ټــولې نـــړۍ ته ســــلامـــونه کــــوي |
یوڅـــوک سپــیره افغانسـتان نومیــږي |
لا پـــرهــــرونــه يې دردونــــــه کوي |
لاپه ملامات دى لاجيګ شـــوى نه دى |
داهـــــم ترتاســــې پـــورې راوســـتلو |
کې ديموکراســــۍ لکـه امســــاپه لاس |
څــــادريې واغــــوســـتلو شو راروان |
څو ځل راولويـــدو راپــــــورته شـولو |
 |
خوپـــه نامـــه يې هرســـړى پيـــــژني |
چابه ليــــدلى وي اوچـــــابه نـــــه وي |
هغه هم وخت پیــــژني ځـــــاى پیـژني |
هغـه راغلـــــى څــــه ويـــل غـــواړي |
هغـــه يو ځان پیـــژني خـــداى پیـژني |
هغــــه دهیچـــا پیـــژنــده نه غـــواړي |
|
|
دا غــــزېــــــــدلې فاصــــلې لنــــــډوم |
زه نورې ســــتاسې اودهـــــاغه ترمنځ |
دانتـــظار تــــرخـــــې شیبــــې لنـــډوم |
هغـــه راغلـــى دى راغــــواړمـــه يې |
 |
زما خبــــرو پـــورې و نـــه خـــــاندئ |
دغــــه دې ودرېـــدمــه غــــوږ ونيسئ |
پدې ســــندرو پـــورې و نه خــــــاندئ |
خدايږوچې ټول به له ايمانه خلاص شئ |
|
|
خپل دپیــړيو پیــــړيو کتاب پرانيــــزم |
له ســـلامـــونو نـــه بــه تیرشـــــوسره |
اوس ننـــى پـــرونى بــاب پــرانيــــزم |
وروســـته خبرې به بيـــاوروسـته کوو |
چیــرته رېدى چیــــرته ګلاب پرانيـزم |
باديمه په غــــــرونو ګــرځم دسحـــــر |
اوس يې دهغـــې په ځـــواب پرانيـــزم |
تــړلې دچا يوســــوال وه راته خــــوله |
ګنې پاڅیـــــږم انقــــــلاب پرانيـــــزم |
زمــــاويــده زخمــــــونه مه ويښــــوئ |
 |
د څــــه ويلــــو اجـــــازه غـــــــواړمه |
دا د بيـــــــــــــــــــان د ازادۍ دور دى |
يا نـــــوره خپلـــــه جنـــــازه غــواړمه |
يا بــــه دنـــورو جنــــــازې وباســــــم |
زه بيــــا هماغسـې مـــــزه غـــــواړمه |
زه بيـــا ابدال اوميـــرويس خان زېږوم |
زه پـه جیـــلم کــې دروازه غـــــواړمه |
زه بُخــــارا او سمـــرقنـــــد ته ځمــــه |
 |
خيرکه دلتــه ودرېـدل زما تـــوهين دى |
کیــږي دننه زړه مې شـين دى نوره نه |
هغه اس مې هـم بهــرولاړدى زين دى |
فتحـه کړى هغـه ماچې پرې ملکــــونه |
 |
نن يې وزرونــه کـــړي بـــر ولاړ دى |
مخکې مې پيـــداشو پـــرون هاغه چې |
نن همـــاغــه زمــا پـه ســــر ولاړ دى |
ښــــودې هغـــه چې مـــاورته خبـــرې |
ولاړ، سپــين غر ولاړدى زما پاميــــر |
زما شمـــله ســـرنه لـــــوېــدلې نــه ده |
ولاړدى دلتــــه شمـــشاد ولاړ خيــــبر |
دوى سره پورې اباســين نه څـوک دى |
ولاړدى خـو نن لـــه تاســــره لښــــکر |
پـــرون لـه ماســـــره لښـــــکر ولاړ و |
 |
ما دغـــــه لــوبې په اکثـــــرو کـــــړي |
چـــاروانې کـــړي لــــوبې دانن چـې |
خو ماپه تــــورو او په زغـــــرو کړي |
دوي په وســــلو او الــــوتکو سمــــبال |
هرڅـــــه په ســـندرو کـړي خومـــا دا |
دوي تاريخــــونه په فلمـــــونو جـوړئ |
کـــړي څانګې مُماڼو او ګـــورګـــورو |
راځـــه چې اوس دې پکې وګــرځـــوم |
چغـــې يې زرکــــو او تنـــزرو کــړي |
زما دا ټـول غــــرونه له مينې ډک دي |
 |
دلتـــه ظالــــم پــاچـا چنـــګیز راغلــى |
توبـه ګارشـــوى که انګـــرېــز راغلى |
که بې نظيــــره کــه پـــروېـــز راغلى |
ماترېنــــه هیــڅ ګټــــــه لیــــدلې نه ده |
اول کې هـــــريو ســـړى تیـــز راغلى |
لـــږ پــــه ارام شئ لـــږه ســــا واخلـئ |
 |
ماتــه داوښـــکو غـــاړکـۍ مـــه تــړئ |
دغـــم په پـړي مې مــــرۍ مه تــــړئ |
ماپه ځنځــــيرد غـــــلامۍ مـــه تـــړئ |
زه د نــــړۍ د بـــادارۍ لايـــــق يـــــم |
ستاسې شملې نشـــته، پګړۍ مه تــړئ |
ستاسې په منځ کې پښـــــتونواله نشــته |
داورپــه خیــــټه کې نــــړۍ مه تـــړئ |
ټــــوله نــــړۍ به ترېنـــه اور واخلــي |
زما په د ښتـــوکې کیـــږدۍ مـه تــړئ |
زماکوچى غـــرور په زمکــه لوېــږي |
 |
ما ترډيلي پورې حــکومت کـــړى دى |
ما د سروشــــونــډو محبت کـــړى دى |
ما د هنــــدوانــو امـــــامت کـــړى دى |
داســــې بې لاســـو بې پښـــــونه ومــه |
ما څومــره اوږد سلطـــنت کـــړى دى |
آن د ايــــران تـــراصفــــهانه پــــورې |
 |
نورپه زوال يـــم د بچــــو لــــه لاســـه |
اوس په دې حـــال يم د بچــــوله لاسـه |
داختـــــر ټــال يم د بچـــو لـــه لاســــه |
مړه بس هرســـړى په مــاکې ګـــرځي |
اوبــال اوبـــال يم د بچـــــو لـه لاســــه |
خیردى په ماغـــريب لږ زړه وســیزئ |
درته په ســــــوال يم د بچــولـه لاســـه |
نورې دا خـــرې لغتــې مـــه راکـــوئ |
 |
په لار روان خلک لــه خپـــو نه نيسي |
زمـا دښــــار واړه واړه ماشــــومــــان |
خو يتيـــــمان خلک له خپــــو نه نيسي |
قومنــــدانان په لنــډکروزر کې ګـرځي |
 |
که نه؛ نومرګ غـواړي زندۍ غـواړي |
سوالګرډېر شـــوي دي ډوډۍ غـواړي |
خــواران يــــوه يـــوه روپۍ غـــواړي |
مشــــران ډالرو بانــــدې نه مـــړېـږي |
|
هيڅـوک دې خپل وطن ته کورنه وایې |
بچــي مې تښـــتي راتـه مـــور نه وايې |
يوافغـــان بل افغـــان ته ورور نه وايې |
دمــــلايــانــــو درتــــه هيـــڅ نه وايــم |
چې سپين ته سپين اوتورته تورنه وايې |
د شــــاعـرانــو دې هم مــــلا ماته شي |
|
پــــاکـــه سپیـــڅلـې عقيــــده لـــــــرمه |
زه لــــوى تاريـــخ لويه کيـــسه لـــرمه |
خـــداى ته پينځـــه وخته سجـــده لـرمه |
په اســـماني کتـــــاب ايمـــــــان لــرمه |
|
د چـا کــورونــو ته دشــــپې مه ورځئ |
زما کلتـــــور تــه درنـــــاوى ولــــرئ |
بلو اورونــــو تـه دشـــپې مــــه ورځئ |
چیرته به شپون راغه کې ځـان تودوي |
بندو ورونو ته دشـــــپې مـــه ورځـــئ |
څوک به مــو روغ په مرکنـــډۍ وولي |
 |
رقيـــبان ډېردي؛خــوياران مې نشــــته |
زه دښمـــنان لرم خپــــلوان مې نشـــته |
يم په ټوټو وېشـــــلي ځـــان مې نشـــته |
زه دخپل ځان يوځــــاي کیده غــواړمه |
تڼــۍ تڼــۍ يمــــه ګـــرېوان مې نشـــته |
خوښه موهرڅـــه چې کــــوئ راباندې |
هیڅـــوک د ګټې او تــاوان مې نشـــته |
په خداي باور وکـــړئ ګيــله مې وشي |
|
ځنـــګل ځنګل نښـــترمې چــــا يوړل؟ |
اوس داپوښـــــتنه زه له تــاسې کــــوم: |
چامې له غـرونو نه په غــــلا يـــوړل؟ |
هغه ياقـــوت اوزمرودمې څــه شـول؟ |
|
په کـــې انســــان پاڅـي انســـان وژني |
بس دا دنيـــا راتـه ځنــــګل ښــــکاري |
چې مې په خپـــلو کـــې بچيـــان وژني |
دابـه د چـــــا آزار د چـــا ښیـــرې وي |
هرڅـــوک چې مـــا افغانســـتان وژني |
دهغوى غـــوښې به لیــــوان وخــوري |