دنارنج ګل دوېب پاڼې دمطالبوخوندیز

خاین تل خا‌‌ئف اوخفاشان هېڅکله دحقیقت رڼانه شي لیدلې!

ډاکټر حرکت ۲۶.۱.۲۰۱۲

داکومه پټه خبره نه ده،دامریکااوانګرېزپه مشرۍ چې نن دټولې نړۍ پوځي اوغېر پوځي قوتونه راټول اوپه افغانستان کې مستقیم اوغیر مستقیم حضور لري ،افغانانو نه دي رابللي ،افغانان ددوۍ هغه وخت په کاراود ویاړاومباهاتوسزاوار ګڼل کېدل،چې د روس سره یي په ګرموسنګرونوکې جنګول غوښتل ،اود روس په تاریخي ماتې خوړلوسره یي بیا په اصطلاح نورنه غوښتل د افغانانوپه کورنیوچاروکې لاسوهنه وکړي او په ډېره بې شرمۍ،خړوسترګواو مهیلیت سره یي دغه قهرمان اولس،څوتنوداخلي بېګانه پرستانواو نژدې ګاونډیانوته لاس اوپښې تړلې پرېښود،چې دتل لپاره یي له پښووغورځوي،دتېرو بدوخاطروانتقام ترې واخلي اوخوایخې پرې وکړي.نن هم دوۍ نابللي مېلمانه دي اوپرته له کوم ملي،بېن المللي دوه اړخیزاوڅواړخیزه تفاهم،قرارداد،معاهدې اومقنع دلیل څخه،بې سنده،بې پاسپورته دغلچکیانوپه څېرد افغانستان په مقدس حریم راننوتي دي .تاریخ ددې ګواه اوشاهددې،چې افغانانوهېڅکله داسې نا بللي مېلمانه،نه دي منلي اوتل یي له خپلې خاورې څخه مختوري شړلي دي.دهمدغه شواهدو په بنیاد ددغه خاینانه هجوم پایلې مونږ په لومړۍ ورځ همدغه ډول ارزولې وې او ددوۍ د شکست وړاند وینه مو کړې وه ،چې نن سبا په حقیقت بد لېدونکې ده.دوۍ سره ددې ،چې له ټو لې نړۍ څخه ټول پدر ازاره ، مادرازاره،دسیسه جواودسیسه کاران دافغانستان جنګي تیاتر ته رابللي،چې که وکولې شي دټولې نړۍ په زورافغان اولس دخپلې قمچیني اوتحکم لاندې راولي.دوۍ همداسې فرصت طلبه مرتجع افغان بېګانه پرستان اوهغه سست عنصره اوزنګ وهلې کړۍ، چې اصلا ً یي د دې سیالواولسونوسره دغېږپه غېږاومټ په مټ دګډ ورورګلویزسیال ژوندجوګه نه وواوتل یي دګونګیانو اوخفاشانوپه څېرپه تورتمۍ سمڅوکې دبل دوزرلاندې ټول عمرغلچکۍ شپې سباکړي هم لکه دشغالانواوټپوسانوپه خپلومرداروراټول کړي او غواړي دغروزمریان اودسردروبازان پرې ښکاراواصیل افغاني ارزشونه اودودونه پرې  بې ارزشه او بې پته ګړۍ ؟هرچا چې دغه ډول ناوړه اوناروا هڅه کړې خپل ځانونه یي بې پته کړي او په ډېره نا امېدۍ یي دغه ارمانونه له ځانه سره ګور ته وړي دي.که رښتیا نامرده نه اوسۍ اوحتا یوکرت موپه خپل ژوند یومردانه عمل کړې اوسي ،نوڅه ډول دادېرش کاله چې افغانان درسره په مردۍ ولاړدي او یونامردانه عمل به هم تاسې ترې نه وي لیدلې،خوتاسې همېشه په نامردۍ شا وراړولې ده.دمخه تردې،چې تاسې په افغانستان نامردانه یرغل وکړي اوپه مکراوفرېب سره دغه غیوراولس وغولوۍ ،یوکرت خوبه مودخپلونیکونوخاطرات اووصیت نامې لوستې وې اوپه دې تاریخي حقیقت به موځانونه پوه کړي وې،چې«افغانانوهېڅکله اجنبي قوت په خپل ملک کې په خپل سراوصلاحیت نه دې منلې اوورسته له دې یي هم نه شي منلې».افغانان دسیالې لوبې اومعاملې جوګه اولس دې اویواځې په سیاله خبره پوهېږي.داچې تاسې دادیرش کاله دخپلو خدمتګارانوپه لکۍ وهلو،غلطو وعدواو چټلو معاملو ځانونه غولوۍ اوچې لاهېڅ پېښه نه وی شوې،دوۍد حفظ ما تقدم په خاطر،دناکاره ښځو په څېرزمان ومکان په چیغو لړزوي اوبیا یي هم تاسې نازونه په ځان منۍ اوحتا یوځل یي هم  داصل اونسب پوښتنه نه کوۍ،چې څوک دي ؟معنا داچې تاسې خپل ځانونه پخپله غولوۍ .د پاکستان سره هم ستاسې معامله په همدې ډول ده.تاسې ددوۍ په خاطر د ملګروملتونود پنځه فقرئیز پلان،چې په افغانستان کې د یوه ملي دولت د جوړېدوپه خاطرطرحه شوې وو،کودتا وکړه اود دوۍ په خاطرمو د ټول افغان اولس ټولې ارزوګانې خاورې ایري کړې.تاسې دوۍ ته د روسانو سره ددوه اړخیزي معاملې موقع مساعده کړه،چې د کودتا له لارې واک خپل کړي اودچوراو چپاول او توروپېسو په چاپولوسره عامه ملي اوشخصي دارایي ګانې غصب کړي.تاسې د دوۍ دا شل کلنه پادشاهي اوحاکمیت پایداره اوخلل نا پزیره ګرځولې اوچې لانور به ترکومه دوام کوي .ستاسې په زوراوپلمو دوۍ وکولې شول په زرګونو انسانان په کانتینرونو کې خفه اویا ژوندي د لیلې په دشته کې د شګو لاندې کړي.د دوۍ په خاطر،تاسې،د پاکستان په قصوراودافغانستانانو په بې ګناهۍ،په افغانستان راکټي حمله وکړه او دبن د تش په نامه بې بنیاده کنفرانس په پلمه موپه یوه ورځ کې ټول طالبان له ملکه وشړل او پنځه کسه مو د ټول افغانستان واکداراوهر کاره جوړکړل.زه ستاسې توجه دپښتو دغه شعرته په اړولو سره، چې :

بحر ډک له ملغلرو چپ روان وې    ***   د نا اهله خلکو خوی  لکه د چړ دي

غواړم ووایم هو! تاسې نه یواځې په افغانستان کې د ټولودموکراتیکواصولو اومعیارونو، اخلاقي اومدني بشري حقوقواوارزشونو په پایمالولوسره نه یواځې دافغان اولس منلي ملي اوبېن المللي ټول حقه حقوق پایمال کړي،نه یواځې دبین المللي قوتونواواتباعو،چې په افغانستان کې حضورلري ټول حقوق موپه خپلوخودسریواوبې بندوباریوسره دپښولاندې کوۍ،بلکه تاسې عملا ًدټولوخپلواولسونواوبلکه دټولونړیوالودحقه حقوقوپه پایمالولوسره مقابل طرف واقع یاست اوالعیاذبالله په خپل دغه عمل سره ټولوته دحماقت نسبت کوۍ.زما په عقیده دهرمنل شوي ټولنیز قانون څخه سرغړونه اونه منل پرته له دې بله معنا اومفهوم نه لري اوپه بله معنا همدغه دې ستاسې د زوال دجبراواستلزام حکم .
تاسې دخپل وجدان قاضي حاضروګڼۍ اودې پوښتنوته ځواب ووایي.تاسې ټول مترقي، دموکرات ،دبشردحقوقو د حراست علم برداراو مدني بشري ټولنوپه نمایندګۍ افغانستان ته د امن د تأمین،نظام جوړونې اوبیا ابادونې په خاطر راغلي یاست .
۱ــ که په رښتیا هم ستاسې هدف په افغانستان کې دامن تأمین اوسي،نوددې کار لپاره ترهرڅه دمخه امنیتي ارګانونه،ادارې،مسلکي روزل شوي کسان،وسلې، تأسیسات،وسایط اونورپکاردي،خوتاسې ترهرڅه دمخه دهمدغه عمده فاکتورونوپه له منځه وړلوسره د بې امنۍ په کلي مفهوم په ملک کې داسې بې امني رامنځته کړه،چې نن پخپله بېن المللي قوتونه د خپلووضع الجېشونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي .
۲ــ کوم کسان،چې تاسې دنظام دجوړولوپه خاطرګمارلي دي،تاسې پخپله هغوۍ د بشردحقوقوناقضین،جنګي جانیان ،مفسدین ،اختلاسګر،د مخدره موادوقاچاقبران او په دغه ډول نوروبدواعمالوککړ کسان بولۍ.ایا تاسې باورلرۍ ،چې دغه کسان به وغواړي داسې یونظام جوړکړي،چې ترهرچا دمخه په کې پخپله دخپلوبدواعمالوپه سخته سزا ورسیږي ؟  که  داسې نه وي،ستاسې هدف له دې کار څخه څه دې ؟
۳ــ هرڅوک چې په رښتیا د یوه ملک ابادول غواړي،بنیادي اواساسي اهدافو ته لاس غزوي.تاسې تراوسه یوې بنیادي پروژې ته لاس نه دې اوږد کړې اوکه کوم کارمو پېل شوې هم دې،د پروژې د تعمیر له پروسې څخه د تخریب د پروسې سرعت چټک دې یعنې چې په اوبوکې لوټه ږدۍ اودم ګړۍ پرې تېرېږۍ اوپه هرصورت ستاسې له وتلو وروسته به یووران ،ویجاړ افغانستان پاتې وي  .
۴ــ که تاسې په رښتیا افغانستان ته د یوه پرمختللي ټو لنیزنظام د جوړولوپه خاطر راغلي یاست،نودا دهرې ګروه اوګاونډي ملکونوسره دافغانستان دتجزیي په پلانونودڅه په خاطر خبرې کیږي؟ اودڅه په خاطرستاسې دسیاسي مسئولینوله خواد تجزیي ډول ډول طرحې وړاندې کیږي اودڅه په خاطرموځيني معلوم الحاله تجزیه طلب،سیاسي مریضان اوسیاسي لنډفکره افغانان دبرلین غونډې ته رابللي وو؟ددغه ډول پوښتنوشمېره هر څومره چې وغواړو اوږدېدلې  شي  .
حقیقت دادې تاسې خپل تاریخي ایدیال وضع الجېش«د افغانستان بالاحصار»په دې ستراتیژیکه منطقه کې اشغال کړې اوپه دې لسوکلونوکې مود افغانانو عنعنوي شدید تضاد او مقاومت عملا ًوازمایه.نه ستاسې خیرن نیتونه له چا څخه پټ پاتې دي اونه دافغانانو عزم اوتصمیم موبدل کړې شو.دې بې شمېره رسنیو،سیاسي مبصرینواومفسرینوکه هرڅه حقایق اوواقعیتونه تحریف کړل،دهغې رنګ او بڼه یي بدله نه کړې شوه اونه، ستاسې په اصطلاح ستاسو ککړې خدمتګزارې بې ګانه پرستې ډلې ټپلې ځان لپاره اویا تاسې ته څه ګټه ورسولې شوه.خبره په هرلوري د حقایقوترپولې رسېدلې ده.پکار دادي په حقایقو او واقعیتونو اتکاء وشي.دا قضیه په دې ډول دحل وړ نه ده .تاسې دخپلو اولسونو،او افغان اولس دخپل تېر تاریخ او دود ودستورسره مشکل لري ،داسې بریښي ، ګوندې دخلاصون چاره دټولوله واک اوقبضې څخه وتلې ده.زما په عقیده چاره یواځې حقایقو ته مراجعه کول دي اوهغه،داچې د ټولوصلاحیتونو بنیاد اولس دې،طاقت اولس دې،واک اولس دې  او دهرعزم،تصمیم،ارادې اوحرکت عامل او پلې کوونکې اول خدای اوبیا د خدای خلف طاقت اولس دې.څه ډول څونا اهله اونا خلفه کسان د خپلوبې بنیاده،واهي ګټواوځان غوښتنې په نوم په ټوله نړۍ کې ټول اولسونه دظلم او ناروا دزنګون لاندې ساتي او اولسونه،چې«زور یي رښتیا هم د خدای زوردې»، نه شي کولې،تش په خپل تصمیم او تړون سره ټول واک په لاس کې ونیسي اوپه ټوله نړۍ کې رښتینې الاهي عدالت، انصاف اوقانون تأمین کړي؟تاسې به ترڅو پورې دخپلوملي اوبین المللي منل شوو قوانینوڅخه سرغړونه کوۍ اودمافیایي ډلوپه لجاجت به نړیوال په ناروا دخپل حاکمیت لاندې ساتۍ ؟
تاسې ډېرې هڅې وکړې اوهرډول قومي،ژبني،سمتي،مذهبياونوروتعاصباتواوتضادونو ته مولمن ووهله چې په افغانستان کې هم یونا بکاره پارازیت نظام په پښوودروي،افغانستان یواځینې هیوادنه دې،چې ورونه قومونه په کې پېړۍ پېړۍ ګډ سولئیز ژوندکوي،تاریخي افتخارات اودغم ودرد شریکي شېبې اوخاطرې لري،چې په مجموع کې د افغان اولس د ویاړه ډک تاریخ جوړوي.زما په عقیده یواځې بې هویته اوناکسه احمقان کولې شي دغه ډول دویاړه ډکه ماضي اوسترتاریخي افتخارات تش د ناچله پېسواو ابدي تاریخي لعنت په بدل کې له لاسه ورکولې شي.خوافغان اولس د دا ډول پرېکړو واک په نهایت کې تل په خپل واک کې ساتي اودهغه  طاقت او استعداد له مخې،چې لري یي،دهرې نا بکاره ډلې  لاسونه شاته تړ ي اود خپل ملک پاکه ورشو ددغه  نجسو له نجاست څخه د تل لپاره پاکه ساتې .
پښتنوته که داکثریت په حېث دملک دفاع او دورونو قومونو ترمنځ په ذات البېني مناسباتو کې د حوصلې ،صبراوګذشت مسایل د  یوه تاریخي رسالت اوجبر په توګه په میراث پاتې دي اوبایدیي په پام کې وساتي،نوتاجک،هزاره ،اذبک،ترکمن،بلوڅ ،نورستاني،پشیي اونورواقلیتي قومي ورونو هم دغه مشترک ملي رسالت اودین دشعوري درک او احساس له مخې پرځان منلې اوهېڅ یوپه داغ سنګرونوکې له پښتنوڅخه پاتې نه دي راغلي اوخپل هېواد یي تل په مشترکه مساعي سره اباد او ازاد ساتلې دې اوځکه خو په داسې وړو اوبې بنیاده مسایلوستاسې محاسبې هم په ځای نه بریښي.که په رښتیا په دغه ملي جوړښت کې کومه ضعیفه کړۍ موجوده وې،لادمخه به ددښمنانوله خواتشخیص او کارول شوې وای.دسلیم عقل اووجدان خاوندان په دې ښه پوهیږي چې افغانستان، یواځینې هیوادنه دې،په کوم کې چې اکثریت اواقلیتونه وجود لري.په افغانستان کې خو دلاسونو دګوتوپه شمېرقومونه اوسیږي،په نوروملکونو،لکه امریکا،روسیه،چین ،هنداوځیني نوروکې دغه شمېره له سلوهم اوړي اوهغسې،چې په افغانستان کې د اقلیت او اکثریت  مسئله واضح ده اوهغومره چې په افغانستان کې د اقلیتونوحقوق په پام کې نیول کیږي،اوحتا دامتیازپه شکل اقلیت ورونو قومونوته ورکول کیږي،په بل هېڅ ملک کې ورته دومره توجه نه ده شوې اونه به وشي.د بلې خواداکثریت اواقلیتونود متقابلو حقوقواووجایبومسئله هم په نړیواله اوهم په ملي کچه دمسئولوارګانونوله خواډېره ژوره څېړل شوې او ارزول شوې اوحدوداو متقابل حقوق اووجایب یي ټاکل شویدي.په افغانستان کې ټول اقلیتونه اوپښتانه چې قاطع اکثریت جوړوي،پرته له تبعیضه سولئیزګډ ژوند لري اودټولوژبوڅخه د تفاهم د وسیلې په حېث کاراخلي،تاریخي ارزشونواوزیرموته یي دقدرپه سترګوګورياودمتقابل ارګانیک دیالکتیکي پرمختیا اوپراختیا لپاره یي خپلې بې شائیبه هڅې هېڅکله نه دي سپمولي.ټول په دې خوښ دي،چې دري ژبې په دې لویه سیمه،افغانستان،هند،ایران ،تاجکستان اونوروملکونوکې رواج اوبرلاسې پېداکړې اوسیدجمال الدین افغان،اقبال لاهوري،بیدل،حافظ اونورپه دري ژبه شعرونه اونثرونه لیکلي اوحتادایران فارسي اودتاجکستان تاجکي ورسره په سیالۍ کې پاتې راغلي او ټول ورته دحسادت په سترګو ګوري.دادټولوافغانانولپاره یوشان ویاړاومباهات ګڼل کیږي اوټول پرې یوشان باید وویاړي.همداسې که مونږدپښتو ژبي بې مثاله اوبې بدیله شعري ترکیبونو اوډول ډول غږیزاهنګونواوکمپوزونوته،چې په بله ژبه کې هېڅکله نه شي په سترګوکېد لې،وګورو،چې دورونو قومونو اوحتاخارجي هنر مندان یي په ډېره خوښۍ سره زمزمه کوي،لکه چې په اخرو وختونو کې  به روسانو دا سندره ویله ( ای د ازادۍ خاورې تاته موسلام دې)،دحجرې اودېرې دټنګ ټکورڅخه نیولې،دځوانانواوپېِغلودعاشقانه لنډیو،غږونو،اوازونو،سروکو،سوال اوځواب،دودونواواتڼونودګډا،د وطن دازادۍ په ګرمو سنګرونوکې،لکه چې د ملالۍ :

« که په مېـــوند کې شهیــدنه شوې****خدایګولا لیه بې ننګۍ ته دې ساتینه»

په دغه پښتني یوې چیغي سره دمېوندپه جنګي ډګرکې،دغازیانوغورځنګ،چې شمېریي دانګریزانودلښکرودشمېراو وسلې یي دوسلودکمیت اوکېفیت سره هېڅ دمقایسې وړنه وو، بې مثاله دینامیزم پېداکوي اودانګریزانولښکرې تارمارکیږي،د پښتو ژبې ګرامري صرفي او نحوي جوړښتونه اوهراړخیزه غږیزه«وۍ پوهنه»د ایستلې پړقنده تورې په څېر پرېکنده افاده اوغږیزرول لوبولې شي،د خود ګردانه ټولنیز نظام ،د جرګومرکو بحثونه او پرېکړې،حقوقي،جنایي دعوې دنګلې ،درقیب،غلیم او تربورسره سیال او ترخه بحثونه او مناقشې اوداډول ډېرنورمسایل،علمي اوادبي بحثونه اومناقشې،فکرکوم ترهرې بلې ژبې ،یواځې په پښتو ژبه ډېرښه افاده اوترسره کېدلې شي اودا هم باید دټولو افغانانو لپاره یو شان دویاړاوافتخاروړاوسي.همغسې چې افغاني ټولنیزارګانیک ترکیب په هرسنګرکې دافغانانودبري اوافتخاراتوضامن وودافغاني لویواووړوقومونوژبنیزارګانیک ترکیب اوحتا ساده کانګلمرات(مخلوط) ښکلې شکلي اوماهیوي ژبنۍ صرف او نحوجوړېدلې شي .
اصیل افغانان نه خاین دي،نه خائف او نه خفاش،چې په  تاریکۍ او سوړوکې پټ شي . دوۍ نن هم په جیګوسترګود خپل ملي وحدت،ملي نظام اوملي تړونونوڅخه په کلکه دفاع کوي.دوۍ د تاریخ په اوږدوکې مشترک دردوغم ،خوښي او افتخارات درلودل او لري یي او فکرنه کوم یو له بله څخه په دې کارکې کمې او زیاتې ولري.اولسي خلک په خپلو منځونوکې قومي تبعیض اوتعصب سره نه لري.دا یواځې هغه کرغېړن ،متعصب اوله حسادتونو څخه ډک ځان غوښتونکي روشنفکران دي ،چې دکینې په اور سوځي،خوله بده مرغه استعداد نه لري ،چې په ملي کچه شخصیت جوړ شي ، هڅه کوي خپل دغه ارمان د بېګا نه پرستۍ او پستۍ له لاري ترلاسه کړي،خو بېګانګان دا ډول نا بکاره څیزونه تر هغه وخته په ځان پسې راکاږي،چې ګټې یي په کې نغښتې وي او وروسته یي په داسې کثیف ډېران غورځوي،چې ټول عمرد غم،حسادت،حسرت اوبدنامۍڅخه نه مري اونه خلاصون لرلې شي  .
کومې ټولنې،چې دملي تشکل څخه برخمنې اوسي،دډېروملي ارزشونولکه ملي وحدت،ملي اېدیولوژي،ملي ګوند،ملي جبهه،ملي سازمان،ملي ترمنولوژي،ملي تړون ،د هېواددملي دفاع وزارت،ملي پولیس،دملي امنیت وزارت،لوی ریاست، . . . ،دملي سرمایدارانو،ملي تجارانو،ملي ډاکټرانو،انجنرانواوډېرونوروملي جوړښتونواوتعهداتي سازمانونوڅخه برخمن اوبرخورداره اوسي.په دې معنا چې  داهره دولتي اداره،ملي جوړښت اوسازمان په خپلوخپلوبرخوکې دملي امنیت،ملي شتمنیو،ملي ګټواوټولو نورو تعهداتو ساتنه کوي .
دمثال په ډول ، دملي دفاع وزارت اوملي امنیت لوی ریاست دافغانستان دسرحداتود بېرون څخه،دافغانستان د اسلامي جمهوریت دسراسري امنیت څخه دفاع په غاړه لري او هره توطئه اودسیسه باید د افغانستان له پولو دباندې خنثا کړي،نه دا لکه د ثورد اتمې نېټې د جشن په ورځ،چې دښمنان دجمهوررئیس په لوژوروختل اوله چپنې څخه یي راکشاوه او چې ولې یي ونه واژه،د تعجب خبره ده،ځکه ډیرکسان په کې مړه اوزخمیان شول.د ملي دفاع وزیرددرې منه نشانونو او مدالونوسره دځان د خلاصون چاره نه لیدله اودملي امنیت لوی رئیس به البته د قبلي اګاهۍ له مخې  خپله لاره چاره لټولې وه.خو په سبا یي
څوبېګناه انسانان په وندرکې راکشول،چې که ګوندې د پولې بېرون یي ونه نیولې شول  ،بېګاه د شپې یي د خپل ریاست  د دروازي مخې ته ونیول او لاس تړلي یې راوستي دي .همداسې د کورنیوچارو وزیراونوروزیران اوداړونده ادارومسئولین خپل خپل ملي او وظیفوي صلاحیتونه اومسئولیتونه لري او هغه باید دملي او اداري مسئول په حېث سرته ورسوي.ملکونه اوهیوادونه دملي قهرمانانو،ملي اشخاصو،ملي سرمایدارانو،ملي وطنپرستانو،ملي روشنفکرانو اوډول ډول نورو قشري ملي فدا کارانوپه واسطه د ملي ارزشونو د پالنې اوحراست له لارې ساتل کېدلې شي .یومتل دې،چې «څوک ځان ساتي او څوک جهان ساتي» اویا خوشال خان خټک لیکي :

چې دستار تړي هزار دي  *** د دستار سړي په شمار دي

زما په عقیده،دا ځیني کسان خورښتیا هم دخپلې کورنۍ ،دخپل کورد حریم او حتا دخپل ځان دساتنې له عهدې څخه نه شي وتلې ،نو ځکه حق لري هر ډول اوتې بوتې ووایي او له خپل سیوري څخه هم وډارشي .په یوه ټولنه کې ډېررواني اوعصبي ناروغان هم وجود لري،چې له هرحرکت اوهرې پدیدي څخه،چې هېڅ خطر ورڅخه متصورنه ګڼل کیږي،ډاریږي اوډېرې یي له همدغه ډاره ځانونه وژني.د دغه ډول کسانوشمېرخصوصا ً په اوسنیوشرایطوکې،چې دخارجي اوداخلي غدارانواوجبارانود خاینانه سازشکارانه تباني په نتیجه کې،طاقت فرسا ډاراوفشارپه افغان بې وزله اولس زیات شوېدې اوځیني سیاسي مداریان د اولس ددغه رواني اوعصبي کمزورتیاوواونیمګړتیا وو په بنیاد خپلې منترې ، جنترې اودسحراوجادوټوټکې پخوي اودخپلې جادوګرۍ اوزورواکۍ دامونه اوجالونه غوړوي،خوله نېکه مرغه،ملي ارزشونه،ملي محیط اوملي افقونه دهرکس اوناکس او مغرض د تعرض اواسیب څخه مبرااوپه خاص ډول دافغان اولس دټولواجتماعي قشرونو اوحتا فردي اعضاوو لپاره تل د تقدس حېثیت او مقام درلوداو په قرمزي  ممنوع العبور اوغېرقابل انقطاع کرښه محاط ګرځېدلي دي.سره ددې هریرغلګر ،چې دتاریخ په اوږدو کې،د افغانستان په مقدس حریم یرغل کړې،اولین هدف یي،ددوۍ په آند،افغاني ټولنیزتاریخي اوسیاسي ارزشونواوافتخاراتواوملي ،مذهبي مقدساتو،بلا تشبیه،بې ارزشه کول وو.په دې تېرونژدې دیرشو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د سرولښکرو تېرې اوجفاءاوورپسې دټولې نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان په خاوره دټولواولسونو مستقیم او غیرمستقیم نظامي اوشبه نظامي هجوم اوافغانان دهرډول ناوړه سزاوو،سزاوار ګڼل،دډېروځان غوښتونکو،فرصت طلبه،ضعیف النفسه،مال اومقام غوښتونکو مرتجعینو وجدانونه او ایمانونه ورسست اودکعبې توبې او قسمونه یي ور مات کړیدي .
ملي مسایلوته نه پاملرنه،سهل انګاري او شا اړول ،ملي خیانت ګڼل کیږي اولکه څرنګه چې په الاهي قانون ، الاهي کلام او الاهي احکامو کې د نیک او بدو په مقابل کې د نېک اوبد پاداش وعده ورکړل شوې ده،په بشري قوانینوکې دملي خیانت سزاپه ټولوټولنو اوټولونظامونوکې  اشد مجازات،یعنې اعدام ټاکل شوې دې.دولتونه،حکومتونه اوادارې  ددې لپاره جوړیږي،چې نه یواځې دافرادو،اشخاصو او ادارو نیک اوبد اظهارات،بلکه  نیتونه هم معلوم اوتشخیص کړي،چې د هغې مطابق نېک اوبد پاداش اوسزا ووېني.نه داسې،لکه چې کله ددفاع وزیرڅخه خبرنګار د پارلمان په وړاندې د رای اخیستنې په وخت کې پوښتنه وکړه،چې رښتیا، ته د آی اس آی جاسوس یي،هغه مخ وکیلانو ته واړوه او ویي ویل :
( اوبرادرا ! کدام ما وشما نیستیم ؟ همګی ما وشما،خو همونجا می رفتیم ) او ددې پرځای ، چې لاسونه یي پرې تړلي وای اوددې خبرې دسپیناوي لپاره اړونده ادارې ته معرفي شوې وای،پوره رای یي هم ترلاسه اوترنن ورځې پورې هم دملي دفاع وزیردې اومونږ له هغه څخه د افغانستان د پولودامن طمع هم لرو.یا کله چې دکورنیو چارووزیر اود ملي امنیت لوی رئیس چې له خپلو دندوڅخه ګوښه ګړې شول اندکترین تشویش اوتأثریي په څېروکې نه معلومیده،چې ګوندې څوک به ترې پوښتنه وکړي ،په اولین فرصت کې امریکې ته ورسېدل اولا درسېدو دمخه یي په ګواښ ،لاف وپټاک پېل کړې وو اوهلته، چې البته چا به په شا ډبولي وو او وطن ته په راستنېدو په هر واده ورئیز او غم ښادۍ او خود ساخته انار شیزم کې پورته پورته غورځي او هر مقام او اداره د خپل سر ،مال او لښکرپه فدا کولو  تهدیدوي . پنځه ورځې دمخه خو دغه ټول مسېولیتونه ستاسې په غاړه وو او هره ورځ به د جامو سره د حامد کرزي په سترګو ورننولۍ او چې وخت یي راغې ، نو دښکاري سپو په وسیله هم راګیر نه شوۍ  .
سیاست،زما په عقیده،ترهرڅه دمخه،ملي اوبین المللي سیالې لوبې او ارزش ته ویل کیږي . هغه کسان چې ددغه ډول ارزشونو څښتن کیږي اوسیاسي صفات اوماهیت پېداکوي، ټول عمرسیاستمدارپاتې کیږي،یعنې چې شخصي ژونداوشتمني یي هم ټولنیز،یا په بل عبارت سیاسي ارزش پېداکوي اوپه سیاسي مسایلو کې تل باید سیاسي، یعنې د ملي ګټوپه کچه اوسویه دریزولري ،چې له بده مرغه داسې کس مې نه دې په سترګوشوې .په دې وروستیوورځوکې دامریکې دسنادمجلس ځیني غړود افغانستان دپارلمان غړي،د احزابومشران،دحکومت اودولت اوسني او پخواني ځیني مشران،دجمهوررئیس اوسنې او پخوانې مرستیالان اویا په بل عبارت د امریکایانو په لاړولامده او یا د هغوۍ په اصطلاح ، ځیني بې ګناه مجرمان یعنې ټول غټ سیاسي اشخاص د هغوۍ د استغاثو او معروضو په اساس دبرلین غونډې ته بلل شوي وو.له بده مرغه هیچا خپل سیاسي موقف او پوزیشن اختیارنه کړاودبرلین په شوربازارکې هم امریکایانو اوهم زمونږ«لویوسیاست مدارانو» داسې اوتې بوتې وویلې چې هم یي خپله اوهم یي د نورو آبروله مخونوپرېمینځله .
ددغه جملې څخه یو هم د بلخ والي « استاد» عطامحمد خان نوروو،چې د سږکال د جنوري د میاشتې په ۱۶ نېټه یي د اریانا تلویزون د« افغانستان در محراق حوادث » په پروګرام کې ډیره «عالمانه»مرکه وکړه.نوموړي د ډیورنډ د تش په نامه کرښې  په هکله د یوه پوښتونکي په ځواب کې وویل :
زما سیاست پټ نه دي .زه بربنډې خبرې کوم. پاکستان د افغانستان په نسب څو برابره قوي طاقت دې .اتمي اونورې ډېرې مدرنه وسلې لري.څوک یي زور لري؟ که څوک یي لري،راشۍ چې سبا پرې حمله وکړو.د والي صاحب په آند،افغانستان یي زور نه لري ،نو باید دډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي.رښتیا، چې والي صاحب لویي سیاسي خبرې وکړې.خودې خبرې ته متوجه نه شو،چې افغانانو په کوم طاقت روس مات کړ،افغانانو په کوم طاقت اووسلو درې وارې انګلیس ته ماتې ور کړه اودکوم طاقت اووسلوپه زور یي نن د نړۍ ټول قوتونه وتلوته مجبورکړي دي؟دبلې خوا محترم والي صاحب په دې باره کې هم فکرونه کړ،چې دافغانستان ددومره فراخه ستراتیژيکي منطقې اولسګونوملیونونو انسانانوسرنوشت پنجابیانوته دسپارلوصلاحیت،چاوالي صاحب ته سپارلې دې؟تراوسه پورې یوه امیر،یوه شاه اویوه جمهور رئیس دغه ډول جرئت اوصلاحیت پېدا نه کړې شواوداچې والي صاحب په اصطلاح دخپل بربنډسیاست،بې باکانه قاطعیت اویا د نیمګړي عقلانیت په بنیاد داډول پریکړه کوي،البته چې صلاحیت به لري اودکوم پټ رازجبر دغه ډول بې مسئولیته اظهاراتوته مجبورکړېدې !په دې ډول ډیرنورکسان هم دډیورنډ دمسئلې ددغه ډول پرېکړې سخت علاقمند دي.غلام محمد محمدي اوډېرنورکسان،چې په خپل سرسیمینارونوکې راټول شوي اوددغه ډول پریکړوسره یي کلکه علاقمندي ښودلې ده .هحترم والي صاحب په خپله وېناکې داهم وویل ،چې دلوی سیاست،لوی پلان اولویي ستراتېژۍ دعوه جلب دې،نپوهېږم،والي صاحب به په داسې ضعیف مورال سره دا دومره لویه ستراتیژي څه ډول پر مخ بوځي ؟

سرپاڼې ته /Top/به سر صفحه


Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved