يــــــاد

خداى خبر ولې خــو زه کله کله
يو زوړ ورغلى پرهــروګـــروم
يو لــرې تلى يـــاد راوګـــرځوم
يوستړي شوي غم ته غاړه وځم
يو خــوبولې څــړيکه وڅيـــرمه
يو غـلى شــــوى درد راوپـاروم
د زړه د ننــه مقبرې تـه ورشــم
ستا د يادونـــو اديرې ته ورشــم
په يو پرېــوتي څلي وغـــوړېږم
په يو وران شـــوي قبر وژاړمه |