د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

د خپـــل نظــر زورورتيـا ګــوري
زما قـاتـل په مـا کې ســاه ګــوري

څه نـوې، نـوې رنګ رڼا ګـــوري
سپرلى چاپیـره ګــرځي تا ګــوري

ماته په دې سړي کې غلا ښکاري
دا سړى ښــکلو ته په غــلا ګوري

واعظ به څه د ژوند کتاب ولــولي
هغـــه په ټکـــو کې ګنـــاه ګــوري

زما احســـاس ماله ســــزا راکـوي
ماله څـه غم ګــوري سـودا ګـوري

ښکلي ښارونو ته راغـونډ شوسره
مينان څــه له ځـي صحــرا ګوري

ســتا د بڼــو د بڼ الـــوتې مـــرغۍ
راځـي زمـــا د زړه درزا ګـــوري

زما په ســـترګو څــه بلا شـوې ده
که تــاتـــه نه ګـــورمه تا ګـــوري

«صابــره» څنـــګه تاته وګــورمه
دنيا ته نه ګـــورې دنيـــــا ګــوري

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved