د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غــــــزل

شـپه ترسهــاره د شـوګيـــرملګرتيــا پــاتې نه ده
د خنـدا ډېر دي خــو د وير ملګـــرتيـا پاتې نه ده

ته رانه اوس هـــم د رقيب دلــه پـوښـــتنه کــوې
شـکر زمــا او د خنــزيـرملګــرتيـــا پــاتې نه ده

غلا کې شريک دي هريوخپـله خپـله برخه اخلي
ددې پــاچــا او د وزيـر ملګــــرتيـــا پــاتې نه ده

اوس ترې ګردونه څنډل شوي په اوږه ګرځيږي
اوس د شــلخي ټوپک اوتيرملګرتيـــا پـاتې نه ده

يوورځ به پټه خوله درواچوي اووبه دې خـوري
ګوره د ســـپي او د فقـــير مــلګرتيــا پـاتې نه ده

«ځــــوابه» ته پکـې په څـــو تنو حساب مـه کوه
نــور د وجـدان او د ضـميرملګرتيــا پـاتې نه ده

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved