غـــــــزل

خــون به مې واخلي قــاتلان به شـي
زلفـې دې مه سمـــوه ورانې به شــي
په آيئنــه کـــې ســترگې مــه تــوروه
ځان ته به وگــوري حـيرانې به شـي
زمونـږ وعـدې د ښـکلو څڼـې نه دي
چې رنگ به واړوي ارزانې به شـي
د محبت خــواري دې هیــره مه شــه
لارې که گــــرانې دي آسـانې به شي
ستا د ښـاېست تخــم به نه ورکــــوي
د زړونـــو زمې دي ودانې بــه شــي
بلا دې واخلــــم زلفـــې مـه خــوروه
بلا بــه واخـــلي بـــلاگانې به شــــي
د تــورو ســـترگـو دروغژنې قيصې
«صابـره» مه سپينوه گــرانې به شي |