و دی سوم وصال باندی ، دود دی په هجـران کړمه
حال د لیـــونۍ مینې ، څنـــــګه دی بیـــان کړمه ؟
نه دی وه وعـــده په ځـــــای ، نه دی انتــــظا رتمام
څوک به مې فریاد واوری ،څیری که ګریوان کړمه
نه دی ښــــاپــیری ســـــیالی ،نه هـم د جنت حورې
ای د یاریکتا حُســنه!ځان ته دی حــــیران کــــړمه
نیم نظــــــرکتـــــو ته دې، ټـــــول عمــــــرتپــیږمه
ســـتا پوره نظـــرنه به ،خپل ژوندون قـــربان کړمه
ته ای د ختن هـــــوسۍ ،مـــه تریـــږه زړه نـه مې
څو چې دا وحشی «زمری» ، تاته په فــرمان کړمه |