مـونږه نه ســــودا د مـــامن هیــــره شوه |
جنګ کې موڅـــــیره دامن هیــــره شــوه |
اوس ورنه ســیالي دعـــدن هیـــره شــوه |
څنــــګه شوخـــــراب بهار،بهــاروطن ؟ |
ځکــــه مــــو آرزود چمـــن هیـــره شوه |
نن د پســـــرلي خـــــوند وینـــووړی دی |
ځکــه نوخنـــــدا دغمجـــــن هیـــره شوه |
جګ فغـــــان له کـــــــوره د افغـــانه دی |
ګل نه دروازه دچمـــــن هیـــــره شـــــوه |
جـــــوش دپســـرلي،زوږدمستۍ څه شو؟ |
ویره له هرچا دکفـــــن هیـــــــره شــــوه |
لا ده د چــــاودنــــــو واهمــــــه ګــــرمه |
پـرخې نه خنــــدا ماسخـــتن هیــــره شوه |
رنګ نن دمـــــاتم جامــې اغــــوستې دي |
خوارونه آرزو د رســــتن هیــــره شـــوه |
بــوټي لاویــــده دي تــــوروخــــاوروکې |
ونې نه ســــیالی دهسکمــــن هیـــره شوه |
پاڼه لکـــــه زړه دافغـــــان مـــــړاوې ده |
ګــرمه ولــــولـــه دسخــــــن هیـــره شوه |
تـــوربلــــبل د زړه په وینــوسورښکاري |
مســــــته زمـــزمه د ســـمن هیـــره شوه |
ناست بــــوراپه ورانه کنـــــډوالـه ژاړي |
اوس ترینـــــه نافـــــه د ختن هیــره شوه |
نه څري هوســۍ په ورشـــوګانــــوکـــې |
چیرته ئې ســــودا د چــــلـن هیــــره شوه |
نه خــــوځـــي وږمـــه دســــباوون دلتــه |
تنــده ولــــولــــه د شـــــکن هیــــره شوه |
نه ښــــکاري سیــــــلونه د مـــرغانونور |
لاړه نـــن د دام او دمــــن هیــــــره شـوه |
هغــــــه دلاله وســـــــــارانۍ غـــــوغـــا |
پیغـــــلونه میــــله د دمـــــن هیــــره شوه |
شــــاخ دغـــا ټـــــول مټې دځـــوانانودی |
ګرمه هنـــګامه د ګلشـــــن هیـــــره شوه |
موج د ښکلا څه شوچې کړي ډوب هرڅه |
څنــــــګـه آوازه دعـــــدن هیـــره شــــوه |
نه د طـــراوت اونه دعطـــــرو جــــوش |
ګل اوشــــــګوفــــه ئې ســږن هیـره شوه |
ډک د نــارنـــــج زړه دې لــه تڼـــــاکونه |
ژونــــد نه اوس کوڅه دوطــن هیره شوه |
نشته دشـــپې زړه کې د مســـــتانوشــور |
چیـــــرته ولــــوله دآتڼ هیـــــره شــــوه؟ |
څه شــــول څڼــــــوراوبریتـــــورځلمي؟ |
سترګــونه څیـــره د پتمــــن هیــــره شوه |
پیرد خـــرابات اومغــــان چیـــــرته دی؟ |
هریــوه نه خـــوښی ددیـــدن هیـــره شوه |
ټـــول ميين دغــــم په جیل پـــریـوتی دی |
ځکــــه نن قصــــه ددښـــــمن هیـره شوه |
باغ اوپســـرلی کـــړکارغـــــه اېل ځـانته |
کارنامـه د زوړ تمــــوجــن هیـــــره شوه |
له تــوربورې،ارزګان ،شـــــادیــــــانونه |
اوس ورنه حمـــــله د زغــن هیـــره شوه |
بــازاوشـــــــاهیـن واړه وزرمـــــاتي دي |
ځغـــــاسته ئې دغشــــو د من هیـره شوه |
مـــــاتې داتل کــــروړچــــا مټــې کړې؟ |
مـــونــږنه یارانه د هسکمــــن هیره شوه |
کاڼي ئې دبـــاران په ځـــــای را وشیـندل |
شیــخ نه واهمــــه د مــــدفن هیـــره شوه |
هرعــــاصی اوس لټــــه دثــواب کې شو |
ځینـــــونه ســـــودا د لمـــــن هیــره شوه |
وخت دشرم سیندکې کـــړل لاهـــوهرڅه |
ټـــولــــونه ســــودا د وطـــــن هیره شوه |
درست افغـــان دځان په غم اخته ښکاري |
کـــــریکه نن دهــــرلـــوغړن هیـره شوه |
نـه ننـــــــګیږی دا ویـــــده ویـــــده ولس |
ځان باندې که بلې کړی لمبې «زمــری»
نورونه ګــــرمې د خـــــوږلن هیـره شوه |