غـــــزل

ذرې، ذرې شي چې رڼــــا ته رسي لمـــر ته رسي
ستوري د سختـــو نه تیرېږي چې سحــــر ته رسـي
د مزل ســــتړي د منـــزل په مخکې هيڅ هم نه وي
له غـــرونو اوړي چې سينـــدونه سمنـــدر ته رسي
چې نښه وي، مين کــــوڅـــه د جـــانان و پیــــژني
د مات ( ټيکري) په درک ســـړى ګـــودر ته رسـي
په ما هــــم هغه څـــوک د کُفـــر ګــــواهي ورکوي
څوک چې زمـاپه زورمحـراب ته ځي منبرته رسي
په کـــــربلا کې به سحـــر وي رڼــا شـــوې به وي
چې د حسين پرې کړى ســـر د يــــزيد در ته رسي
د محبــــت پــه ژبـــه هغـــــه لیــــــوني پوهیــــږي
دچا د زړه د زخم څـــــړيکه چې ځيــــګر ته رسي
شوګيره هغه وي چې شپه ترې سترګه پټه نه کـړي
اســوېلى هغـه وي چې تــاو يې ستمـــــګر ته رسي
د خوشحــــال څلى ترېنـه کـــــوم تيرا ته و تښــتوو
د اورنګــــزېب د اس د پښــــو دوړه خـبر ته رسي
غر د پیـــريــــانو ښـــــاپیرۍ د تــــوره بان ورسي
زموږدمينې قيصــــه سر وخـوري چې سرته رسي
ته د «صــابــر» زړه دړدوې تــاله مــزه درکـــوي
ماسره غـــم دى چې ازار يې ســـتا نظـــر ته رسي
هغــــه د غـــــرونو لیـــونى به پکې څـــوک پیژني
دنيــــا به نوره وي صــــابـر چې پیښـــــورته رسي |