غـــــــزل

بې کوره شي چې څوک په بې درکـوپسې گرځي
درانه خلک سپیـــږي چې په سپــکو پسې گرځي
زما د قـــام د کـــومې بدبختــــۍ به درتــه وايـــم
چې څوک را زملکى شي په ټوپکو پسې گـرځي
د زرکو د کوترو ښکار د نـورو مشغــله شــــــوه
زما د غرونو باز په تـــوت خورکو پسې گــرځي
بيا څــــوک د پښتــــنو د اتفـــاق سنـــــدرې وايي
ديوان يې د خـــوشحال په لاس خټکو پسې گرځي
صلاح کوي جــرگه کـــوي غـــونډېږي تنـــدرونه
څــوک جاله جوړوي ځـــانله په ډکـو پسې گرځي
د هغه غـرڅنــۍ غـــړۍ مـې هغسـې پـــه زړه ده
لا هغسې مې فکـــر په کنجکـــو پســــې گـــرځي
د ښـــکلو په سينـــو کې بې غـــرضه زړو گوري
«صـابـر» بـلا وهلـــى دى په ورکــو پسې گرځي |