د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غــــــزل

ســم لکـــه ملګــــری راســــره درومي

غــم لکـــه ملګــــری راســــره درومي

ډېر رانه په نيمــــه لار کې پـــــاتې شي

کـم لکـــه ملګــــری راســـــره درومــي

شعردې و،تصويردې و؛خوياد دې اوس

هم لکـــه ملګـــــری راســــــره درومي

شُـــکر دی يـــــوازې زه پــــاګل نـه يـم

چم لکـــــه ملګــــری راســـــره درومي

خيرکه رقيب بيا ســــترګې د سپي کړلې
دم لکـــه ملګــــــری راســـره درومـــي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved