غــــــزل
چې جــدا شـــــوى يم لــه تانه، زړه مې وچــــاودېده
لیــــونى شـــوى يم جـــانانـــه، زړه مې وچـــاودېده
دخـــــداى لپـــــاره ما ميــاعلــي بــابــا ته ورســـوه
راســـره ځان وتـــړه ګــــرانه! زړه مې وچـــاودېده
دا دووســــان رقيـــبان ســـور دوزخ تـــه ورســـوه
ژره شـه! را ولـــوېږه اسمانه! زړه مې وچــــاودېده
پرمــــا يې ناز وړلـــو ماهم وربانـــدې ناز كـــــولو
په ټوكـو، ټوكوكې شــوه ورانه، زړه مې وچــاودېده
څوك لا راغلي نه وي تا وي زړه كې ځاى وركړى
د «ځـواب» وران افغانســـتانه! زړه مې وچــاودېده
08.02.2007

|