> د نارنج ګل وېب پاڼه
د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

آزادي

اسدالله زمری
د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولو په مناسبت

divider

د هرمحکــوم د زړه لمــــــــړی آرمان یې

ته کلــــونو اوقــــرنونـــــو ترڅ کـــې

د اســــــیرانــودهـــــــردرد درمــــــان یې

ته یې مُـــــرام داستبــــــدا د بنـــــــدي

divider

یـــــوه خـــــوږه اوبې بهــــــا تحــــــفه یې

د طبعیت نه د انســـــــــــــان لپـــــاره

په ښـــو صفاتـــــولکـــــه  فـــــــرشـته یې

ته د هـــــر چــــا د پاره لـــــویه آرزو

divider

د شــــومو هیــــــلو د یــــــو کنـیزه  کړلې

خو چې د څـــــوانسان نمــــا وحشیانو

ته یې د پلیــــــــد مُــــرام سـریـزه کــــړلې

د تا پر تخت تــــور اســارت دیره شـو

divider

له سره تیرڅه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!

چې تا د ځـان کـــړي ای حسینې ناوې

د جیل خوراک څــــه اتلان چې نه شول؟!

چې ستا خــــوږه وږمه تل وچلــــیږې

divider

 په مردکـــو ســـورۍ ســـــورۍ شـــــولې

ستا رسیـــــدو لپـــــاره ډیـــرې سـینې

تر خـــــاورو لاندې ښې ځـــــوانۍ شـولې

چې په ارمان دې د زرګــونو ځلمـــــو

divider

د نـــــړۍ واړه محکــــومــــان هڅیــــږي

د تـا لپـــــــاره دانســـــان آرمـــــانــــه

د حـــاکمانو خـــــوني لاس غــوڅــــــیږي

چې ته د ټــولو د ژوندون نغمــــه شې

divider

آرمــان به نه لـــرم وروستۍ سلګــــۍ کې

که زما ژوند ټول اسـارت کې شي تیر

چې نفـــــس ورکـــــړمــه زه آزادۍ کـــې

که مې دغـــــه یوه آرزوشــــي پوره :

۸/ ۹/  ۱۳۵۶
خیرخانه کابل

divider

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved