د نارنج ګل د وېب پاڼې د مطالبو آرشېف



د ملنګ جان په ياد غونډه کې

دمی شپاړلسمه ٢٠٠٩ م کال ډنمارک

سريزه

ښاغلو او آغلو،درنوميلمنو،خويندو اوورونوستړی مه شئ
وياړم چې دنوميالي ملي شاعـر ارواښادملنـګ جان دژوند او شاعــرۍ په باب نوی معلومات ستـاسو په حضورکې وړاندې کـوم. هغه پر وطــــن اوازادۍ مـيـــن يادوم چې (( دخيــال ليلايې په اوربل کې دوحدت ګلــونه ږدی او په نـنــګ ســـترګې توروی )) دژبې،ولس اوهـــيوادريښـتينی خدمتـګار يادوم چې (دخــپل ولـس نه ځـان او لــه بچـــونه يې خپل« دواجــان» ځـاروي ). ډيرباچاهـان او حـاکمان تېرشوي دي او تېر به شي خو هېـر شوي دي او هېر به هم شي مګرزموږ خاوره اوزموږ ولس خـپـل « ملنــګ» نه شي هيرولی،دی به پخپلو تلپاتوترانو کې تل ژوندی وي. که يو څوک همدا شيبه ووايې((دازموږزيبا اوطن ـــ دا زموږ ليلا وطن))له واره به زموږ ټولوپه ذهنونوکې دده صميمي څېره تداعي ومـومي اوورسره دده خوږژبي شــــاګرد استـــاد اولمير هغه هم. هوکې د هغه ليلا د هغه وطن واوپرهيواد او خپلواکۍ مينان تل دهغه قدر پېژني او قدر يې کوي .
درنوحاضرينو:
په ٢٠٠٣ م کال ما دخپل فرهنګيالي ملګري عبدالمنصور بیسودوال« يوسفزې» څخه هيله وکړه چې په بیسودوکې دملنګ جان دکوم همزولي،نژدی ملکري يا شاکرد څخه دهغه دژوند او شاعري په باب نوي معلومات پيدا کړی.ښاغلي عبدالمنصور زماداهيله په ورين تندي ومنله او راته وويل((کله چې وطن ته لاړم پوره او کره معلومات به درته راوړم)) له نيکه مرغه په ٢٠٠٤ م کال نوموړي وطن ته سفر وکړاود ګل علي سره دژوندۍ مرکي يو کست يې دځان سره راوړ اوبيايې يوه کاپي زما په اختيار کې راکړچې ډيرډيرکورودانی ورته وايم. ګل علي(١) چې په« ګـلالي » مشــهورودګل محــمد زوی دبيـسودواوسيدونکی اودملنګ جان دهغوشاګردانوله جملې څخه ؤچې تقريباً دخپل استاددمړينې پورې ورسره يوځای پاتې شوی،دخوږاوازاو ډيري قوي حافظی څښتن ؤ.دملنګ جان دژوند ځينی پېښې او ځېنې اشعار چې دخوږو نغمو په اول،دوم اودريم چاپ کې نه دي راغلي په يادوزده وو.پېښې او ځېنې اشعار چې دخوږو نغمو په اول،دوم اودريم چاپ کې نه دي راغلي په يادوزده وو. ما دهغه له مرکې څخه څه معلومات راټول کړي که وخت ياري وکړه ستاسو په حضور کې به يې ولولم .

(١) دډيرو معلومات لپاره وګورئ دنارنج ګل وېب پاڼه((دګل علي مرکه))  

دملنګ جان ژوند لېک دنوو زياتونو سره

ملنګ جان په١٢٩٣ ه ش کال دننګرهار دبهسودوپه چميار کلي کې وزېږيد.پلاريې ملک عبدالشکورنومېده په سقاوي اړودوړ کې چې تر اوسه يې عام وګړي دانقلاب په نامه يادوي دبهسودو دسردارانو له خوا ووژل شوملنګ جان په درې کلنې کې ترې يتيم پاتې شو.پوله او پټی يې هم دناوړه دودونو او تربګيو له کبله له لاسه ورکړ.آرنوم يې محمد امين وروسته امين جان او په پای کې هم ملنګ جان شو.په ١٥ کلنۍ کې يې دخوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره د کامې داربنګ ته کډه وکړه او هلته يې د شغر ژبه ويانده شوه او دملنګ جان په نوم يې په خوږونغمو پيل وکړ.شپږمياشتی وروسته بېرته بهسودو ته راستون شواو د(چارمسې١ )په کلي کې يې چې دپېراوړ په برسرکې موقيعت لري دخپلوماماګانو سره واړول.بيا يې دجلال آبادپه امنيه او دکونړپه لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنه سرتېري دوره سرته ورسوله اوبيايې دچارمسې په کلي کې په بزګرۍ اومزدورۍ شروع وکړه چې تر څنګ يې جاله واني هم ورسره کوله.دوه دوه نيمې مياشتې بندي شوی هم دی .لومړنۍ ترانه يې دشلمو کلونوپه سر کې په اتحاد مشرقي (ننګرهار) کې خپره شو چې مطلع يې وه :

باغ دی دتوتيانو نه پريږدي زاغان        ښه پښتون مليار په کې وژنې پرې خپل ځان

دا هغه مهال وچې شعرونه يې نوردسندرغاړو خولې ته رسيدلي او دپوره نوم خاوند شوی و.په ١٣٢٤ ه ش کال دسردار محمد داؤدخان له خواوبامل شواو په ١٣٢٩ ه ش کال دسردارشاه محمود خان له خواورته دکال شپږسوه مستمري معاش وټاکل شو .

(١) دخوږونغموپه ټولوچاپونوکې پلرنې کلی ذکر شوی چې ما ته تېروتنه ښکاري

د ١٣٣٢ کال په سر کې يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو .ده او څلور(١) تنوشاګردانو ته يې دقبائلوپه رياست کې ځای ورکړشو او دژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په څنګ کې د پښتونستان يو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولی.د١٣٣٤ ه ش کال په نيمايي کې دځينوستونزو له کبله وزګار کړشو.دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په توګه منلی ونو خپل پوره معاش يې ورکاوه.په ١٣٢٨ (٢)ه ش کال ورته سردار محمد داؤد خان د لېک لوست لپاره يو ښوونکی وګماره چې مدير حضرت جان نوميد او د کابل ښار په څلورمه کارته کې يې ژوند کاوه .

 (۱)دخوږو نغمو په اول،دوم اودريم چاپ څلور تنه شاګردان ياد شوي دي ماته تيروتنه ښکاري زما په نظر دوه تنه دي اول اسلم استاد دوم ګل علي.په تيرو چاپونو کې يې نومونه يې هم نه دي ذکر شوي ځکه ما دلته ولېکل .
(۲)يادشوی کال هم ماته تيروتنه ښکاري ځکه چې په يادشوی کال کې ملنګ جان په ننګرهار کې ژوند کاوه نه په کابل کې دقيق کال ١٣٣٢ ه ش دي.ګل علي هم همدا کال تائيدوي

ملنګ جان له نوموړي ښوونکي څخه په شپږو ورځو کې دومره څه زدهکړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول.دمخه يې پرته له قرآنکريم کومه زده کړه نه وه کړې اوهر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادورزده کاوه.له بده مرغه مرګ دغه خوږ ژبی شاعر نور په پښتنې او افغاني ټولنه ونه لوراوه او ١٣٣٦ ه ش کال دلړم په لسمه کله چې له کابله ننګرهار ته دخپلې کورنۍ سره ته دلته بند په کږلېچونو کې « دخواجه سيب بابا» زيارت ته مخامخ پرې ګاډې واوښت او له خپل يوازني دري کلن زوی « دواجــان» سره دمرګ کندې ته وغورځيد.جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه او دچميار کلی په پلرنۍ هديره کې په ډير درناوی خاورو ته٨ وسپارل شوه.جنازې ته يې په زرګونو خلک حاضرشوی ول دجنازې لمونځ په لويه ګنه جمع ادا شو.دقرآنکريم تلاوت وشو او په جمع د مغفرت دعا وشوه. څو تنو دولتي اوولسي مشرانو ويناوې وکړې اواو دملنــګ جان پر اخــلاقي ســجاياوويې رڼا واچوله.ښاغلی« برکت الله کمين» خپل شعرچې پر هماغه ورځ يې جـــوړکــړی و ولــوســـت.دشعر لومړي درې بيته:ـ

په خداې بې ســـــپارو
په تــــا يـــې ســــپارو
زمــــــونږه يـــــــار و
ســـــتا خــدمــــتګار و
ای پاکــــې خـــــاورې
ازاريــــې نـه کــــړې

په مرګ يې ډيرې اوښکې توی او ويرنې پرې وويل شوې.دافغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې دسردارمحمد داود پيغام ،پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنې وړاندې شوې چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو.پر افغاني تولنيزو رسنيو سربيره دپښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړی او دباچا خان په ګډون ډيرپښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوليږل.پرهغـــه ډبرلېک باندې چې پر ١٣٣٩ ه ش کال دپښتو ټولنې لخوادارواښاد پر ارام ځای ولږول شوداسې کښـــــــل شوي دي :

بسم الله الرحمن الرحيم

دمحبوب وطن په غېږ کې ارام پروت يم
لکه طـفـل چې ويـده غـېـږ کې دمـور وي

دلته مرحوم ملنګ جام ښخ دی چې په خوږو نغمو کې يې دوطن مينه او دپښتونستان دازادۍ جذبات غورځنګونه وهي.اصلي نوم يې امين جان وپلار يې ملک عبدالشکور نوميده د٤٣ کلو په عمر دموټر چپه کېدو په سبب له خپل زوی دواجان سره په ١٣٣٦ ه ش کال کې ومړ او دادبي خدمتونو په نمانځنه يې دا ډبرين قبر دپښتو ټولنې له خوا دکابل حجارۍاو نجارۍپه فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ ه ش.

دفقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی
چی ازاد دی په ازاد وطن کې ګور وي

په ولسي آدب کې د نوی سبک مؤسس

دملنګ جان شاعري دکلو او بانډونه شروع کيږي ،دولس په ژبه شاعري کوي دسندرغاړو پواسطه په ولس کې خپريږي ورورومحلي ورځپاڼو او مجلو ته لار پيدا کوي،د منورينو توجه چان ته جلبوي بيا په ټول لوی ننــــګرهار کې خپريږي،له هغه ځايه بيا مرکزته راځي دراييوافغانســــتان له لارې په تول هـيـــــواد کې خـــپريږي دتولــــو افغانانو توه راجلبوي اوان تر پولــــو اوړي.په اولو کلونو کې کيسې،صوفيانه داستانونه او يوه نيمه عشقي چاربيته يا لوبه اوسروکي وايې.مګرکله چې له يوې خوا په هيواکې ددموکراسۍ وږمه په چليدو راځي او ١٣٢٥ ه ش کال د « ويښ زلميانو» ګوند جوړيږي اواصلاحي مرام يې په خلکو کې خپريږي شعراو آدب هم د موهومې نړۍ نه واقعي نړۍ ته لار پيدا کوي.ددی ګوند غړي خپل اشعار ،مقالي،ليکنې او څيړنې په دمطبوعاتوکې خپروي چې په حقيقت کې ټوله ميډيا هم په مرکزاو هم په ولاياتوکې ددوی تر مستقيم اغيز لاندی راځي. اوله بلې خواڅرنګه چې ملنګ جان دحساس شاعرانه ذهن څښتن دی ژرخپل ملي مسووليت اوټولنيزونينګړتياوواو ضرورتونو ته ملتفت کيږي او په پوره حراصت او صداقت دظلم،بې عدالتۍ،رشوت،ناوړه رواجونواو خرافاتو پرضد خپلو ترانوته اجتماعي ،انتقادي او ملي رنګ ورکوي،دوخت مسايل په خپلو اشعاروکې رانغاړي دملي وحدت تقويه،دپښتونستان دازادۍ مطالبه،دعلم اومعارف پراختيا او دوطن دپرمختګ لپاره شپه او ورځ لکه هـــزارداستــان بلبل چغيږي.شـــعر يې څومـره پخـــيږي هومـــره خوږيږي هم، ورسره له نيکه مرغه ليک اولوست هم زده کوي او دپښتو اودري دلويوشاعرانوکليات او ديوانونه هم لولي بيا يې نو غزل،بګتۍ، چاربيتې،سروکی،مقامونه ،لوبې او داستانونه نوی رنګ او نوی خوند پيدا کوي او دټولو افغانانوپه زړونو کې کورونه جوړوي.ديادونې وړده چې زمونږ ملي شاعــردويښ زلميانو دملي ګوند رسمي غـړيتوب نه درلودمګر تر ټولــو يې ډيره ديادشوي ګوند د مرام اواهدافوپه خپرولو کې ونډه اخيستې ده.ملنګ جان دحسن او معشوقو مينه دوطن اوولـس دمينې سره په داسی شاعــرانه اندازرانغښتې ده چې نوې ولوله،نوې هنـــګامه،نوی مينه او نوې ښـــکلا يې ترې جوړه کړيده.ځنې استعارات اوتشبيهات دده په شــعر کې کاملاً نوی رنګ لري.دده دشعر په فـــورم اومضمون باندې ډيرو سترو استاذانو ليکنې اوڅيړنې کړي دي او له هغو څخه مادا حاصله کړې ده چې:ــ

دملنګ جان شعر د کلاسيک فني ادب او داولسي ملي ادب دامتزاج يوډيرعالي شکل دی چې زموږ په ولسي ادب کې يې يونــوی سبک رامنځته کړی دی اوپر حق ددی سبک موسس ملنـــــګ جـــــان دی داخبره زمانې هم ثابته کړه دملنګ جان تر مړيـنې لږدپاســـــه نيمـه پيړۍ اودشاعــرۍ دشـــروع څخه يې څه کم (٨٠) کاله تـېر شــول مګر تر اوســـه پورې په وګـــړني ملـــي شـعـر اوادب کې څوک دهغه مقام ته ونه رسيدل اودې نوي شاعرانه سبک خپل پايښت اوارزښت په عمل کې په زباد ورساوهسره له دې چې ملنګ جان دخپل نوي ولسي سبک څښتن دی مګر کله نا کله په کلاسيـک فني آدب کې درحمـــــان بابا تر ســـيوری لاندې راغلی دی .

دساري په ډول:
(١) رحمان بابا وايي

الــــهي دخـــــــپل حبيــــــب لـــه برکتــــــه
دا ســــاده انشــــآ رنګيــــنه درحمــان کړې

ملـــــــنګ جان وايې:

الـــــهي ســـتا دحـبيــــــب له برکتــــه
دپښتون جنډه دنيــــا ته نکړی ښـــکته

(٢)رحمان بابا وايي

چې مـې يــار وليـد په ســيمه داغــيـار ګـډ
له غـيـرته مې ليــمه شـــوه په خــونبار ګـډ
دوفـــا دګـلـــو پاڼې په کـــــــــې نه شـــــته
کشـکې مــــه واې ددې دهــر په بـازار ګـډ
زه رحمان يې دفردوس له غمه خلاص کړم
چې په کلي په کوڅـــه شـوم دخـــپل يار ګـډ

ملـــــــنګ جان وايې:

نن مــې بيـــا زړګی نری نری خــــوږيږي
درد مـې بيا مــونــــده دفـکـر ننـدارتون کې
له افسـوسه مې چشمــان شوه په خونبار ګـډ
کشــکې نــــه وای ددې دهــر په بــازار ګـډ

که اول مثال يې دبديع صنايعو په اســاس تواردوبولودا به ســمه وی مګــر دوم مثــال ډير روښــان دی اومــوږ پوهـــيږوچې زموږ ملنګ دلوی درويـش او صــــوفي رحمان با با څخه ملهم دی.همداسی کله دفــورم او کلــه هم دمضمون په لحـــــاظ دګوتو په شمــېرڅونورې بېلــګې هــم تر ســـترګو شــوي دي.ارواښـاد سيــلاب « سا پی » هم په دې باب دملنګ جان په ويرنه کې وايې :

جـره باز دخوشــحال خان داشيانې و
تـصوف کې درحـمان دخيـلـخانـې و

ملنګ جان او خوږې نغمې

دخوږو نغمو داول چاپ نه مخکې دملــنګ جــان شـعرونه دښاغــلو اســتاد الفــت،استــاد خادم،اسـتاد بخـــتاني اومــولانا عزيزالرحمن« سيفی» له خوا دننګرهار او کابل په ورځپاڼو او مجلو کې خپاره شوي وو.اوبيــــــا دخوږو نغــمو دلومړي چـــاپ لپـاره استــا د بختا ني مــلا وتړله.نومـــوړی وايي((د١٣٣١ ه ش په اوخروکې مې په دغه کار پيل وکړ اويونيم کال کار مې پکې وکړ،پخپله دملنګ جان په مرسته دده داشعارو (١٥٤) پارچې راټولې شوې ، څـــــه سندرې دده يادې وې څه مسودې ورسره وې او څه مو دشا ګردانو نه واخيستلې ،هغه شــــعرونه مرتب شول اوخوږې نغــــمې نوم ورباندې کېښودل شو)) با يد ووايم چې ښاغــلی غـــلام نبي « نبي يار» معلم صاحـــب چې دبيســـــودو د« بنه غر» د کلــي اوسيدونکی،شاعر او دښه خط څښتن و هم دملنګ جان په غوښتنه ډير اشعار مسوده کړي ول دا چې څو پارچې ول مـا ته نه دی معلوم.لومړي کتاب په ١٣٣٣ ه ش کال کې درحمان بابا ادبي جايزه وګټله او په ١٣٣٥ ه ش کال کې چاپ شو .

نور شعرونه او دوم چاپ

دپښتو ټولنې له خوا دښاغلي عبداله بختاني خدمتګار په اهتمام د چاپ کال ١٣٤٨ هجري شمسي. بيا هم بختانی صاحب وايي((کله چې دی « ملنګ جان» وفات شوزه په ننــګرهارکې وم ماسره دده دنورو شعرونو دراټولـولـو سودا وه خو خدای(ج) دې رحيم(١) « جوهر» بيسودوال ته خير ورکړی چې په کابل کې دملـنګ جان په کـوټه کې کېناست شاګردان يې راټول کړل دمرحوم دمسودو او شاګردانو دخولو نه يې نوې شعرونه نقل کړل او بيا يې هغه کتابچه ماته راوسپارله چې زه نوموړی ښاغلي ته کورودانی وايم او دغه همت يې ســــتايم.وروســــته ما نوره هڅه هم وکړه څه پخوانی شـــعرونهاو څه نوې شعرونه چې په اول چاپ کې هم نه ول دسندرغاړو په ذريعه لاس ته راغلل چې ټول يې (١٣٠) پارچو ورسيدل))...بايد ووايم چــې ددوم چاپ کاې تقريباً دولـــس کاله وځـنډيده دپښـــتو ټولـــنې مــشرتابه به نن ســــبا کوه.ترڅو چې بيا هم دووتنو افــــــــسرانو(جنــــــــرال ســـردار عبدالولي او دهغه دياورمهــرعلي(٢)خان« زلال» په مرسته بختاني صاحب ته لاره هــواره او کتاب چاپ شو.په بيا يادونه ارزي چې ووايم دخوږو نغمو ددوم کتاب په راټولولو کې ښاغلي رحيم« جوهر» بيسودوال او په چاپولو کې يې ښاغلو سردارعبدالولي خان او مهر علي خان « زلال» دبختاني صاحب سره پوره مرسته کړيده .

(۱)رحيم« جوهر» بیسودوال دملي اردو افسردملنګ جان نژدي دوست او تکړه شاعر و.
(٢)مهر علي خان « زلال» هم د بیسودو اوسيدونکی دملي اردو افسراو فرهنګپال شخصيت ؤ.

دريم چاپ دنوو زياتونو سره

دعـــلامه ســــيد جمــــا ل الدين افغــان دفــرهنــګي ټــولنې له خـوا دښــاغـلی لال پاچــا « ازمــون» په زيار (١٣٦٨)ه ش په دې کتاب کې نوې زياتونې شوي دي ښاغلی « ازمون» ډير زيار ګاللی دی نوی شعرونه يې راپيدا کړيدی،دسندرغاړودخولونه يې هم څو پارچې نوی شعرونه رانقـــل کړي دي چې کار او زيار يې دستـــاينې وړدی.په ياد شـــــوی چاپ ښاغـــلي داکـــتر مجاور احمد« زيار» هم يوه هر اړخيزه سريزه ليکلې ده.ديادونې وړ ده چې دچاپ ټول مالي لګښت دوطنپال او فرهنګپال ملي پانګوال ښاغـلی محمد عـــثمان له خـوا ورکړ شــــوی دی. پورتنی کتاب بيا هم دســـيدجمـــال الدين افــغان دټـــولنې لــه خــوا په (١٣٧٧) ه ش ددوم ځل لپاره تکثير شوی دی. البته دنوموړې ټولنې مشر په يادشوی مهال کې استاد صميم او په (١٣٦٨) کې استاد« زيار» ؤ

