د نارنج ګل د وېب پاڼې د مطالبو آرشېف


د سرمحقق عبدالله بختانی پيغام

 

افعانستــــــــــان کابل ښـــارـ خيرخانه
١٣٨٨ د ثوردوهمه داپريل نهمه

! په ډنمارک کښې ميشتودشعر او ادب مينو وروڼواوخويندو

! دملنګ جان نمانځنغونډې ته راغلو ښاغلو او آغلو

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته :
ستاسو،ستاسو ددرنو کورنيو د ټولو لويو وړو غړو،او ستاسو دخوږو دوستانو او خواخوږو ملګرو دروغتيا، خوشحالئ، نيکمرغئ او برياليتوبونو ښې هيلې . زه وياړم چه ستاسو په استازيتوب ،ښاغلي محترم محمد عيسی بهرام دموبائيل تيليفون له لارېراباندې ددغې پرتمينې غونډې دجوړيدو زيری وکړ.زيری مو په زوی بدل شه!دزړه دهيلو غوټئ مې دګل په شان وغوړيدله چه:کاشکې وزرلرلای،الوتلای،ځان رسولای،دګرانووطنوالو سره يوځای ګران ملنګ جان ستايلای او دمغفرت دوعا ورته کړې وای!!رښتيا هم ملنګ جان دډيرودوعاګانو حق لري او په ډيروستاينو ارزي .

هغه زما ګـــــــران دوســــت و.
هـغه ښــــــــــــــه دوســـــــت و.
هـغه ډيـر ښــــــه ســـــــــړی و.
هـغه ډير ښــــــه وطنــــــــپال و.
هـغه ډير ښـه اولـسي شـــاعــرو.
هـغه ډيــر ښــــــــــه مـــــــين و.
ډيــر ښــــــــــــه مـــــــــــــين و،
ډيـر ښـه مــــين و،دوطـن مـــين.
دخدای رحمت دې وي ورباندې!
لطفا ًووايئ
آمين يا رب العـــــالمـــــــــــين!

ملنــــــګ جـــــان ملنـــــــګ و
دملـنــــــــــګانـو ملنــــــــــــګ
د ميــــــــــــــــنانو ملنـــــــــګ
د ملنــــګو ميـــــــنانو ملــنـــګ
دميـــنو ملنــــــــــګانو ملنــــګ
دوطـــــن درغـــونې ملنــــــګ
داولــــــــــس دپوهونې ملنــګ
دخدای رحمت دې وي ورباندې.
لطفا ًووايئ
آمين يا رب العـــــالمـــــــــــين!
هـغه بيـــســــــــــواده ومــــګر
په عـلـم او معــارف مــــــــين
په قــلـــم او کــــتاب مـــــــين
په عـدل او انصــاف مــــــــين
په آزادئ او آبـــــادئ مــــــين
په اتفـاق او اتحــــــاد ميــــــن
په خيــــــراو ښېـګــڼې مــــين
په افغانستان او پښتونستان مين
اوددواړوپه حسـن او جمـــــال
دخدای رحمت دې وي ورباندې.
لطفا ًووايئ
آمين يا رب العـــــالمـــــــــــين!
ملنــــــګ جـــــان ملنـــــــګ و
دملـنــــــــــګانـو ملنــــــــــــګ
د ميــــــــــــــــنانو ملنـــــــــګ
د ملنــــګو ميـــــــنانو ملــنـــګ
دميـــنو ملنــــــــــګانو ملنــــګ
دخـوارانـو دهوســاينې ملنـــګ
دوطـــن دبډايــــــنې ملنـــــــګ
دآزادئ د شهيدانو د زيارتونو ملنګ
او په همدې اساس او احساس
(درويزګرو په در او ديار ګډ)
دخدای رحمت دې وي ورباندې.
لطفا ًووايئ
آمين يا رب العـــــالمـــــــــــين!
زما درنو خوږو خويندواو وروڼو!
زه پوهېږم تاسې دمين ملنګ جان سره مينه لرئ.
دهغه له خوږو نغمو ســـره
دهـغه له تودو اسوېلو ســره
دهـغه له شهيدو ارمانو سره
دهـغه له مـلي ترانـــو ســره
د هـغه لــــه وطـــن ســـــره
د خــــــــپل ودطــن ســـــره
دوطــن لــه ميــــنانو ســـره

دوطن له کولتور،ادب او عنعنو سره نو: داهيله په ځای بولم چه درته ووايم: راځئ ! دزړه پــه ميــنه. په غـور او دقت په سړه سينه او پوره حوصـله دلرغوني تاريخي افغانســــتان دعلم،ادب او فرهنګ خدمتګاران اولسي ملـي انسـاني شاعــران ملنـګ جان او ملنــګ جـانان نړئ والــــوتــه هـــــم ور وپېژنئ چــېرته چـه يـاسـت څومره چه مـو له لاسـه کيږي او څنـګه چه کــولای شئ دنــورو ژبـولمـــــــــن دخپل ملي ادب په مرغلرو سينګار کړئ زه به ډيــر وياړلـی واوسـم که زما د مينې او ورورولئ دا غږ لــږ تر لــږه د يو داسې مين په غوږ کښې ځای ونيسي زړه ته يـې ولـــوېـــږي بســـم الله ووايـې دا شـريفانه کار پـيل کـړي او تر هــر څه دمـخه دملنګ چان د هنر دګلونو څوښکلي پاڼې پـه ډنمـارکي ژبــه واړوي چــــاپ خـــپرې بې کـــړي.

په همدې هيله دهمدغسې زيري په انتظار
ستاسو خدمتکار
سرمحقق عبدالله بختانی

Top/به سر صفحه/سرپاڼې ته


Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved