> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

د امیدونوساقي

divider

د ښاغلی جنید شریف د«رنګ دی الوتی په تا څه شوی دی»په اقتفا

ای د مټــــونـــــو اوخمـــــــونو ســــــاقي
راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

ســــوزند اورونه ســــره لمـــبه لــــرې؟!

زه یې چـې غــــواړم ها قطــــره لرې؟!

ای د دنیـــــا د ســــرو لعــــلونو ســـاقي!

یا له اورونو ســــــره اســـــــره لـــرې؟

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

ته  د اورونــــو  تــــــود نظــــــر  لرې؟

ته  پـه جــــامونــــو کې  شـــــرر لرې؟

ای دلمـــــبو اود اورونــــــــو ســـــــاقي؟

په میخـــانه کې ســـــور مجمــــر لرې؟

 راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

درد منـــــو زړنـــــــــو تـه دوا لــــــرې؟

ته ســـــــرو شرابـــــو کې صفا لـــرې؟

ای د رندانـــــو د بزمـــــونـــو ســــــاقي!

تـــــورو  تیــــــارو  لــــــره  رڼا  لرې؟

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

را چې خراب زړه مې نورهم خراب کړم

راکړه شراب چې پرې ځیګر کباب کړم

ای  په اوبـــوکې داورونــــــو ســـــــاقي!

راکړه چې هیـــره پرې ګناه ثــواب کړم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

راکـــړه چې ورک نوم دسستي غـــواړي

راکـــړه چې زړه  رانه  مستي غــواړي

ای د خـــــوښیواوشــــــورونوســــــــاقي!

ترخه خیـــــالونه خپــــل پردي غــواړي

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

ســـــــړوفکــــرونو ته لمــــــبې راکــــړه

راکـــــړه د ســـــرومیوپیــــــالې راکړه

ای د بڅرکــــــــواوســـوزونو ســـــاقي !

څو پرې مــړ عقل کــــړم  ایرې راکړه

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

زړه د خـــــوږوخیـــــالونوکــــورشي څه

را چې دغـم جـــام مې نســـکورشي څه

ای د خــــوږوخــــــوږو خیالونوســــاقي!

له تــــــورجـــهانه نورهم تــــورشي څه

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

چې  جــــاویـــدانه شـــي دا یـــــون  زما

راکـه چـې بل رنګ شـي ژونـــدون زما

ای د ژوندیـــــوپیـــــغامـونــــوســــــاقي!

د اوربڅــــرکې شــــــي افســـــــون زما

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

را پــارونکـــې دې بـــدلـــــه کـــــــړه ته

راکـــړه پیــــاله پام مې په بله کـــــړه ته

ای د خـــوږوښــــکلیوبزمونــــوســــاقي!

د نېشې نـــاوې مې قــــــابله کــــــړه ته

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

زه دغــــه ســـاز ته ګـــــډیدلای نه شــــم

نـــور زوړ رباب زه اوریــــدلای نه شم

ای دتــــــازه نــــويوســــازونوســــــاقي!

زړې نغـــــمې نورې زغمــــلای نه شم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

راکــــــړه بې شـــــمېره پېمـــــانې راکړه

خمـــــارنه تېر یمــــه  نېشــــې راکــــړه

ای د شـــــرابودســــــیندونـــوســــــاقي !

په کاســـــونه کیـــــږي ویــــــالې راکړه

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

درنه خــــمونه د ســــــــومـــا غــــــواړم

په کې د تریخ  ژونـدون فنــــا غــــواړم

په ترخـــه ګوټ کې د خوندونو ســــاقي!

د زړه  زخمـــونـو تــــه دوا غـــــــواړم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

له  بامــــه یې خلکــــــــوته اوازوکـــــړم

را چې پامیـــــربانــــدې پرواز وکــــړم

ای دا وچـــــتو پــــــروازونـو ســــــاقي!

دې پرګنــــــوته نوی ســـــــازوکـــــــړم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

په شـــــــورپه سرټـــــــوله دنیـا واخــــلم

«هله خــړوب مې کړه چې ساه واخـلم»

زه  دې قـــربان شم له مټـــــونوســــاقي!

توبې پرځـــــای  نـــوم د صهبا واخلــــم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

د پیــــمانې له اخــــــیستو پــــاتې شــــــم
راکـــړه ترڅو له ګرځـــــیدو پاتې شــــم
ای د ژوندیــــــو توفـانـــــونو ســـــــاقي!
له غــــورځیدو او  پاتیـــــدو پاتې شــــم

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

divider

دواړه به ښــــکلې تمـاشـــا جــــوړه کړو
بیابه نومــونږمسته غوغــا جـــوړه کړو
ای د کامیــــــابــــــوامیـــــدونو ســـــاقي!
د خـــوږې مېنې به دنیـــــا جـــوړه کړو

راکـــړه د ســـرو میـو ډک جــــام راکړه

۲۵/ ۹/ ۱۳۵۶
کابل

اسدالله زمری

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved