د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــــزل

ستا لیــونى يم انتــــظار مې کــوه در به شمــــه
زه لا ژونــدى يم انتــظار مې کـــوه در به شمه

دلته پردى ښار د پـــردو خلـــکو د نه زړه کلي
دلته پردى يم انتــــظار مې کــوه در به شمــــه

لا خو زمـا په زړه کې مينه زړه شــــوې نه ده
لا خو زلمى يم انتــــظار مې کـــوه دربه شمــه

ستا د وعدې سورى تردې وخته په سرگرځوم
کلک د وعـــدې يم انتـظار مې کوه در به شمه

چې ستا کــوڅه يې همیشـه د ژونــد جنت گڼلى
هغه ســـړى يم انتـــظار مې کــوه در به شمــه

د تورو غـــــرونو سپیــلنو واورو نه پنــا لاليه
ستا لیـــونى يم انتــــظار مې کـــوه در به شمه

د جانان ياده ته ورځه د جانان خــوا کې اوسه
زه درپسې يم انتــــظار مې کـــــوه در به شمه

ستا د يادونو سيـــلۍ واخيستـــمه در يې وړمه
بس د نزدې يم انتـــظار مې کــــوه در به شمه

د پردي ښارمسافري مې صبرخوري« صابره»
په زړه نرى يم انتــــظار مې کـــــوه در به شمه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved