غـــــــزل

ورېځـــې راولـــــه بـــــاران راولـــه
زلفـــو له څنــــډ ورکه توفــان راوله
لر کــــړه د مخـه آيئنه لـــرې کــــړه
ما د حـــــيرت د بيــــــابــان راولــــه
ســــپرليه زه بــه دې احســــان ومنـم
خو ته د ځــــان سره جـــانان راولــه
ځه چې واپس زړې قيصې نوې کړو
راشـــه واپس هغـــــه دوران راولــه
ماښـــام لمبـــه کـړه تيـــارې وتښتوه
بلــــه ډيــــوه شــــه پتنــــگان راولـه
وعظــــه نه، په تقــــوىٰ نه رغیـــږم
ما لــه ســـاقي د روهســـتان راولـــه
زړه نظر ستـرگې په جــــرگه درولم
ښکلي راغـــونډ کـــړه رقيـبان راوله |