غــــــزل
چاتــه چې وېم يــار،يـار جوړشي ترينـــه مار،يار
واه زمـــا د زړه ســـره! سترګـــونه دې ځــار،يار
زه د ســـــروې ونه يـــم تــه لکــــه چــنار،يــــار
ســــتا کاږه واږه بــــاڼـه زړه کې کـــوي لار،يـار
پرې مې ږده ناوختــه شو بيــا مـې رټي پــلار، يار
نه د کلــــي پـاتې شــــوم نه شـــومه د ښــــار،يـار
نــاز،ادا،غــــرور،کبــــر دى د ښـــکلوکار، يــــار
کوم مين مجنــــون شولـو کوم منصـــورپـه دار،يار
نه مـــــړه رقيـب خــومې دى يـو وارنصــــوار،يار

|