دنارنج ګل دوېب پاڼې دپښتومتلونوڅانګه

د

دصحراغم به کورته راوړم دکورغم به چيرته يوسم.
د لــــوگـــري لوته زړه نه کيــــږي لورپه لوټه تيروي.
دړانده له نيـــولو او د کاڼه له وهلــو د خـــداي ســـاته.
دراغجــــن درواغ وايي اوريښتني يي قيـــاس کـــوي.

دوه هنــدواني  په يو لاس کي نه نيول کيږي.
دغريب ملا په آذان څو ک روژه نا ماتـــوي.
دښـاردروازي تړل کيږي دخلکــو خولي نه.
دسپوله خواري ګيډړان پربامــولــوبي کـوي.
د گونگي ځوي ژبه خپلـه مورښـه پوهــيږي.
دوست به دي وژړوي دښمن به دي وخندوي.

ديوي سپږي لپاره ټول پوستين مه سوزه.
دوست ته حال وايه دښـــمن ته لاپي کوه.
دمچ جنگ به د پک په سرمعلــــوم شي.
د سپي په خـــوله درياب نه مــردارېږي
دميــــږ چي مرګ راشي وزرونه وکړي.
د زورورو وهـــل او د کمزوري کنـځل.

دغنمو له برکته اغزي هم او به کيږي.
دوږي سترگي په دسترخـــوان کي وي.
ديوال نم زړوي خــــوانسان غم زړوي.
دگيډړترنازه د زمــــري داړل ښـــه دي.

دملک مخي او د قاطر شاته مه زه.
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه.
دسوال مړي له ستوني نه تيريږي.
د غريب غـــاښ په حلوا کي وځي.
دســـوال په اوبو ژرنده نه ګـرځي.

دخـوارانو ديگ په صبرپخيږي.
دفقيرچي چيرته ښه هلتــــه شپه.
دلمدو خټـــو لږاوبه حــاجت وي.
دزمرکـــوربي هــډوکـــو نه وي.

دقبرخاوري په قبرتماميږي.
دنيا ء په اميد خـوړله کيږي.
درياب به لوښـــونه وچيږي.
دوه پک هغه هم سره ورک.
دريا ب په لوټه نه خــړيږي.
دميـــړه يا ترب دي يا خرب.
دمړي څخه شيطان بيزاردي.

دصبرخـــواړه خــواږه وي.
دزوراو به په څلي خيــژي.
دمــــروروبرخـــه تا لاوي.
درواغ د ايمــــان زوال دي.

دښاروو ځه له نرخــه نه.
دېوالونه هم غـوږونه لري
دا وړي نه شــــړي ګيږي.

ډيري لاړي لږولاړي.
دکبرکاسه نسکوره ده.
دزروقدرپه زرګـروي.
ددرواغومزل لنډ وي.
دزړه زړه ته لار وي.
دظلـم عمـــرلنــډ وي.
دغـــه گـزدغه ميدان.

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved