> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

بـــاور

divider

دغــــربت تـــــــوره نــــړۍ ده ،پکـــــې یاراونه دلبـــــرشــته

نه په دې ســــکاره جهــــان کې،مې دګــــران وطــن اثــرشته

نـــه رڼــــا ملکـــوتي ده ،نـــه جــــــلــــــوه د مــــــلائیــــــکو

نه د حــــــورود وصــــــال شــــوق،نه نیشــــه ئې دکـوثرشته

نه دلمــــرتندي ځلیـــــږی،نه سپــــــوږمۍ په خـــــرام خیږي

نه د ســــتورومرکې شـــــته،نه ماښـــــام شـــته نه سحــرشته

نــــه د بـــوټـــودنغمــــوغـــږ،نـــه دونــــــودمستۍ  شــــــور

نه ګلــــونوکـــې څه بــــوی شــــته، نه غوټیـــوکې ساغرشته

نه  څپـــې سمـــــندرې دې ،نه ځـــــړوبو کې غـــــوغــــا  ده

نه ماهی ښــــوري اوبـــوکې،نه غـــواص اونه ګــــــوهرشته

نه داورلمبـــــه تـــوده ده ،نــه د یخـــــوکنــــــګل ښـــــکاری

نه هـــوا ده ســــــندریزه،نه فضا کې شـــــــوراورشــــــرشته

نه له خــــولــــونه آوازخیــــږي،نه د چــــا غــوږته څه رسی

نه د بــــوی اثرپه څـــــه کــې،نه د چـــا روښـــــان بصرشته

نه احســــاس د انســــانانو، نه خــــوښۍ اونه غــــم ښــکاری

نه څــــه نښـــــه د زړه ســــوی شته،نه دغـم شریک بشرشته

divider

هغــه څـــه چې نن راغلـــي د افغـــــــان په عــــــدن بانـــدی

نه جــــوړه ئې دوزخــــو کې،نه قصــــــه ئې په سقــــــرشته

هــردریاب لمبــــه،لمبـــه  دی،ځمــــکه خوځی لکــــه ټال نن

ته به وائې دې وطـــــن کې نه درونـد والی شـــته نه غـرشـته

توفــــانـــونه دې چـې  ښـــوري، بـــلا ګانـي دې چــې اوري

نه دنــــــوح څــــه اثــر وینـم ،نه دعــــــــاوو کــې اثـــر شته

اسمـــــانونه رالـــــویـــدلي،ســــــــتوری ټــــــول را ټکیـدلي

لمرورک شوی دې له خلکـو،نه څــــراغ  شــــته،نه قمـرشته

مرګ اوریــږی پـه دې خلکـــــو، ویـرژړیــږی په دې خلکو

دا وطـــــــن دماتمــــــــونـو،ده کــــې کلــــه بل منظــــــرشته

یا پـــــری ډکې شــــولې کنـــــدې یاپرې ولـویـــــدل کمـرونه

بې حســـابه ، بی حســــابــه،اوس نــه کنــــــده نه کمـــــرشته

په غمـــــونـوکــې اوبـه شــــوه ،حــــوصــله نـــوره دخلکــــو

چې به سل ځایه غـــوڅ نه وي نه کــوم زړه اونه ځیــګر شـته

دازمونږداوښــــکو موج ته نړیـــــوال هــک اوحیــــــران دي

نه سیـــــندونــــوکــې ئې مثــــل،نه  ثـــانی ئې سمـــــــندرشته

څوک به داسی تالان جــوړکړی،په خپل کوراوخپل کهول کې

نه مســـلم چیـــــرته پیداشو،نه هــــــم دغســـــی کافــــــر شته

مړی وکښـــــل شول له ګـــــوره،دا قیــــامت نه ده نوڅــه ده؟

کوم منـــــکرویلـی داوه:نه قیـــــامت شـــــته نه محشـــــرشته

دتاریخ ستـــــرګی ړنـــدیږی ،دفـــــرهنــګ مـــری غوڅیږی

نه د منعــــی مټ کې زور شــــــته، نه څــه  نښه دحـــذر شته

د یما توغـــــــونه ســـــوځي، د نـــوروز ډهــــلونــه چـــــوي

نه اتـــڼ د څڼــــورو،نه ښـــــــادې اونــــه اختــــــــــرشــــــته

پـــه نغمــــــــود بلبـــــــلانـــــو،دبنــــــدیـــززولنـــــې لګــــې

نه د ګل څیـــــره غـــــوړیـــــږی، نـه بـــورا،نـه ئې وزرشته

د وږمـــــوا وپـــرخی مخ ته، دي کـــــړکــۍ زمـــــونږتــړلي

د غـــوټیـــوغــــوړیـــدو ته نه ګـــــــذرشـــــــته اونــه درشته

له نـــارنـــج نه انځــرجوړدی،ګل ئې نه ښــکاری په ستــرګو

که رښـــتیا هم لږ څه ځیــــر شی،نه نارنج شــته نه انځــرشته

ستــــرقـــــوت ووپه دنیـــا کــې د افغـــــــان میــــــړني خلک

اوس ئې تــــوره پڅـــه ښکاري،نه ئې زورنــه ئې لښــکرشته

چې پردو ته ئې  ورنیـــغ کــړی،د غیــرت په هـــوډ اوننـــګه

ددې خــوار ولس په کـــورکې نه اغزی شـــته نه خنجــر شته

دا چې خـــاندو یــــوتربلــــه ،دا دغــــم لـــه زوره خـــــانـــدو

کنه وګـــوري عــــالمـــــه لاپـــــه زړوکــې مـــونیشــــترشته

divider

د ســــبا پـــه هیـــــله پـــــایــــــو، د رڼا پــــــه میـــنه پــایــــو

په سپــــیدود ســـــباوون کــې د یـــونــــوی ژونــــد خــبرشته

د یـــــووالی مټــــۍ ورکـــــړی، د یــــــوه ملــت زمـــــریـــو

هیرئې نه کـــړی چې نفــاق کې د نیستۍ او مرګ ضــررشته

ځې چې یو بل ته ډیوه شــو،ځې چې یو بل ته لارښــــود شــو

مونږ پخپله ستر قــــوت یو،مـونږکې ســراوهــم ســــرورشته

دلتـــــــه پــاتی ککــــــرۍ دې د پـــــردیـــــو یـــرغلګــــــرو

دې ولس کې لا تر اوســــــه  زوړقــــــوت د ستــر ظفـــرشته

چې آمـــومـو ورته  نیـــــل کړفـــرعـــــون موپکــې ډوب کړ

د وطــــــن پــاکــه کعبـــــــه کــــې لا بتـــــــــــونه د آذرشــته

لــه مــاســـکو تــرواشنګټـــنه ، لــه تهـــران تــرپــاکســـــتانه

تورلاسونه به غـــوڅیږی چې میراث مــونږته جمــدر(۲)شته

ستــــرګې وباســی درجـــــــار شــــــم  دپــردو دغـــــلامــانو

چې مـــــو وژنی یوتربل،خپــــــل کالــه کې مــــودا شـــرشته

divider

دا وطــــن به بیا وطــن شی،ســـــره ټــــول به روح اوتن شی

دا به وښـــیودنیـــا ته چــې پـــــه مـــــونـــږکې دا هنـــــرشته

دا بیـــابان به بیـــــا ودان شــــی،دا میــري به  ګلســـــتان شي

یوبه بیا ســـره افغـــان شی،په دی ملک کـــې دا ګــــوهـرشته

بیا به جـــوړنارنــج محشـــرکړی،له ښه بویه ننــــــګرهارکې

ددې ونې اصـیل بیـــخ کې خـــــونــــدور اصیــــل ثمــــرشته

لالــه زاربــه د مـــــزارهـــم په خنـــــدا شــی کنــــدهـــــارته

د هــــــرات په پــــاکه خــــاوره د ملـــی وحـــدت شــــررشته

سره یا قـــــوت دبــد خشــــان به دپنجـــشیر زمرد ښکل کړي

ددې غـــرونـو دزړوتل کـــې د ورورۍ اصـــیل زیــــورشته

د لغــــمان د پــــوهی څـــرک به د کاوون له څـــوکـو واوړي

د هلمــــــند په کنـــاروکـــې لا بی شمــــیره هنــــرورشــــــته

تاکسـتان به د پــــروان هـــــم د بامیــــان په اوږو خپـــورشي

په نښـــــترود پکتــــــیاکــې د ملـــــی غـــــــرور اثــرشـــــته

د بــاد غیــس د پســــتې خـــولې به د کنــــړشــفق ته خـــاندی

د ورورۍ د وینــــوجــوش کې دا ګــــوهـــــرشته داهنـــرشته

شبرغان به  چـراغـــان کړی د وطــــــن تیـــاره ګـــــوټـــونه

ددې ځمکــــې دزړه تل کــې دا ګـــــوهـــراوداســــی زرشـته

د کفـــــن پرځـــای به پټ کـــــړې ژونــــدی تن ددې وګـــړو

د کندزښــــــکلې وادې کـــې بی پــــایـــانه دا سپــــین زرشته

د  آقچــــې او مـــورغــــالۍ  به د هغـــــو قــــدم ته فرش شی

چې ئې ټـــــــول افغـــان ولس ته یواحســــاس اویونظــــرشته

ټـــول به ټـــول په یوه خـــوان شی دښمنان به مو پریشان شی

دابه ټـــوله نـــړی وینــــی چې نه کـــوزمــونږکـــې نه برشته

بیــــابه شــــین شـــی له خنـــد انه دا سپـــیره کابــل دنیـــــا ته

تل دې ګــــران افغـــانســـتان وی څوچې دغه بحر او بر شته

بیا افســـــربه مې افغـــــان شی دزړه سربه مې افغــــــان شی
لـــراو بــربه مې افغــــــان شی د «زمـــری» دغـــه باورشته

۲۰۰۱/۶/۳

۱- دا شعر په ۲۰۰۱ کال کی د نارنج ګل په مشاعره کې چې په مونشن کې جوړه شوه  لوستل شوی .
 ۲ــ دخوشحال خټک دتوري نوم

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved