غـــــــزل

په چمــن کې که گلــــونه که ازغــي مري
خو زما د کور ښاېست زما ســـپرلي مري
دا مې لـــويه بدبخــــتي نه ده نـه څـــــه ده
په پردي جنگ کې زما د بڼ زمـري مري
د دنيا روزگار په صلـــح په صــــلاح شي
کوم قامونه چې دجنگ په لوري ځي مري
د دنيـــا اولســـــه هله کـــه رادو کــــــړئ
سړي يو بل سره نغښتي دي ســـړي مري
مونــږ نه هغو خلقـــو بلې لمبــې تاو کړې
چې په خپله په پوټي غـوندې لــوگي مري
د خوشــــال په اديـــره به مـــــاتــم نه وي
سره بڅــري د ايمـــــل د انغــــــري مـري
د اســــــــــلام د سپیڅـــــلتــــــيا مبلغيـــنو
په کابل کې درنه شـــــته مسلمــــاني مري |