> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

زخمی لمر

divider

ددنګو غروله څوکو،
دلمر زرېنې وړانګې،
په خپلو سپینو او ورېښمینو ګوتو؛
دنړۍ ور ټکوی،
لمر په ځلانده څیره،
او له خندا ډکه خوله،
هر یو رابولي د ژوندون لوري ته.
نوچې د شونډو رنګ ئې،
دسره شفق په وجود وغوړیږي،
لکه ځلانده غمئ،
وبرېښي ، وځليږي....
او د ښکلا یوه هنګامه جوړه کړي،
هر یو موسکئ شي ورته
او د ژوندون په لوري،
د ژوند دنوی سباوون په لوري،
د کار او یو ن په لوري،
پاڅی او ګام واخلي،

**************

د مازیګر په مهال،
بیا هم په ډیره مینه،
شونډې دلمر خلا صی شې،
په  سپړېدلوشونډو او غوړیدلي تندي،
د رنګینیو او ښکلاؤ یو جهان وښیندي.
دمخه ښي په توګه،
سترګه کړي پټه او د شپې راتلو ته لار پرانیزي
او خلک آرام ته پریږدي .

**************

ورځ وی رڼه هر چیرته،
هر څوک په ژوند وي لګیا؛
خو دلته....
د«پامیر» جګه څوکه
د«هندوکش»د غرونو دنګه ونه،
د« بابا»هسکه شمله،
د« سلیمان»د تاج ها جګه جوغه،
د« سپین غره»لوړه پرښه،
چی داسمان زړه ئې له لاسه شین دی؛
د لمر سینه ګروي
او پرې راکاږې کرښې.
نو خندا هیره شی ترې؛
شونډي را ټولې او تندی له قهره غوټه کاندی؛
نو ځکه
لمر
دلته سپین نه دی ، سور دی .
دلته دوړانګو پر ځای ،
له سره ګوګله دلمر،
دوینو څاڅکي څاڅي

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved