غـــــــزل

چې زمـــا د پـــرهـرونـــو میلمـانه دي
ستا يادونه که دردونـه دي خـــواږه دي
زمونږ زړونه چې دبل رضا ته گوري
په سينوکې که زمــونږيې زمونږنه دي
هغــه خلک د مينـــــو رهبـــران شـول
چې د مينــــــې د مسلکه خــــبر نه دي
په دې ښارکې به سړي سړي ته گورې
د دې ښاربلا سړي، سړي خـــواره دي
د يارانوخولې به څه باندې خـوږې شي
که حالات هغسې زهر دي تراخــــه دي |