غـــــــزل

زما وجود شوې زما ســــاه نه شـوې
زما اشــــنا زمــا اشـــــنا نه شـــــوې
ما ته خپــل ځان او ځان مې ته گڼـلې
ته د خپل ځان وې ته د چـا نه شــوې
ښه ده چې دومـره خو دې وپیــــژندم
مخې له راغلـــې وارخطـا نه شـــوې
زه وســوســــو په مخــــه واخيستـمه
تا شونډې پرانسـتې گـــويا نه شـــوې
زه دې الفـــــت ته مـــلامتــــه کـړمه
د يـــار بــــلا زمـــا بـــلا نـه شــــوې
سترگې يې بيــا هم پښتــنې وې کنـــه
بې وفا شـــوې خـــو بې حيا نه شوې
مينې منمـــــه چې د هــر ازمیښــــته
زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې
زړه د بــــلا ښــــیرو مې ووينځـــلې
خو د وهمــــونــو نه صفا نه شــــوې
تا د «صابـر» لیـــونتوب څه وليــــده
ته د صـــابر د زړه سـودا نه شــــوې
|