څلورم چاپ (دوطن دميني کچکول)

دوطن دميني کچکول په نوم دښاغلو عبدالرؤف « قتيل» او سيداګل« غريبيار» په اهتمام (١٣٨٢)ه ش داکتاب ما په يو ځغلنده نظروکوت برسيره پر نويو پيدا شويو شعرونوپه پښتو او دري ژبو ګڼې ليکنې، مرثيې،ويرنې،پيغا مـونه او تصويرونه هم پکې خوندي شوي ديږ دوطن دميني کچکول ما ته تر ټولو پخوانيوچاپ شويوهغه بشپړښکاري.نوموړو ښاغلو ډير زيار ايستلی دی او دملنګ جان په باب يې پوره اسناد راټول کړي دي چې دا څه اسانه خبره نه ده دا کتاب هم بيا تکثــــــيرشوی دی .

ملنګ جان دکورنيو او بهرنيو پوهانو،آديبانو او شاعرانو له نظره

اول :ــ دکورني پوهانو له نظره

ارواښاد استاد الفت وايې «دده داشعارو ديوان دډيروباسوادانولپاره دعـلـم او حکمت کتاب دی» بيا هــم الفــت صاحــــب داسې وايې«دده خوږې نغمې زموږ په خوشحالولواوخوښولوکې ډيره ستره برخــــــه لري،دسازاوسرود په دنيا کې نوی تال پيدا کول دده کار او غــمــونه هــــــــېرول او غــــم په ښــــا دي بــدلــــول دده هــنــر و».

ارواښاد استاد « خادم » په خپل کتاب (النبوغ اوعبقريت)کې ملنګ جان نابغه بللی دی او وايې دده شعر کې هم ترنم شته،هم قوميت او هم دبيدارۍ پيغام .

ښاغلی بختانی صاحب وايې«مرحوم ملـــــنګ چان په عـمل او ويناکې ډيرعـفـيف،صريح او صادق انــسان وپه ويــنا کې يې د صراحت نه بغير ظرافت هم درلود».

مرحوم ملک الشعرا استاد عبدالحق « بيتاب » ملنګ جان ملي او پرهيواد مين شاعر بللی دی .

ارواښاد استاد خليل اله « خليلي » ملنګ جان دبلبل افغانستان په نوم نومولی دی .

ارواښاد عبدالرحمن « پژواک »ويلی دی((در اشعار او احساسات اظهار شده است که اګر حقيقت بقـدرتاثير آن نباشــــد نماينده استعدادوی در شعر است واګر باشددليل بر علو احســاســات وی است که حتماً شـــايان احـــــترام است))

ښاغلی پوهاند داکتر مجاوراحمد « زيار» ليکي((ملنګ جان لومړنی ولسي شاعر وچې داوربل او زلفوله موهومې نړۍ څخه يې واقعي نړۍ ته ګام کېښود او په خپلو زړه را کښونکونغمو کې يې دخپل ولــس اوټولنې هيلو او دردونو ته ځـای ورکړپه پــښـــتو ولسي شعرکې دغه ستر اوښتون دهمده نامه سره غـــوټه او نورو ته د الهام سرچينه اومخبيلګه شو.هسې خو ټوله ولسي شاعريدموسيقی يو نه جلا کيدونکی ټوک بلل کيږي خو ملنـــګ جان به دې پلوه هم يو نوښتــګرانه اوښتون تر سره کړ او پخپلو خوږو نغمو يې په پښــتو موسيقي کې نوي تالونه او طرزونه رامنځ ته کړل.همدارنګه يې دولسي نظم ژانروته په زړه پوری پراختيا او پرمختيا ورکړه اودنورو ولسي شاعرانو په مخ يې نوي جوليز اومنځپانګيزڅنډونه پرانستل ان تر دي چې ډير لوست ليــــک والا شاعران يې تردغو اغيزو لاندې راغلل او اګاهانه او نيم اګاهانه لارويان يې شول .

ارواښاد پوهاند حسن «ضمير» ساپی کله چې دافغاني مبتکر شاعرپه حيث دملنــــګ جان دشاعـــرۍ خصوصيت څــرګــنده وي وايي((دده په شعر کې کلاسيک او فني آدب له عاميانه او ملي آدب سره يو ځای شــوی او يو نوی شـــــــکل يې غوره کړی دی. ددې له امله هغه ديو نوي خاص اوشاعرانه معيار موسس دی که دهغه داشعارو سره اشنا شو نوددغه حقيقت تصديق به وکړو)).

ارواښاد ايوب خان اڅکزی وايي (( ملــــنګ جان دپښـــتونســــتان په تحـــريک کې دژوند پيـــداکولو په خــاطر تل دملي جذباتو نذرانې ورکړي دي))

په پورتنيو پوهانو سربيره ښاغلو امير حمزه بابا،صديق اله رښتين، ميرا جان « سيال »، استاد خليل اله «خليلي»،بينـا پاچــــــا،ارسلان «سليمي» ،ماستر عبدالکريم ،عبدالله «غمخور» ،ګلاب «ننـګرهاري» ،حفيظ اله «ســـــحر»، موسی «شــــــفيق»ضيا «قاري زاده» ،عبدالستار «نظيم» ،ممنون «باغوانيوال»، عبدالـــرزاق «صــــــديقي»، جوهر «صــــديقي»،خـــواخوږی،عبدالباقي «باغوانيوال»،محمد شريف « شريف »، عبدالقدوس « پرهېز »، مولوي محمد صديق ،داورشاه « لېوال »،ګلشـــــاه « ساپي »،سيلاب « ساپي »، غلام نبي « شينواري »، حبيب اله « کاريزي »، محمد کريم ، محمد مونس « ما ليار »، غـــــلام سرور« مجنون »، محمد سلام« بيدار»، غلام حبيب « طوفان کاموي»، غلام حبيب « نوري»، ، قدرت اله « حداد»، محمد حسن «کاکړ» او عبدالرؤف« قتيل» دملنګ جان پر ژوند او شاعرۍ ليکنې او څېړنې کړی دي او يا يې دهغه په مرګ مرثيي اوويرنې ليکلي دي. که ځوان ليکوال اوشاعران ورسره حساب کړو دا ګڼه ډيره اوږديږي .

دوم :ــ ملنګ جان دبهرنيو پوهانو له نظره

د پخواني شوروي اتحاد دعلومو داکاډمۍ داسيا يي ملتونو دانستيتوت علمي کارکونکی او دافغانستان دپښتو ټولنې افتخاري غړی استاد نيکولای دوريانکوف په خپله يوه څېړنه کې چې عنوان يې (دپښتونستان مسله او افغاني شعرونه) ليکې ((دځــــــوانيمــرګ شاعر ملنګ جان دتوجه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو د ارتقا سره ارتبا ط لري بې مبالغې ويلای شو چې دغه له دی شاعــر چې دولس نه پورته شوی دی دافغانستان او پاکستان د ننې سرحد ددواړو خواووپښتنو په مخکې فوق العاده نوميالی شاعــر دی چــې په همدغه سبب يې په خپلو سندرو کې خپل شاعرانه استعداد د شريف ملي هدف په خدمت کې وښود))

داستاد دوريانکوف يو بل اثر (ملنګ جان دافغانستان ملي شاعر) په ١٩٦٠ م کال په مسـکو کې چاپ شوی دی.روسې لېـــکوالې مېرمن ګراسيموا ـــ او ښاغلی ګ ګيرس ښه ګډه يو کتاب ليکلې دی چې نوم يي دی(دافغانستان ادبيات)په نوموړې کتاب کې د ملنګ جان سندرې هم راغلی دي دکتاب ليکوالان وايي((کله چې مونږ دملـي شفـاهي آدب په با ب خبرې کوو نو مجبور يو چې دملنګ جان سندرې پکې راوړو او يادونه ترې وکړو))

بلې روسي ليکوالې ميرمن تا تينا کوختينواهم (دافغانستان بيببليو ګرافی)په نوم يو کتاب ليکلې دی چې ديو څپرکي عنوان يې دی (ملنګ جان دافغانستان ملي شاعر)

همداراز ښاغلی انا کاؤسوف دترکمنستان مشهور معا صر شاعر يو ځل افغانســتان ته راغلی او دخپــــل سفر خا طـــرات يې په ترکمني شعر ليکلی او (افغاني ملاقاتونه) نوم يې پرې ايښی دی دغه منظوم کتاب په ترکمني ژبه چاپ شــــوی او بيا ښــــاغلــی ياکوب کوزولوفسکي په روسي نظم اړولی او په ١٩٦٣ م کال په مسکو کې چاپ شوی دی. دذکرشوې کتاب ديو شعر عنوان دی( دملنګ جان سندره) چې بيا هم دا سـندره بختا ني دروسي نظـم نه په پښــــتو اړولی ده چې داسې شروع کيږي:ـــ

دغه زړه دی که پرهار دی
دا زما په دې سينه کې
دردمن زړه دملنګ جان......

ملنګ جان او موسيقي

ملنګ جان پښتو موسيقي ته بې ساري خدمتونه کړيدی نوی تالونه او طرزونه يې ورته پيدا کړيدی او هغه يې نوره هم خوږه او بډايه کړيده،زه فکر نه کوم چې کوم بل شاعر به دموسيقي په برخه کې دومره ګڼ شمېر شــــــا ګــردان روزلي وی اويا به يې خپلو ترانو ته دومره د موسيقي طرزونه جوړ کړي وی هغه سربيره پر دی چې لوی شاعـــــر و ډيرتکړه مصنف او کمــــپوزر هم و.ددې لپاره چې زموږ يو بل ملګری ((دملنګ جان کلام دموسيقي په څپو کې)) تر عنوان لاندې مقاله لري زه يوازې دهغه دشاګردانو دنومونو په يادولو اکتفا کوم.خو ديوخبرې يادول ضروري ګڼم :ــ دخوږو نغمو دلومړی چاپ نه مخکې دملنګ جان په ژوند دهغه دوه اولني شاګردان په حق رسيدلي ول چې يو يې محمد رحيم کاکا او بل يې مرجانی نوميده دګل علي په قول ((محمد رحيم کاکا دملـنګ جان ډير اشــعار د ځان سره يوړل))دشاګردانو په ډله کې يې ډير شمېر مسلکي او لږ شمېر شوقيان شامل دی او دا ښاغلي عبارت دي له:ـــ

اسلم استاد دبيسودو،عبدالخالق بيسودی، ګل علي بيسودی، مدد استادبيسودی،ګل رحمان بيسودی ،صمد استاد دجلال آباد ښـــاردپيښورۍ دروازې ،ګلنام بيسودي، استاد ګل نبي دښاغلی بختاني صاحب په قول چې دموسيقي پوخ استادد بيسودو،عثـــــمان،فقير دسره رود، ځنډی ، کريم استاد دسره رود،چې دايوب استاد ماما و دګل علي په قول لکه شپلۍ هسې اواز يې درلود، مشکياستاد، ګل محمد استاد(ګلکی) دلغمان ، ملا محمد (ملاګي)دلغمان، طلا محـد دلغمان ، غلام محمد استاد دلغمان،ګلاجان ، محــمد ابراهيم ،سپين با دام ، فيض ګل دخوش ګنبد،محمد دين (زاخيل استاد) ،امين جان، امين اله ،عبدا لرحمن (اور) ، اولمير استاد،ايوب استاد، ميرزاګل او ځنې نور...

دګل علي کيسې او خاطرې

١ـــ داستاد دشاعرۍ لومړنی کلونه ول،يوه ورځ استاد دکلی په حجره کې دځپلو ملګرو اوشاګردانو سره دټنګ ټکور مجلـــس جوړکړی و،کوم لنډ پاری ورغی ملا نظام (١) اخوند يې پرې خبر کړملا راغی منګی او دتنبورې په شان يوه اله چې ملــــــګ جان او دکلی نورشوقيانو پخپله جوړه کړې وه مات کړل او بيا يې په ډير غضب ملنګ جان ته وويل که پس له دې دې شعرونهوويل ږه به لتا سره ګورم،له دې پېښې وروسته ملنګ جان سخت ناروغ شوناروغي ترې يوې مياشــتې واوښته خپــلوانو يې ملا نظام ته وويل محمد امين له ډيره خپګانه ناروغ دی ځکه چې تا له شعرويلو منع کړی دی هغه و چې ملا يې پوپتنی ته ورغی او ورته يې وويل (( که شعر دې دکتاب سره موافق واجازه درکوم او که نه ونه درکوم )) ملنــــګ جان دناروغی په حا لــت کــې في البديهه دا شعر ورته ووايه:ــ

ويلي به دا غرونه شي په امــر دجلـــيل سره
ړنګ به اسمانونه شي شپېلۍ داسرافيل سره

دملا دسترګو اوښکي راغلي او وې ويل تا ته بالکٌل اجازه ده هر څومره شعرونه چې ويلی شې ووايه،په هماغه سبا دملنګ جان تبه وشليده اوصحت يې بياموند .

(١) ملا نظا م اخوندد ملنګ جان ما ما او يو لوی ديني عالم ؤ.

٢ ـــ بيا هم ګل علي وايي:

دعسکري خدمت نه وروسته بيا هم ملنګ جان په بزګرۍ او مزدورۍ بوخت و،ماما ګانو يې ورته يوه جاله هم جوړکړې وه چېتر څنګ يې جاله واني هم کوله.لنډه موده يې د چغسرای دحکمران دوست محمد خان سره نوکري هم وکړه نوموړی حکمران د شخصي ساتونکو يوه شپږ کسيزه ډله درلوده چې دوه درې تنه يې دملنګ جان انډيوالان ول يوه شپه ملنګ جان خپلو ملګرو ته وويل چې زه خو سر له سبا دا دنده پريږدم تش په ګيډه نوکران يو او دحکــمران صاحــــب سره ټــوپک ګرځوو دا کار زمــا نه خوښېږي. په هماغه سبا نه يواځې ملنګ جان بلکه ټولی ډلې دنده پريښوده او خپلو کورونو ته لاړل.حکــمران فکر وکړ چې دا کار د امين له خوا شوی دی ځکه چې هغه تر ټولو وروسته دې ډلې ته راغلی و نو يې پر ملنګ جان کومه نا حق تورولګاوه او بې ګناه يې بندي کړل ،دوه دوه نيمې مياشتې بې برخلېکه دجلال اباد په محــبس کې بندي و.لــه نيکه مــرغه په دې وخـــت کې دصدارت عظمی له خوا درئيس طره باز خان په مشرۍ يو پلاوی دننګرهار دتفتــيش لپاره جلال اباد ته ورســـيد.دننــګرهــار چارواکو دکابل دمېلمنو دپاره ديو لوی کنسرت دجوړولو پيل وکړ،زه او ډير نور ســندرغاړي يې وغوښتـلو او راته يې څرګنده کړه چې نن شپه بايد دکنسرت لپاره ځانونه چمتو کړئ کله چې دا خبرې خلاصې شوې زه راساُ محبس ته داستــاد دليدولو لپارهلاړم ټوله کيسه مې ورته تيره کړه هغه په څو دقيقوکې يو شعر جوړ کړ او ځای پر ځای يې دلوبې په طرز کې راته کمپوز کړ چې مطلع يې ده :

ورک شو ظلم زور په مشرقی نوی دوران راغی
کور په کور پوښتنې ته رئيس طره باز خان راغی

يو ځل مې استاد ته تکرار کړچې کومه غلطې پکې نه وی هغه وويل بالکل سم دی ورځه کامياب اوسې.زه راغلم اودخپلو ملګرو سره مې دموسيقي په څپو کې ښه تمرين کړ دشپې کنسرت شروع شو څو سندرغاړو زمـــا مخکې وار تير کړ بيا زما نوبت راغی ما هم اول يو مقام او بيا دا نوی لــوبه شروع کړه باور وکړئ چې ډير استــقبال شـــوم او ډيرې چک چکې راته وشوې دکنسرت په ختم کې رئيس طوره باز خان وغوښتلم نژدې ورغلم احترام مې پر ځای کړ هغه هم تشويق کـــړم بيا يې رانه وپوښتل ((خودِ ملنګ جان کجا است)) ما وويل صاحب ښه شو چې تاسو تشريف راوړ دلته خو پوښتنه نه شته هغه بدون دکوم جرم بندي دی رئيـس يو چارواکې ته امــر وکــړ تيلــيفون وکړه دمحبس امر او ملنــګ جان په څــو دقيقو کې دلــــته راوغواړه امر ډير ژر اجرا شو ملنګ جان او دمحبس امر راورسيدل رئيس دمحبس امر ته امر وکړ چې ((ژرشه دملنګ جــانزولنی او ولچک لېرې کړه هغه نور ازاد دی ))

٣ ــ يو ځل بيا ګل علي

يوه ورځ زه ، اسلم استاد او استاد ملنګ جان يوه رسمي کنسرت ته بلل شوی وو دراډيو افغانســتان د موسيقي ټولو استـــادانو،دولتي لوړ پوړو چارواکو او دکابينې غړو پکې ګډون کړی و ملنګ جان استاد ته يې په اول کتار يې ځای ورکړی و.دې کنسرت ته دافغانستان صدراعظم ښاغلی محمد داؤد خان او دافغانستان ټولواک المتـــــوکل علی اله محــمد ظاهــر شاه هــم تشريف راوړ دډوډۍ خوړلړ نه مخکې سردار محمد داؤد خان د لاس په اشاره ملنګ جان ځان ته نژدې وغوښت او باچا ته يې وويل ((اين آغای ملنګ است )) باچا غېږه خلاصه کړه او دمعمول وخت نه يې ډير ملنګ جان په غيږ کې ټڼينګ ونيو بيا يې د قبائيلو رئيس ته امر وکړ (( تما م احتيا جات زنده ګي ملنګ جان را براورده بسازيد ))سبا دقبائيلو رئيس ملنګ جان خپل دفتر ته وغوښت او ورته يې وويل :

ــ ووايه د کابل په کومه کارته کې کور غواړې ، څه ډول موټر غواړې !
ــ ملنګ جان موسکې شو او ويي ويل زه هيڅ نه غواړم که ما ته کور راکړی بيـــا زه دتعـــــمير سره مصروفيږم او ولـــس مې هيريږی زه دولس ملنګ يم ما خپلې ملنګي ته پريږدئ چې دولس خدمت وکړم.
ــ رئيس په جدي ډول وويل دا دباچا امر دی او تعميل يې پر موږ واجب دی
ــ ملنګ جان په جواب کې وويل ددې لپاره چې دټولواک امر تعميل شي معا ش مې شپږ سوه دی هغه اوه سوه کړئ

ښاغلو لوستونکو !

هيله من يم چې دژبې او ادب مينان به دملنګ جان دژوند او شاعرۍ په باب نوي او هر اړخيز معلومات په خپلو ليکنو او څيړنو کې وړاندې کړی،زما دا ليکنه چې په نشت حساب ده څرګنده ده چې ډيرې نيمګړتياوې به ولری اول بښنه غواړم او بيا ستــا سونيوکو،مشورو او لارښوونو ته سترګې په لاره يم.دملنګ جان روح ښاد او وطن يې آزاد غواړم او پخپلې لاندې څلوريزې خپلو خبروته دپای ټکی ږدم

څلوريزه

« ملنـګ جان د آزادۍ دلار ملنـګ و»
غلامۍ او بې ننګۍ سره په جنــګ و
ګرځولی يې کچکــول پر پښتـــنــو و
راټول کړی يې پښــتو لپــاره ننــګ و

په ټوله مينه محمد صديق « ننــګ»
اپريل ــ می ٢٠٠٩ م ډنمارک

اخځليکونه :ــ

 (۱) ــ دملنګ جان خوږی نغمې (مطابق چاپ اول تاج محل کمپنی د چاپ کا ل ١٣٨١ ل   )
(۲) ــ د ګل علي سره مرکه (کست او د نارنج ګل وېب پاڼه « www.narenj-gul.com »
(۳) ــ واجد عبدالواجد دملنګ جان په اشعاروکې دهيواد پالني انګازې ( دازادۍ مطبعه کابل ١٣٨٣ لمريز کال)
 (۴) ــ خليل، حنيف د رحمان با با کليات سريزه يادښتونه اوويبپانګه (دانش خپرندويه ټولنه ١٣٨٤ لمريز کال)
(۵) ــ بختانی ، عبداله خدمتګار ( زه ملنګ جان او خوږې نغمې دانش خپروندويه ټولنه ١٣٨٤ حمل )

(۶)ــ زيار ، داکتر مجاور احمد يادښت ( دعلا مه سيد جمال الدين افغان فرهنګی ټولنه ليندۍ ١٣٧٠ ل)

Top/به سر صفحه/سرپاڼې ته

                 


Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved