د نارنج ګل دوېب پاڼې دپښتو شعرونو څانګه

غـــــزل

څــــه محبت څـــه انتـــظار يې کاوه
زړه چې د کارونوڅــه کار يې کاوه

مينـــې د چـــــا خــــبره نـــه منــــله
د خپل اختياروه خپـل اختياريې کاوه

د محبت خـــونه چې ورانـه، نــه وه
هرسـړى ښه وڅــه روزګاريې کاوه

ساده مينـــو پټـــــه څــــه پیــــــژنده
که بغـــاوت و خـــو پـه جاريې کاوه

درد د پـــرهـــر آيئنـــه و څنــــډلـــه
لکه سپرلى چې وي سينګاريې کاوه

څړيکې زمــا د زخــم زړه ته کتـــل
زړه يې بې واره و خـ
ـو واريې کاوه

ستا د ښــايست د بـڼ د بــاده لـــوګى
زما چې ياد شي نـو شـــغاريې کاوه

ستا د قــامت قيصه مې هیــره نه ده
څه هنـــګامه وه، څــه ناتاريې کاوه

په غږ او غـوږ چې پابنـدي وه سره
يوڅومـارغان وو چې چغاريې کاوه

د هـر يــزيد په لاس د هـــر بيعــــته
زمـــا يـــاران وو چې انکاريې کاوه

دا به «صابر» و ښه ده پوهه شـومه
چې خــوب يې نـه و انتـظاريې کاوه

Design by Abdul Mansoor Besudwal Yusufzai.Copyright www.narenj-gul.com. All Rights Reserved