غــــــزل

ورک دى رانه ځـــان ورپسې ژاړمـه
لوندى مې دى ګرېوان ورپسې ژاړمه
څه پـه ټوکو، ټوکـوکـې يـې وخــوړې
شـونـډې دې پیــزوان، ورپسې ژاړمه
ستاد د ياد ګلونـو څـانګې ونــه کــړې
زه لکـــه بــاران ورپســــې ژاړمـــــه
ځي ستـرګوکې شـاته، شـــاته وګوري
وايي خــداى پـامـان ورپســې ژاړمــه
خــداى خبـر جـانان مې يادوي کـه، نه
زه خــو پـه ايمـــــان ورپـسې ژاړمــه
ما «ځـواب» د مينې يار پيـــدا نـه کـړ
چاڼ مې کـه جهــان ورپســـې ژاړمــه

|