د برئت لپاره دلایل له کومه ځایه راپیدا کوي ؟
ضرورت نه شته ،څوک په پټو سترګو او وازه خوله ددغه ناوړه وضعې او ناوړه شرایطو د ملاتړ په خاطر چیغي ووهي او خپل کومي وشلوي .زمونږ داخلي او خاریجي « دوستانو » تراوسه پورې د وضعې په خرابولو او خپلو خیانتونو کې هیڅکله لاس نه دې نیولې او کمې یي نه دې کړې ، ښه به داوي د افغانستان او جهان نننۍ وضعه په دقت سره و ارزول شي . وروسته له دې هره ګړۍ تأخیر به، ددغه وضعې د خرابېدو ابعاد د هندسي تصاعد په تناسب نور هم ترینګلي او له تحمل څخه وباسي . دا به حماقت وي ،که پس له دي هم څوک د وضعې د خرابېدو او ددې نړۍ د تباهۍ مسئولیت په غاړه اخلي !
نن چې ټولو نړیوالو د امریکایانو سره یوځای ، چې یو تر بله د شرم او رقابت مسئله هم تر منځ موجوده ده، دا وضعه تر دې حده ورسوله ، نود امریکایانو به په یواځې ځان څه له لاسه پوره شي ؟ او هغه هم ،کله چې د دایمي اډو په جوړید و سره امریکایان یکه تاز د میدان او درقیب څخه د سرګو د سوي او شرم مسئله هم په منځ کې نه اوسي . نو زه ټولو اصیلو افغانانو او حتا ددغه نابکاره ډلې لپاره د امریکي ددایمي اډو په جوړولو کي دخوښۍ کوم دلیل نه وینم ! هغه قوانین چې ملګرو ملتونو د بین المللي ذات البیني سولئیزو مناسباتو او معاملو په خاطر تصویب کړي ، مونږ د سر په سترګو او زړه په صدق سره منو او دهغې مطابق هر لرې او نژدي هیوادونو سره سیالې معاملې ته حاضر یو . زور زیاتې ، غیر عادلانه ، استثماري او استعماري معاملو او سود سودامناسباتو له دود او دستور څخه ووځي .
افغان له بل افغان سره د داخلي وطني او اولسي مسایلو په جوړ جاړي کې جوړ راتلای شي او که نن نه سبامجبور دې خپلو داخلي ذات البیني منل شوو قوانینو او اصولو ته غاړه کښیږدي . خدای دې مونږ د هغه کم اصلو له شر څخه خلاص کړي چې نه یي مورمعلومه وي او نه پلار .نن چې افغانان په شعوري،علمي او اقتصادي لحاظ وروسته پاتې دي ، ملامته همدغه د بهرنیانو ستر قدرتونه وو ، چې تل یي په مونږ جنګونه تحمیل کړي او یوه ګړۍ یي کار ،زیار او دوطن ابادولو ته نه یو پرېیښي ، او زمونږ روشنفکر ان چې تر نن ورځې پورې د صنفي او قشري تشکل څخه عاجزاو لکه نن چې د حوادثو په ټېل ناټېل کې دناوړه استفاده جو مرتجع رول لوبوي ،تل یي په تاریخ کې دغه ډول رول لوبولې او تل یي عظیمه اولسي کتله په غفلت او په شعوري ذهني کدورت او تور تم کې ساتلې . معنا داچې مونږ بېکاره یو او خپل دېن او رسالت مونه دې اداکړې . که غواړو او که نه ، که دا کار سخت دې او که اسان ،باید سرته یي ورسوو او ځانونه د سیالانو سیال کړو . خدای دې مونږ او تاسو ته همت او برکت راکړي .پریږده چې نړیوال ،افغانانو ته داحسن پاداش څخه د همیش لپاره منکر پاتې شي ! که مونږ سیال اوسو ،همېشه خپل حق غوښتلې او لاس ته راوړلې شو
سرپاڼې ته /Top/به سر صفحه |