م
مارچي هرڅومره خوارشي بيا هم چنګښي نه خوري.
مارچي هرڅـــومره خوارشي بيا هم څنګښي نه خوري.
مگرزه وايم سپيـــن والي دويښتـــو ښــه دي نه دسترگو.
ماما چي جيب ته لاس کوي د خــوري طعمه ورته وي.
ميا که رښتـــيا ميا وي خپلي وزي به ميږي کـــړي واي.

مگرزه وايم چي روغ صورت جوړه پاچاهي ده.
ميږته چي خداي په قهـرشي نو وزرونه ورکوي.
مه ځه په هغه لارچي نه دي مـورځي او نه پلار.
مورکه ليو گي هم شي خپل ځــوي نه خـــوري. 
مړي نه خاندي که وخاندي کفن څيروي.
مه داسي خوږشه چي څـوک دۍ وخوري.
مه داسي تريخ شه چي ودي غــــورځوي.
ميلمه وي دڅو شپــــونه چي پايي ترکلــو.

مخ يي پټ کړه رنګ ئي ورک کړه.
مـــرگ حق دي گوراوکفن شک دي.
مـــلا ځان هيـــرکا اوبل ته مسلي کا.
مـــوړد وږي له حـــاله څـه خبردي.

مرغــــه دانه ويني لومه نه ويني.
مه کـــوه په چاچي وبه شۍ په تا.
مارد ځان له ډاره خـــولي اچوي.
ماهي چي نيسي ترلکي يي نيسه.
مرگ نه په واړه دي نه په زاړه.

مارچيچلي له پړي ډاريږي.
مرگ د ډيروپرده د.
مساپري بده بلا د.

|