> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

divider

راشه په خیال مې راخپره شه، چې غزل ولیکم

د سترګــوتورکې مې دېره شه، چې غزل ولیکم

ښکالو د مینې دې کــړه بره بیا دهیـــــلو په باغ

مړاو ګلــــونوته وږمــــه  شه، چې غزل ولیکم

صنم صنم څیره دې بیــا د زړه معبـد کې کیږده

زما منـدر،زما کعــبه  شـــه، چې غـــزل ولیکم

د دیدارتږی،د وصال وږی، له ژونــده ســـتړی

ته مې سکون، آرام ،اسره شه،چې غـزل ولیکم

زمــــــا اغـــــزوته د بهـــارګامــونه نه تیرېږي
ته مې غوټۍ ته  مې غنچه شه چې غـزل ولیکم

۱۶/ ۰۴/ ۲۰۱۰
ویسبادین

اسدالله زمری

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved