د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غــــــزل

چې د ولس د احتجـــاج څــوک په کيســـه کـــې نه دي

نو د پــاچــا د تخت و تاج څـــوک په کيســه کې نه دي

اوس ددې کلــــي د کـــورو تالاشي هـــرڅــــوک کوي

اوس ددې کلــي د رواج څـــوک پــه کيسه کــې نه دي

د بل پرهـــر ورته د خپــل پرهـر په څیر نه ښـــکاري

د زخم دي خو د عـــلاج څــــوک په کيسه کــې نه دي

چې دوى ګل غوښتى دى نومونږ ورته سپرلى راوړى

چا وې د ښــــکلود مـــزاج څـــوک په کيسه کې نه دي

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved