اوښ ته يې ويل،لوړښه دى که ځوړ؟ ده ويل د دواړودې بېخ ووځي .
اوښ ته يې ويل غـــاړه دې کږه ده،ده ويل کـــوم ځـاى مې ســــم دى .
اخښى، چې روپۍ شيـــندي، د کلي ټــولې پېغــلې به يې خدمت کوي .
اس دې له بله، لښته دې له ځنگله، چې نن يې نه زغلــــوې . نو کله .

اوبه ، چې ترسر تېرې شي، څه يوه نېزه، څـه دوه نېزې .
اوښ کــه په پيسه شي او پيسه نه وي .نو څه به يې کړې .
اوربشې که د روپۍ ســل منـه شي، د خـره پکښې لپه ده .
اس يې هغــو ته ورکـــړ، چې د تانگ د تړلــو يې نه وو .
اسونو ته يې نعلونه وهـل، چنگښـو هم پښې جــگې کړې .

اميـــر، چې ظلم کار وي، اور بل په ::ټول ديار وي .
الحمد هغه الحمد ده. خو خوله د ملا عثمان غــواړي .
ازموېښت اول په کال او تليــن و، اوس دم پـه دم دى .
اخــــــترچې تېر شي، نکريزي په دېــوال پورې کړه .
اخــــــور يې جوړ کړ، ويل يې اس به خداى راکړي .
اسان يې په سوو گټي، مېړونه يې په خـــــــولو گټي .
اول مېـــــړانه په سيالي وه،اوس سپيتانه په سيـالۍ ده.

ادې چې د زړه کــوي، او گرې ته هم تبى کــوي .
ارزان بې علته نه وي، گـران بې حکمــته نه وي .
التحيات چې په ولاړه وايي، په ناسته به څه وايي .
اسمان لاندې يې کور دى، په مــامــا يې پور دى .
اتڼ وهـــه شېر داده ! نن بيا د چــرگ ښـوروا ده .
چې اوږه ونه خـوري له خـــولې يې بـوى نه ځي .
اوښ که غټ دى، هـــم د شيدو تمه ترې مه کوه .

اسمـان يې بړستن ده، ځمکه يې تـوشک ده.
اسمان، چې گـړزېږي، هـومـره نه اورېږي.
امير يې ورکوي، شېـخ ميريې نه ورکـوي.
ارمان به کړې هلکه، بيا به نه مـومې ادکه.
الف که څه نه لري، بې هم لښـکر نه لري.
اس چې شڼېــږي، د موگي په زورشڼېږي.

اوسپنه، چې څومره ټکېږي، هـــومره پخېږي.
ادې چـــې زوروره ده، د بـــابــا لــه زوره ده.
ارمان چـــــې وروستى عـقـــل لومـــړى واى.
ابا يې مړ کــــړ، په چــاړه و، کــــه په لاره و.
امـوخته خــــورښه دى، که ميـــراث خــــور؟
اوښ لـــــه باره ولـــــوېد، له بړبړه ونه لــوېد. 
اوښ دې اوســارکړ.نو دې په لارکړ.
اوگره، چې سړېږي، بلا پرې لـوېږي.
اورپسې راغله د کـــــور مېرمن شوه.
اوړه دې په اوړه، منت دې پرڅــــــه.
اوښ ترپـولې لاندې نـــه شي پټـېدلى.
اوښ چې ولاړ، مهـــار يې څــه کوم.
اصيل ته اشرت کم اصــل ته کوتک .

انسان تر کاڼي کلک، تر گل نازک.
اوبو اخيستى ځـگ ته لاس اچـوي.
ابا کــــورنشته، له ادې ډار نشــته.
ابۍ زړه شوه له شـــوقه ونه لوېده.
اوبه د جام له مخې څښــــل کېږي.
اوبه پورته وهه، کښــته يې لار ده.
اوباز يم .خو بې گــودره نه گډېږم.
اور او اوبه نه سره يو ځـاى کېږي.
انسانيت په بيه نه اخيستل کېـــږي .
ايړاپورغــواړي، بېړا نورغواړي.
اوړه په موټي،غـــــوړي په گوته. 
ايلچي ته نه بند شتــه، نه زندان.
اوړه د مېچـنې، زورد خچــــنې.
اوښــــان نه ژاړي، وري ژاړي.
اوښ په ســرباري نه درنېـــږي.
امرسې خوري پيسې نه ورکوي.
اس خپلې وربشې خپله زياتــوي. 
امانت ځمکه هم نه خيانتوي.
ابۍ مړه شوه، تبه يې وشلېده.
ابۍ زړه شوه خو مړه نه شوه.
انسـان بې وزره ـــمرغه دى.
اول زده کړه، بيا کوژده کړه.
اس پردى، سپور پرې ميرى.
اوبه چې ډنډ شي گنده کېږي.
اورته خــپل او پردى يو دى.

اوښ په غلبېل نه درنېږي.
اوښ په بډه نه وهل کېږي.
ادب له بې ادبه زده کېږي.
اسمان لرې، ځمــکه سخته.
اوبه د سرله خــوا خړېږي.
اوبه خړوي مــاهيان نيسي.
اور له خپلې لمنې لگــېږي.
اوس يې څـــه پرتوگ کوې.
ازمايلى څــــوک نه ازمايي.
انسان، تابـع د احســـان دى.
اشنايي د شگــــو مـزل دى.
اوبه پــه ډانگ نه بېلــېږي.
ارهنــډه انگــــور نه نيسي.

اور د خسڼي نه لگېږي.
اول حــق د گاونډي دى.
اوښ ته رباب مــه وهه.
اول ځان، پسې جهـــان.
اختــــر پټ مېړه نه دى.
ازمايلى بيا مــه ازمايه.
اس لــره، په لاس لره.
اول اتام، پســــې کلام.
اول ســـــلام، بيا کلام.

|