د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

د انتــــــظار جــــذبه ســـــړه ښـــه نه ده
د پرهـر څــــــړيکه مې اوده ښــــه نه ده

د ســـــــبا ســـــتوري ته څـــه ونـه وايې
ډيــــوه به ووژنـــــو ډيــــوه ښــــه نه ده

د غـــرمو تاو ښــه نه دى تـــوره به شې
د غــرمې مه راځـــه غــرمه ښـــه نه ده

شــونــډې دې رپي چې خـــبرې کــــوې
قاصده ښــــکاري چې قصــه ښـــه نه ده

واعظـــــه مه کـــــوه پښیــــمانه به شـــم
د ځوانۍ ورځـــې دي تــوبه ښــــه نه ده

د محـــــبت لیــــــونــي چــــــا وژلـــــي
د آشــــنا هســـــې حـــوصله ښــــه نه ده

د تـــــور اوربــــل تـــوره مــامـــه يروه
زه کله روغ ومــه که شپــــه ښــــه نه ده

نن به دې زړه ځان سره وړي«صابره»
نن يې د ســــترگو اراده ښـــــه نـــــه ده

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved