جّل د هجــــران یمــــــه وهلـــــی د میـــروتږی یم
د خورو زلفــــــود مـــاښـــام او د تیــــارو تږی یم
لږه مې دمــــــه ده آرزوســــتا د ښــــکلا دیره کې
د قد شمشــــاد ته دی په زغـــرده د کتــــو تږی یم
لــــږه زما دعشــــق دنیــــــــــا ته رڼـــایی راوله
د تا دمســـــتو ښـــکلوســـترګود جــــــلوو تږی یم
کلـــه نا کلـــه لاس راکاږه د بیـــــوزلــــو پــه سر
زړګـــی مې وایی چې تل ســـــتا دمســیدوتـږی یم
څـــه درواغجنــې ،دوکه بازې،جفا کارې ښکاري
د غمــــــازستـــرګو ته مـــدام د وړندیــدو تږی یم
د زمـــانې د بد رنګیـــواو دوکــــونه شـــوم مــوړ
په ټـــول جهان کې د اخـــلا ص دپیــــمانوتږی یم
مخ دی لمبه،شونډې سکروټې دي،لوګی دې زلفې
د آذر دی معـــبد تـــه زه تــل دسجـــــدو تــږی یم
|