يــــــاد

ستا د مينې په نــوم اوس هم ګنهــګاردى
هغــــه ســتا لیـــونى هغســـې پــه داردى
د احساس دګل ګـرېوان پکې تارر،تاردى
خدايه دا څنـــګه چمن څنـــګه بهــــاردى
د وجـــوده مې چاپیــره خـــوشبويي شوه
دا مې ته په خوا کې تیرشوې که بهاردى
باد شاهـان يې د سروسپينو سـوداګــردي
لیوني پکې څــوک څه پیــــژني ښــاردى
دا نشــه به دې که خــــير وي سبا نه وي
نن خــو خير دى ستا د زلفــو اقتـــداردى
داچې اس هــم د ځـــوانۍ خــــوبونه وينم
ما ليــدلى ســـتا د تـــورو زلفــــو واردى
چې دهرڅـه و په هرڅـه کې به يې کارو
دا سـړى څنـــګه د هر څــه نه وېزاردى
څوک د زړه په زخــم هغســې نازېـــږي
څوک د زړه د شــوره اوس هم ناقلاردى
دا چـې زه پــرې د دنيــا رنګــــونه وينـم
دا د کوم اســمان د کـــومې رڼـــا تـاردى |