غواړې چې انګورونه شراب جوړکړې؟
څنګه دې ترخې کـــړلې خوږې سترګې
هرنظـــرئې ژونــــد بخښـــي بسمـــلوته
دم د مسیحا لـــري ستا مـــړې ستـــرګې
تورې که دې وروځـــي دې، باڼه غشــي
زړه مې مُــدام غـــواړي دا فتنې سترګې
لنډ ئې له حســـرته شي ژونـــدون د ګل
پټې ترې ســـاته خپلې غـــونچې سترګې
ســــــل ژبې پیـــدا کـــړي رازد مینې ته
ووائې هر څـــه دا پټې خـــولې ستــرګې
تل چې زنګوي «زمـری» د خیال په ټال
تل دې وې روښــانه ســــتا لمبې سترګې |