> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

لغــــمان

divider

د پــوهني ځــــلاند لمردئ،دښــکلا د ملک اسمان دئ

د جنت یــوه ټــوټه ده،نــوم پرې ایښی چا لغـــمان دئ

له شیدو اوشـــاتو جــوړ ې دي ویـالی دي که رودونه

پیغـــلې ښکلی دي له حوروښایسته یی هریوځوان دئ

یا پرې شــین شنیلی غوړیږي یاغــــاټول پکې نڅیږي

یا وي فـــرش په زیړوګلـــوهـــره دښته ګلســــتان دئ

هریــوبــوټی ئې لـــونګ دی،هره ونه ئې شمـــشاد ده

په فضا کې ئې مستی ده، په هـــوا کې ئې بوستان دئ

هرلښتی ئې لکه رګ دی ددې ښــکلې ملک وجودکې

هرپټــی ئې ته به وائی چې دســــرو زرو یــوکان دئ

د تــــوتـــانوهـــــره ونه ئې عجیــــبه معجـــــــــزه ده

پاڼې ښکاري لکه زړونه اودانــــه ئې لکـه ځـــان دئ

سرلوړۍ کې په ســــیالۍ دي دچنــــار، سپــــیداروني

له ویالوســره ملګـــری تل د ولــــولـــوي کاروان دئ

چې فصلونه پکې شـــنه وي ښـــکاري جوړله زمردو

چې پاخه شي ته به وائې چې دسرو زرولوڅ کان دئ

که دشــولوښـــه راغلـۍ ته شالیــــزارلکه شیـــشه شو

شپه که هرڅومره تیاره وی دغه ملک لاڅـراغان دئ

تورلوګې،زیړمازیګــــرکې چې له خـــړوکوروخیږی

جوړدشنه اسمان په زړه کې د رنګو نوترې توفان دئ

الیشــــــنګ او الینــــګار ئې لکه هارښـکاری په غاړه

هریوڅــــاڅکې د اوبوته ئې صدف هک اوحیران دئ

چې تندی د لمرښکاره ښی نو کاوون ته ئې سجده شی

له غـــروراوعظمت نه دلتـــــه جوړهـــریوانسـان دئ

د دروتـل ته ئې نــه شــی غځـــیـــدلې د لمــروړانګې

ځکه:مخ ته د پردیـــو،سره لمبــــه او تـــورزندان دئ

هره تیــــږه ئې ســــنګر دی ،هره پرښـــه ئې ده توره

هرســـړی ئې په غیرت کې له رستـــمه پهلــــوان دئ

ولســـــونه لکه ورونه د یــوبل خـــوا کې میشـــته دي

د توپیروم دلتــــه نشته هـــریوګران زوی د افغان دئ

چې پیدا دی شومه غیږکې،کـــړي تاکې مې خا پوړی

دا زما دســــترګو توردې، له ایمــــانه راته ګـران دئ

ته د ې نه شې له نظـــــره،تل دې ته اوسې ښــــیرازه
د«زمـــری» دزړګی سره څو ودان دغــــه جهان دئ

۲۷/۵/۲۰۰۱

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved