د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

گران دي په گرانه لاره تله د شعــور

خوبې خوارۍ نه شي خواړه د شعور

زما يارانــو په مــا زړه مـه سیــــزئ

ما ســره هغسې ډېر شــــته د شعــور

زه يې د ځــان په معنىٰ پوهه کـــړمه

ما سره بس دى دومره ښـۀ د شعــور

ما په هیـــڅ هسـې يقــين نه دى کړى

ما په شــک وخـواړه خـواږه د شعور

د حـــيرانـۍ خــــبره ده او کــــه نـــه

په دې ازغنــــو لارو تلــــه د شعــور

د نن پـه ســـترگو کــې مستي د ســـبا
د ژوند د نن په مخ کې سـره د شعور

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved