غـــــزل

په غـــــزل او پــــه ســـــــندره نه پـــــوهیــږي
يار د ســــــره په خـــــبره نـه پــــــوهیـــــــږي
ما تـه وايـي چــې زمــــا پــــه رضا ګـــــرځــه
پوهــــــوم يې خــــــو کافــــــره نه پــوهیـــږي
چې په کوم لوري مخ واړوي مُلک وران کړي
پخپــــل زور خــــــو زوروره نه پــــوهیــــږي
ما د مينې په راز څــــو څوځــــله پــــوى کــړه
خـو د حُســـن جـــادو ګــــره نه پـــــوهیـــــږي
که رښتــــيا وايې بهــــر د څـــړيکې څــــه دي
چـې وځــي مې د پـــرهــــــره نه پــــوهیــــږي
د هنـــــر په جــــامه پـټ قامــــونه شـــته شـــو
پښتـــــنو اغـــــوستې زغـــــــره نه پـــوهیــږي
ځينــــې خلــــــــک د ازلــــــــــــه زورور وي
ځينـــې خلک بې لــــه شـــــره نه پـــوهیــــږي
چې زمـــــا يقـــــين يې يـــــره ورکه نکـــــــړه
تـــرهیــــــدلــې ده اوتــــره نــه پـــــوهیـــــږي
داپـه څــــه نشـــــه کې داســــــې لیــــــــونۍ ده
چې پــــرېـــوزي د کمـــــــره نه پــــــوهیـــږي |