د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

که نغــمې ټـــولې گــونگۍ شي

که ســــازونـه زنځــــيري شـي

د گلــــونـــــو بې وســـي شـــي

تکلــــــونه تیــــــزنـــدۍ شــــي

پرهـــــرونه ټــــــول اوده شــي

ارمانـــــونه ټــــول کاڼـــه شــي

څړيکې څړيکې زړونه ښه شي

د دردونــــو ادې مـــــړه شــــي

خو بيــا هـم چـــرته څۀ کـــیږي

خو بيــــا هـــم جهـان بدلــــیږي

چــــــرتــه ورپیــــږي پــــــاڼـه

چـــــرته وخـــــانـدي گلــــــونه

چــــــرته وغـــــړېږي سـترگې
چـــــرته وخـــــوزېږي غـرونه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved