د پښتو تكړه او خوږ ژبې سندرغاړې نازيه اقبال او خاوند يې جاويد فضا په ګډه له سندرو ويلو لاس واخيست .نازیه اقبال او د دې خاوند جاوېد فضا، چې په یوه بهرني هېواد کې یې د میوزیک په پروګرام کې خبرې کولې دواړو په یوځای د سندرو د نه ويلو پرېكړه وكړه .نازیه اقبال، چې سپین پړونی یې پرسر و وویل، دې له دې وروسته کلک هوډ کړی، چې نور به سندرې نه وایي او په خبره یې، چې اراده لري څو د عمرې او حج مراسم ترسره کړي او د هغې له راګرځېدو وروسته به په خپله سیمه کې یوه دیني مدرسه پرانیزي .په دې وروستیو کې د کوزې پښتونخوا ډېرو هنرمندانو د ناامنۍ او نورو ګواښونو له امله د سندرو ویلو څخه لاس په سر شوي، خو د نازیه اقبال خاوند جاوېد فضا بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې دا پرېکړه یې په خپله کړې، نه د کوم ګواښ او ناامنیو له امله .نازیه اقبال په ډېر کوچنیوالي ( ۶ ) کلنۍ کې په سندرو ویلو پیل کړی و او د سندرو ویلو سره په خوا کې یې له دیني زده کړو سره هم ډېره مینه وه، په ۷ کلنۍ کې یې قران عظیم الشان ختم کړ او ترڅنګ یې د احادیثو زیات کتابونه ویلي، چې اوس یې هم زیات حدیثونه په یاد دي .نازیه اقبال خپل لومړنۍ البوم په ۲۰۰۱ میلادي کال کې بازارته وړاندې کړ، چې له هغې وروسته یې بیا نورې زیاتې غږیزې او تصویري سندرې وویلې .نوموړي ډېرې سندرې ویلي چې ډېری پښتو دي، خو په خوا کې یې په نورو ژبو لکه اردو، فارسي او عربي هم سندرې ویلي دي .